
پاکستان: له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره څلورکسیز پلاوی وټاکل شو
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د پاکستان په ولسی جرګه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د دې پلاوی ټاکل د سولې لپاره وروستۍ موقع وبلله. د ده په خبره نور نو ترهګري بریدونه نشي زغملی او د سولې لپاره به ټوله هڅه وکړي.
نوازشریف دغه څلورکسیز پلاوی له طالبانوسره د خبرو لپاره ټاکلی:
ژورنالیست رحیم الله یوسفزی
ژورنالیست عرفان صدیقي
متقاعد جګړن عامر
پخوانی ډيپلومات رستم شا مومند.
د نوازشریف په خبره د چارو د سمون لپاره به د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په جریان کې وي او دی به پخپله پروسه څاري.