نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲۹ برخه)

 دوه کسان، یو د غزني او بل د کونړ و، د یوه د واده پنځه ورځې او د بل اوه ورځې کېدې، چې نیولي یې وو، ملګرو به ټوکې ور سره کولې، چې تاسو د کور آزار وهلي یاست! تاسو ته چا ویل چې د واده په دې لومړیو ورځو کې بهر ته را ووزئ! کم تر کمه یوه میاشت خو به په کور پاتې کېدئ!

  هغه د غزني ځوان ویل چې زه یې کله کابل ته راوستم، یو ریاست ته یې بوتلم، نه پوهېږم چې د استخباراتو کوم ریاست به و، د وهلو پیل یې را باندې وکړ، یو کس به راغی، په سوکانو و لغتو به یې وهلم، زما لاس تړلي وو، بیا به بل راغی، له سهار نه یې چې وهل راباندې پیل کړل تر مازدیګره یې ووهلم!

 په پای کې یې ډېر تنګ کړم، حوصله مې ختمه شوه، په تړلو لاسونو مې په دا کوم کس پسې چې وهلم به یې ور منډه کړه، بیا به یې وخندل، وايي د بې غیرته زوی وبېریدی او راڅخه وځغاستی، زه يې ډېر تنګ کړم.

  سبحان الله ما ویل دا ځوانان وګورئ! نه څوک پیسې ور کوي، نه د میاشتې معاش ور کوي، خو بیا هم تر خپل ځان تېرېږي او هم تر خپل کور او اولاد، ددې مطلب دا دی چې مجاهدین د خپلې پاکې او ټينګې عقیدې پر بنیاد را پورته شوي، د خپل اسلامي او افغاني مسولیت د احساس له وجې را پورته شوي، ددښمن ناکردې، ظلمونه اووحشتونه هره  ورځ په خپلو سترګو ویني، دېته اړتیا نشته چې څوک یې د کفارو مقابلې ته وهڅوي، په خپله هر څه د سر په سترګو ویني، په خپله د خپل عقل په رڼا کې پوهېږي چې له دې وحشیانو سره باید څه ډول چلن وشي؛ ځکه خو هغه د واده لومړۍ شپې چې دهر انسان په ژوند کې تر ټولو مهمو او خوږې شپې وي، دوی هغه هم په کور نه تېروي، د واده تر دې خوږو شپو د جهاد دسنګرونو ګرد او خاورې خوند ور کوي!

  دا په داسې حال کې چې مقابل لوري ته دښمن میاشتني معاشونه ور کوي، ډول ډول خوراکونه ور کوي! شپه او ورځ ورته لګیا وي،  جنګ او جګړې ته د تیارېدو لپاره ډول ډول دوراغزنې انګېزې ور کوي، خو له دې ټولو سره سره بیا هم د زړه له اخلاصه جګړه نشي کولی؛ ځکه چې هدف نه لري؟ د څه لپاره به دوی ځانونه وژني؟ په دې هر مسلمان که څه هم چې ناپوه وي پوهېږي چې د کفر په څنګ کې، د کفر په وسله او د کفر په پيسو، بلکې د کفر په امر د مسلمان وژل څه رنګه معقول او روا کار کېدای شي!

   یو بل ملګري ویل چې ریاست نود ته یې داسې یو کس له کندهاره راوستی و، چې په همدې شپه یې ډولۍ ورته راوړه، خلک روان وو، دی هم ورسره و، د ناولې کلي ته، چې ناوې راوړي، په همدې وخت کې امریکایانو او  ور سره داخلي ملګرو یې ونیو او زندان ته یې بوتلو.

 په همدې خونه کې د میدان یو کس را سره وو، متشرع سړی و، هغه زمونږ خدمت به یې چې کولو نجیب الله، هغه به ډېر ور سره کېناستو، مجلس به یې ور سره کولو، مونږ دا کس نه پېژندو چې څوک دی، یوازې دومره پوهېدو چې د طالب په تور به یې راوستی وي، یوه ورځ نجیب الله ویل چې دا کس د میدان دی، او ځان د حزب اسلامي کس ګڼي، او وايي چې په همدې نامه یې راوستی یم، مونږ ورته ویل چې هر څوک چې دی، څه یې کوو، خو بحثونه مه ور سره کوه، ځکه دلته زندان دی، ټول د یو دښمن په لاس کې یو، ښه نه ده چې اوس بیا په خپلو منځو کې د طالب او حزبي په نامه بحثونه سره کوو، ده ویل: زه بحثونه نه ور سره کوم، خو دی داسې وايي او هغسې وايي، مونږ ویل دی دې وايي ته په دې اړه هېڅ خبره مه ور سره کوه، او که ضرورت نه و، بالکل مه ور سره کښېنه!

بله ورځ نه پوهېږم چې په څه ډول او له کومې لارې د طالبانو او حزب بحث را منځ ته شو، په دې خونه کې تقریبا تر پینځه ویشتو پورې کسان وو، یوازې ده د حزب په نامه بحثونه کول، خبره اوږده شوه، آخر ما هم یو څو خبرې ور سره وکړې، هغه بل ملګري هم ور سره وکړې، مګر ده خپله خبره ټېنګه نیولې وه، په هېڅ صورت له خپلې خبرې نه تېرېدو، ما ملګرو ته ویل چې پرېږدئ، بحث مه ور سره کوئ، بحث ګټه نه لري، کله به مې یو ملګری، کله بل ترې را ایسار کړ، مګر نه دی درېدو، او نه زمونږ نور ملګري، ده نادره دا وکړه وايي څه وخت مخکې ملا برادر آخوند د پاکستان اسلام آباد ته راغلی و، هلته د اسلام آباد په نړیوال پوهنتون کې زمونږ د حزب اسلامي محصلین یې هم لیدو ته ورغلي وو، هغوی ملاقات ور سره کړی وو، ما چې دا خبره واورېده، ما ویل پرې ږدئ په دې غریب کار مه لرئ، مونږ یې دا ژړل، دا ده اوس یې بله نادر وکړه، وايي څه وخت مخکې ملا برادر آخوند له یوه تلویزیون سره مرکه کړې وه، په تلویزیون کې را ښکاره شو، د کندهار یو ملګری چې مخکنی مجاهد و، هغه ورته ویل چې تا خپله ولید؟ وايي هو! هغه ورته ویل قسم ده که دې لیدلی وي، درواغ وايې، هغه ویل نه ومې لیدو! ده ورته ویل چې ته یې یو څو نښې نښانې ووایه! څنګه سړی و؟ پنډ و؟ نری و؟ بڼه او شکل یې څه ډول وو؟ ده ویل نه یې وایم، ما هغه ملګري ته ویل چې پرېږده دا غریب څه کوې چې اوس تورې سپینې ور سره کوې! ګټه نه لرې، دا هسې لګیا دی، ده پټ ما ته ویل، وايي زه ملا برادر پېژنم، ما هغه له نېږدې لیدلی، خو دی دومره لوی درواغ وايي! دا دي اوس یې نښې هم نشي ویلی؛ ځکه چې لیدل یې نه دی!

 آخر یې بیا هغه ځوان ته ویل چې ته خو یې یوه نښه را ته وښیه، ما ملابرادر لیدلی دی، چې ته رښتیا وايې او که درواغ؟ ده ویل بس همغسې دی چې تا لیدلی دی! آخر ما هغه ملګری تر لاس را ونیو، ما ویل پرېږده، له دې سړي سره بحث ګټه نه لري، ددې پر ځای هلته لږ ذکر وکړه. په ډېر تکلیف مو له اشرف سره شروع شوی بحث پای ته ورسولو!

 بیا له دې خونې سره جلا شوو، دوه میاشتې وروسته مې د پایوازۍ په ځای کې یو کس شناخته غوندې تر سترګو شو، هر څو چې مې فکر وکړ، په ځای مې رانشو وړای! په فکر کې شوم چې دا کس څوک دی، مخ او سترګې خو یې شناخته را ته ښکاري، خو چې ما لیدلی چېرته دی؟ له لږ فکر وروسته مې ذهن ته راغی چې دا خو اشرف دی! خو دلته هغه اشرف په بله بڼه و، هغه اوږده ږیره یې اوس هسې پر مخ ښکارېده، په بیخ یې لنډه کړې وه!

 په زندان کې یوه آوازه خپره شوې وه، چې هر څوک محکمې ته په اوږده ږېره کې ورشي ،قاضیان زیات قید ور کوي، او چې ږیره ور ته لنډه او یا وتراشي بیا ګوزاره ور سره کوي، ځکه خو به ډېرو چې محکمه به یې را لنډېده دا لوبه به یې کوله، ږیره به یې ور ته لنډه کړه.

 یو کس کیسه کوله، وايي کوم قاضي یو بندي په لومړۍ محکمه کې لیدلی و، چې ښه لویه ږیره یې وه، خو په دوهمه محکمه کې یې بیا ږیره لنډه کړې وه، قاضي ترې پوښتلي وو چې دا ږیره دې ولې لنډه کړې؟ او قاضي په دې جریان خبر و، چې د بندیانو تر منځ دا ډول آوازه خپره شوې ده، بندي ځواب نه و ور کړی، قاضي ورته ویلي وو چې که دې ږیره وای اوس به مې قید درته کم کړی وای، خو چې ږیره دې له دې وجې چې قید به دې کم شي لنډه کړې، اوس به زه قید درته زیاتوم. ما ویل کېدای شي اشرف هم په همدې هیله دا کار کړی وي. والله اعلم.

د یادونې ده چې ما په ټول زندان کې یوازې او یوازې همدا یو کس ولید چې ځان یې د حزب مربوط ګڼلو، نور ټول چې څومره بندیان وو، ټول د طالب په جرم  نیول شوي وو.  

 په همدې خونه کې زه سخت ناروغ شوم، د ګېډې تکلیف را ته پیدا شو، که څه هم چې په دې دهلیز کې په نسبت هغو دوه نورو مخکنیو دهلیزونو ته اودلاسه ته د تلو لپاره یو څه ښه وو، خو بیا هم مشکلات وو، قانون خو یې دا و چې پرته له خپل نوبت څخه به بندي ته اجازه نه ور کول کېږي، هره خونه به په خپل نوبت د اولادسه او نور ضرورت لپاره ځي، خو باشیانو یو څه آساني کوله، په ځانګړي ډول د سهار د اوو، اتو بجو په شاوخوا کې، ځکه په دې وخت کې به بندیانو چې لمونځ وکړ، نور به سره بېده شول، ځینو ځینو به د لمر تر راختو یا تلاوت کولو، یا به یې څه ذکر کولو، د اشراق له لمانځه وروسته به هغوی هم بیده کېدل.
په دې وخت کې د ټولو خونو نوبت پای ته رسېدو، له همدې کبله به ځینو بندیانو دا وخت غنیمت ګڼلو، په همدې وخت کې به يې خپلې جامې وینځلې، او ځينې ځینې چې به سره ملګري وو، او په همدې یو دهلیز کې به وو، هغوی به بیا کوشش کولو چې په همدې وخت کې خپلې جامې ووینځې، هم به یې جامې ووینځلې او هم به یې له خپل ملګري سره لیده کاته وشول، معمولا به په دې وخت کې مسول باشي هم څه نه ویل، که به یې په حمامونونو بندیان ولیدل چې یو له بل سره خبرې کوي، څه به یې نه ویل، خو له کارمندانو څخه یرېدل، کله به که کوم کارمند په دې وخت کې راتلو، باشي به مخکې له مخکې بندیانو خونو ته ننویستل، او ورته ویل به یې چې اوس کارمند راځي، ما ته هم مشکل جوړېږي او تاسو ته هم مشکل جوړېږي، ځئ خونو ته ننوزئ، په بندیانو کې هېچا ددې زړه نه درلود چې نه، ووايي، ځکه هلته داسې یوه د ډار او وحشت فضا وه، چې له بندي سره د هر ظلم او زیاتي د کېدو احتمال و!

خبره را نه اوږده شوه، په همدې دهلیز کې یو ځوان لوړ باشي و، فکر کوم د لوګر ولایت و، خو نهایت ځوانمرده سړی و، د ټول دهلیز بندیانو به دعاګانې ورته کولې، او ده به هم څومره یې چې وس کېدو، له هر بندي سره ښه او نېکه رویه کوله.

د ده په نوبت کې به هر بندي چې وغوښتل اوداسه او یا دضرورت پوره کولو لپاره حمام ته لاړ شي کولی یې شوای، په ځانګړي ډول د سهار پر مهال، کله کله خو به داسې هم پېښ شول، چې ملګري به ټول بیده و، یو یا دوه کسان که به ویښ وو، ده به سر د وره له وړې دربچې را ښکاره کړ، او غږ به یې وکړ: څوک خو به اودس نه کوئ؟ هغه څو ک به چې ويښ وو، هغوی خو به سمدستي ور منډه کړه، ځینې ځینې بیده به هم را ویښ شول، هغوی به هم ور پسې شول، اودسونه به یې تازه کړل!
نوموړي ځوان به له ما سره هم ډېره ښه رویه کوله، کله چې خبر شو، چې ناروغ یم، د ده په نوبت کې به مې چې هر وخت غږ ور  وکړ، یا به کوم بل ملګري غږ ورته وکړ چې دا ملګری اودس کوي، سمدستي به یې دروازه خلاصه کړه، ما خپله ډېرې دعاګانې ورته کولې، بلکې ددې دهلیز ټولو بندیانو به دعاګانې ورته کولې او الله جل جلاله بیا زر خلاص هم کړ!

ملګرو ویل چې په کومه موسسه کې ډریور و، له طالبانو سره د تړاو په تور یې راوستی دی، خو ښه وه محمکه یې وشوه، څه شی نه وو پرې ثابت شوي، له محکمې وروسته خلاص شو!

 خو د نورو باشیانو په نوبتونو کې به سخت په تکلیف وم، ځکه د ګېډې ناروغي خو وخت ناوخت نه غواړي، هر وخت سړی تکلیفوي، ما به چې ورته وویل چې زه اوداسه ته ځم، او ناروغ یم، دوی به ویل صبر کو! صبر کو! په صبر کو، صبر کو به یې له پښو وغورځولم! یوازې زه نه، بلکې هر ملګری به چې د ګېډې په ناروغۍ اخته شو، له همدې ډول ستونزو سره به مخ وو! الله جل جلاله دې هېڅ انسان په زندان کې او هغه هم د داسې وحشیانو په زندان کې په دا ډول ناروغۍ نه اخته کوي! ….

نور بیا

 عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني د نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x