افغانستان

د امریکا ملي امنیت سلاکار وايي طالبانو ته به په افغان ځواکونو ماتې ورکړو / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۶): د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار چې نن کابل ته را ورسیدی، د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې طالبان دي د افغان حکومت سره سوله وکړي کنه دوی به وځپل شي.

نوموړي وویل چې طالبان به وځپل شي، له ډيرو لارو به دوی ته ماتې ورکړل شي، هغه چې د افغان حکومت سره یو ځای کېدل او ګډ حکومت تقویه کول غواړي، زما په فکر هغوی ته به د ګډحکومت دواړه مشران ولسمشر او اجرائیه رئیس ښه راغلاست ووایي.

«اوس ددوی اختیار دی چې څه پرېکړه کوي».

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به طالبانو ته ماتې ورکوي؟ نوموړي وویل چې امریکا به د افغانستان ځواکونه تقویه کوي.

د امریکا د ولسمشر سلاکار «مک مسټر» په داسي وخت کې د افغانستان څخه لیدنه کوي چې درې ورځي وړاندي امریکا د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ باندي د اتومي بم وروسته تر ټولو غټ بم چې د ټولو بمونو مور ورته ویل کیږي، استخدام کړ.

نوموړي د پنجشنبې ورځي د ستر بم غورځولو په اړه وویل چې د امریکا پوځونه د افغان ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد هر ورځ جګړه کوي، دوی ته به ماتې ورکړل شي.

نوموړي همداراز د پاکستان څخه غوښتي چې په افغانستان کې خپلې ګټې د سیاست او سولې له لاري تر لاسه کړي، د نیابتې جګړې څخه دي لاس واخلي، په دې کې به ددوی ګټې هم خوندي وي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار د افغانستان څخه د لیدني وروسته پاکستان او هندوستان هم سفر کوي تر څو نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته راپور ورکړي.

ټرمپ تر اوسه د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره نه ده روښانه کړي، تمه کیږي چې د ملي امنیت د سلاکار د سفر وروسته امریکا د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.

ددې تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وه چې ددوی اداره به د طالبانو سره سولې ته لومړیتوب ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

حیرانوونکی !!!!! مک ماستر حیرانوونکی او د لیونو یا نشه توکو روږد شوو په شان خیالی ډزی کړی چه طالبانو ته به د افغان ځواګونو په واسطه ماتی ورکوی که دا کار ممکن وو د دی ماتی ویاړنه د امریکا او ناتو فوځونو به دغه تیره یوه نیمه لسیزه کی تر لاسه نه کړه تر دی چه سوپر پاوری یی په ذلیل پاوری حالت کی ده . د اچین بم غورځیدل د امریکا جنګی مورال نور هم راښکته کړو چه د یو څو به خبل لاس جوړو شوو داعشیانو د پاره د بمونو مور ( مس ډیسترکشن ) کوم چه… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

این گز و این میدان! و توصیه من به کل بچه اجیر نظم نوین شیطان جنرالک مک ماستر این است که افغانستان را ترک کنید و اگر افغانستان را ترک نکنید افغانستان قبرستان امپراتوری ها است و آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین طالبان هیچگاه باغلامان اجیر دست نشانده تان مذاکره نمی کنند و نخواهند کرد و اگر جنگ میکند پس از غلام بچه های اجیر شورای نظار، حزب سلامی و اوباشان را سپر و بازو اجیر برایتان استخدام نکنید و خود قوم سفید در مقابل افغانهای مسلمان جنگ روبرو کنند  در قرن نزدهم ابرقدرت جهانی بریتانیا صلیبی در جنگ با… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x