ګډ حکومت ولي د امریکايي جنایاتو مدافع دی؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وروسته تر دې چې امریکايي ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بمونو د مور په نوم تر ټولو لوي بم وازمایو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یو زیات شمیر ولسي شخصیتونو او سیاسیونو د دې بمې آزموینې په وړاندې غبرګون ښکاره کړ.

خو د ملي یووالي په نوم د ګد حکومت چارواکو د دغه ولسي غبرګون په وړاندې حساسیت وښود آن تر دې چې اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله خپل سلاکار محمد داوود اساس له دندې ګوښه کړ.

ښاغلي اساس له رسنیو سره په خپلو څرګندونو په افغانستان کې د امریکايي بم آزموینه غندلې او هغه یې د افغانستان پر خاورې تجاوز بللی و.

که څه هم چې د ګډ حکومت چارواکي وايي چې دا بم آزموینه له دوي سره په قبلي توافق تر سره شوې ، خو پر هغې باندې د ځینو لوړ پوړو دولتي چارواکو نیوکې دا څرګندوي چې هغوي په جریان کې نه و اچول شوي.

ځکه په پاکستان کې د ګډ حکومت سفیر او د ولسمشر غني خاص استازی ښاغلی عمر زاخېلوال هم د ګډ حکومت د رسمي ممثل په حیث پر یادې بم کارونې نیوکه کړې او هغه یې د افغانستان د ځمکني تمامیت خلاف عمل ګڼلی.

دا چې د ښاغلی زاخېلوال په کچه مهم دولتي چارواکی د امریکایانو پر دې عمل نیوکه کوي او هغه غندي ښکاره خبره ده چې د ده حکومت د بم آزمایلو له قبلې اطلاع څخه ناخبره ساتل شوی ځکه ده ته هم پر وخت په قناعت ورکولو کې پاتې راغلی.

دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې د امریکایانو له لوري دغه ډول پوځي آزموینې په ښکاره د افغانستان د استقلال او د هغه د ارضي تمامیت صریح نقض دی، یواځې امریکایان او دهغوي ملاتړی (ګډ حکومت ) دی چې په ډیرې بې شرمۍ سره له دغه ستر امریکايي جنایت څخه دفاع کوي او هغه ته د داعش د له منځه وړلو پرتوګ ور اغوندي.

دا چې ولي ګډ حکومت په دې موضوع کې د امریکايي جنایاتو د مدافع وکیل موقف غوره کړی وجوهات یې ښکاره دي.

همدا امریکایان دي چې ګډ حکومت یې پر ولس تحمیل کړی او د خپلو بمونو او وسلو په زور یې د هغوي له قهره ژغورلی، که همدا نن امریکايي بمونه او وسلې نه وي په هغه ورځ د هغوی تحت الحمایه حکومت سقوط کوي.

همدا لامل دی چې د ګډ حکومت ټول چارواکي په خپل هیواد کې د خپل ولس پر سر له هر ډول امریکايي جنایت څخه دفاع کوي او د هغوی په لاس د خپل هیواد اشغال او خپلو مظلومو هیوادوالو عام وژنه د وخت ضرورت ګڼي.

د داعش وحشت په بشپړه توګه د غندلو وړ ځکه دی چې هغه خپله په افغانستان کې د امریکايي اشغال محصول دی.

افغانان داعشي جنایاتو ته په هغه سترګه ګوري په کومه چې امریکايي جنایاتو ته ګوري.

امریکایان ، د هغوی داخلي ملاتړي او داعش د یوه شیطاني مثلت هغه مرکب عناصر دي چې په افغانستان کې د وحشت ، ترور او جګړې غځولو لپاره یو د بل ممد دي، او افغان ولس ته له همدې ملوثو عناصرو څخه د ځان ژغورنې لپاره د هغوي په مقابل کې له مقاومت او مقابلې پرته بله هیڅ لاره نه ده ورپاتې.



یوه تبصره

  1. دداعشی خوارجو نوی نوی نا پړیتی
    داعشی خوارجو د خپل مزعومه خلافت له آغاز او اعلان نه وروسته بیا تراوسه د قاعده الجهاد تنظیم او بیا خاصکر د طالبانو اسلامی امارت تر بیا بیا لفظی حملی لاندی نیولی دی اوله اسلامی نصوصو نه یی د خپل منحرف فهم له وجهی قسما قسم تورونه پری لګولی لکه د قومیت ، دبهرنیو هیوادونو د استخباراتو لاسپوڅی او دهغوی د ګټو لپاره جګړه کوونکی، له روافضو او ددوی په زعم له صحواتو نه ملاتړ او ورسره خواخوږی، قبر پرستشی یعنی دا چی طالبان ولی زیارتونه نه نړوی او ولی خلک له زیارتونو نه تګ ته نه منع کوی ځکه خلک زیارتونو ته په تګ سره د قبر د صاحبانو عبادت کوی شرکی اعمال سرته رسوی کوم چی په اسلام کښی د توحید د عقیدی منافی اعمال دی او په انجامولو سره یی دا کسان د اسلام له عقیدی نه خارج او دحجت له قیام نه وروسته مباح الدم ګرځی نو بنا دا چی طالبان دا کسان له دهغو اعمالو نه را ګرځوی نو دوی هم پدی ګناه کښی له دوی سره برابر شریک دی او د همدوی په شان مباح الدم او العیاذبالله مرتد دی، دخپل د فعالیت په سیمو کښی د مخدرو توکو لکه کوکنارو، حشیشو او داسی نورو کښت ته اجازه ورکول او کښت کونکو ته یی څه نه ویل او په کښت یی په غیر مستقیم ډول د ټکس اخیستل او داسی نور ناروا او له اسلامی نصوصو نه د منحرف فهم نه راولاړ شوی تورونه چی د ورځی په تیریدلو سره یی د درواغو په بنیاد په لست کښی اضافوالی راځی کوم چی ټول عینا هغه تورونه دی چی د کفارو او دهغوی د لاسپوڅو له خوا په طالبانو لګول شوی اوپدی تورونو کښی یی د اوس لپاره ښکیلدل بی له دی چی د کفارو استعمار ته په اسلامی نړی کښی د اوږدیدلو زمینه برابره کړی بله هیڅ فایده نده پری مرتبه د کوم چی ځواب زه غواړم پدی مختصره جمله کښی ورکړم هغه دا چی طالبان اوس له لاسپوڅی نظام او کفارو سره د جنګ او جګړی په حالت کښی دی پدی شیانو کښی یی د اوس لپاره ښکیلدا هغه هم چی جګړیزه بڼه غوره کړی سراسر ددوی په نقص او د لاسپوڅی نظام او کفارو په ګټه ده او د هغوی ملاتړ کوونکی زیاتوی ځکه د اسلامی شریعت د تطبیق لپاره په افغانستان کښی د تمکین شرایط ندی برابر او هغه تمکین چی داعشی خوارج یی عنوانوی هغه په هیڅ صورت تمکین نده او داددوی له اسلامی نصوصو نه په منحرف او کوتاه فهم دلالت کوی هو طالبان د وعظ او تبلیغ تر کچی چی څومره یی په وس رسیږی او امکانات یی وی کولای شی چی په قانع کوونکی او احسن وجه خلک لدی کارونو راوګرځوی او اضرار یی ورته بیان کړی ولی له زور په اوس وخت کښی کار نشی اخیستلای ځکه دا یی په اوسنیو شرایطو کښی سراسر په تاوان ده زه داعشی خوارجو ته وایم چی که طالبانو د خپل د تیر شوی واکمنی په وخت کښی په کوم کښی چی د تمکین شرایط تر ډیره مکمل شوی و ددی کارونو مخه نه وای نیولی نو بیا ستاسو دا پورته ټولی ادعاوی ددوی پر ضد سمی وی او مونږ هم با وجود ددی چی تاسو خالص خوارج یاست ستاسو ملاتړ کاوه اما مونږ په تیری واکمنی کښی د تمکین د شرایطو د پوره کیدلو په صورت کښی عملا ولیدل چی طالبانو هم قبر پرستشی منعه کړه هم یی اسلامی حدود تر ډیره حده په صحیح شکل اجرا کړل او هم یی د نورو ټولو نارواوو او حرامو لکه د کوکنارو د کښت او داسی نورو مخه ونیوله نو بنا نور له دی نارواوو نه لاس واخلی او بی ځایه تورونه او تهمتونه مه لګوی کنی نور به مو هم په ذلت او فضحیت باندی تمام شی تاسو خو یو وار پریږدی چی طالبان کفارو او ددوی لاسپوڅو ته په افغانستان کښی په تمامه معنا ماتی ورکړی او لدی ځایه یی ټغر په ټوله معنی ټول کړی که بیا یی اسلامی شریعت او حدود جاری نه کړونو بیا به مونږ ستاسو سره یوځای ددوی ګرایونونو ته لاس واچوو.او نور خدای ته وګوری د صحیحی عقیدی او خالص توحید لاپی او باټی مه وهی ځکه خالص توحید او سوچه اسلامی عقیده باید تاسو دامام ابوحنیفه له فقه اکبر او دامام طحاوی د عقیده الطحاوی له کتاب نه زده کړی نه د ابن عبدالوهاب له منحرفو او تکفیری کتابونو نه. وسلام
    دنن ټکی آسیا له محترمو چلونکو خواهش کوم چی زما دا تبصره په خپل سایټ کښی د لیکنی په شکل نشر کړی مننه.
    اخوکم فی الله محمد حذیفه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.