نړۍ

اردوګان ټولپوښتنه کي بریالی سو، د ترکیې په نظام کې نوي بدلونونه څه دي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ وري، ۱۳۹۶): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د واک د انتقال لپاره په تاریخي ټولپوښتنه یا ریفرینډم کي بریالی سوی، نوموړي خپلو پلویانو ته په ټولپوښتنه کي د بریالیتوب مبارکي ویلي او دایې یوه تاریخي بریا بللي.

د ترکیې ولسمشر په هیواد کي د ضعیفو ایتلافي حکومتونو د رامنځته کیدو د مخنیوي، د امنیتي ستونزو د حل او د بهرنیانو د لاسوهني د پای ته رسولو لپاره دغه ټولپوښتنه مهمه بللي وه، نوموړي تر ټولپوښتنې وړاندي اټکل څرګند کړی و چي هرومرو به بریالی کیږي.

د تېري ورځي په ټولپوښتنه کي ۵۱.۴ خلکو د تایید او ۴۸.۶ خلکو د رد رایه کارولي وه.

د ټولپوښتنې وروسته به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان په هیواد کي پارلماني نظام ختم او پر ځای به یې ریاستي نظام غوره کړي، لومړۍ وزیر به لیري سي او پرځای به یې د ولسمشر لپاره یو یا دوه مرستیالان وټاکل سي.

تر ټولپوښتنې وروسته دا په ترکیه کي د مصطفی کمال «اتاترک» او عصمت انونو وروسته تر ټولو پراخ اختیارات دي چي د ترکیې ولسمشر ته ورکول کیږي، کارپوهان په دې اند دي چي اردوګان به د ۲۰۲۹ میلادي کال پوري پر واک باندي پاته سي.

مخالف جمهوريپال – خلق ګوند ټولپوښتنه ننګولې، دوی د ۶۰ سلنه رایو یوځل بیا شمېرنه غواړي.

مخالفینو د ټولپوښتنې د منونکو او ردوونکو د شمېر نژدېوالی او د ټولپوښتنې قانونيوالی تر پوښتنې لاندې راوستلي دي، دوی همدارنګه وایي چي په اساسي قانون کې د ولسمشر د واکونو زیاتول به دیکتاتورۍ ته لاره هواره کړي.
د مخالف ګوند غړي لارو او کوڅو ته راوتلي او په لاریونونو یې لاس پوري کړی دی.

په نوي قانون کي ځیني وړاندیز سوي بدلونونه:

  • د ولسي جرګې د غړو شمېر به له ۵۵۰ څخه ۶۰۰ ته لوړ سي.
  • د ولسي جرګې ټاکنو کې پخوا ۲۵ کلنو ځانونه نوموای شول، خو د نوي قانون له مخې به عمري معیار ۱۸ کلونو ته راټیټ سي.
  • ولسمشر د دولت د جوړولو مسوول دی او د وزیرانو پر ټاکلو سربېره خپل مرستیال یا مرستیالان هم ټاکي.
  • د ولسمشر بې پريتوب له منځه ځي او هغه کولای سي د ګوند غړی سي.
  • د ولسي جرګې په نیمو موافقو رایو ولسمشر استیضاح کېدای سي، د دولت استازي د ولسي جرګې پر وړاندي مسوول ځواب ویونکي نه دي.
  • ولسمشر به د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې پر کړنو د څار بشپړ واک لري.
  • د ولسمشر او پارلمان غړو کاري دوره چې مخکې څلور کاله د نوي قانون له مخې به پنځه کاله سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x