ارشيف

ګلستان: قومي جرګه په خونړۍ شخړه بدله شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۶): دبلوچستان ایالت ګلستان ولسوالي کې دیکشنبې به ماښام دخپل منځي غلط فهمیو او تېروتنو دلري کیدو په موخه جرګه روانه وه، چې دبحث د اوږدوالو او لفظي جنجال څخه وروسته دجرګې برخه والو یو پر بل باندي ډزې کړي، له سیمې څخه امنیتي کسانو رسنیو ته ویلي چې دبرید له امله دقومي مشر حاجي لالا بادیزي د زوي په شمول درې کسه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

ویل کیږي له برید او خونړۍ شخړې څخه وروسته سیمه کې حالات ترینګلي شوي، پولیس او نور دولتي چارواکو د حالاتو د کنټرول په موخه سیمه کلابنده کړې او پېښه کې دککړو کسانو دنیولو هڅې يې پیل کړي دي.

باید وویل شي چې د بلوچستان ایالت ګلستان سیمه چیري چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دمشر محمود خان اچکزي کور هم دی له ډېره وخته د خپل منځیو جګړو او شخړو مرکز بلل شوی او د پښتنو د یوه لوي قوم د دوو ټبرونو حمیدزیو او غبیزیو ترمنځ د خپل منځي شخړو په ترڅ کې بې شماره خلګ وژل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د