نړۍ

پاکستان: یو سل او څلور اویا زره شناخته کارډونه لغوه کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۶): د پاکستان دکورنیو چارو وزیر چودري نثار تېره ورځ ددغه هیواد پارلمان ته د وینا پر مهال وویل چې سر له صبا به یو سل او څلور اویا زره شناخته کارډونه دتل لپاره لغوه کړي، ځکه چې د بهرنیانو دي.

چودري وویل تر اوسه پوري درې زره شپږ سوه اوڅلویښت (۳۶۴۰) پیژند پاڼي په خپله خوښه خلګو د پاکستان د «نادرا» ادارې ته تسلیم کړي او خپله يې منلي چې دوي پاکستانیان نه دي، چې له هغو څخه یې ۳۵۷۹ افغانان، ۵۸ بنګلدیشیان او یو هم هندوستانی دی.

باید وویل شي چې د پاکستان حکومت په هیواد کي ټول ټال (۳۵۰۰۰۰) دري سوه پنځوس زره شناخته کارډونه بند کړي دي، چې دهغو له جملې څخه یې ۱۷۴۰۰۰۰ سر له صبا څخه د تل لپاره لغوه کوي او باقي پاتې د راتلونکو دوو میاشتو لپاره موقت فعاله کوي.

باید وویل شي چې د پاکستان د پښتون قوم سیاسي ډلې له ډېره وخته د شناخته کارډ د ویشلو پر ادارې «نادرا» تور پوري کوي چې د قومي تعصب پر اساس باندي یې د پښتنو شناخته کارډونه بلاک کړي دي.

د هغو کسانو لپاره چې د دوه میاشتو لپاره یې موقت شناخته کارډونه خلاصیږي، د هغوی څخه لاندي ثبوتونه غوښتل کیږي:

۱: تر ۱۹۷۸ زیږدیز کال مخکي په پاکستان کي دځمکي ملکیت سند.

۲: له ۱۹۷۸ زیږدیز کال څخه مخکي ددغه هیواد د موټر چلولو لیسنس (اجازه نامه)

۳: له ۱۹۷۸ زیږدیز کال څخه مخکي دکوم قریب ډومیسائل ( دغه هیواد کي د اوسیدلو سند).

۴: ۱۹۷۸ زیږدیز کال څخه مخکي خپله یا دکوم قریب پیژند پاڼه.

۵: ۱۹۷۸ زیږدیز کال څخه وړاندي دکوم قریب له حکومت سره درسمي وظیفې سند.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x