افغانستان

د بغلان جګپوړی امنیتي چارواکی د طالبانو په برید کې وژل شوی / انځور

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۶): د بغلان ولایت د نظامي عملیاتو د همغږۍ عمومي مرکز مشر برید جنرال عبدالحی عطايي د طالبانو په کمین کې د یو شمېر نورو عسکرو سره وژل شوی دی.

نوموړی نن سهار د بدخشان ولایت څخه بغلان ته پر لاره وو چې د کندز ولایت د خان اباد په ولسوالۍ کې پر عمومي سړک د طالبانو د کمین سره مخ سو چې له امله یې نوموړی د ۴ تنه عسکرو په ګډون ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د پيښې مسؤولیت په غاړه واخیست او وې ویل چې په دغه برید کې طالبانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

مجاهد وویل چې د برید جنرال عطائي د شمال زون د هماهنګۍ عمومي قومندان وو، د نوموړي په شمول ۴ تنه عسکر مړه او دوه نور ټپيان شول.

د بغلان او کندز چارواکو د پيښې تایید کړی خو تر اوسه یې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم په پېښه کې د نورو وژل شویو عسکرو هویت او شمېر څرګند کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x