له يوه دولتي کارمند سره د زړه خواله

 امين وردګ
له يوه دولتي (لوړ پوړي) مامور سره مخ شوم ، له جوړ پخير وروسته سياسي موضع منځته راغله !
ما ورته وويل چې : الله پاک موږ ته قهريدلى دى ؛ ځکه يې داسې مفسد نظام او ظالم حاکمان را باندې مسلط کړي !

مامور سم له لاسه خبره را غبرګه کړه او راته وايي چې : ته چهرتاً ښه او هوښيار سړى برېښې ؛ اما خبره دې بوينه وه ؟

زه : بلې … خوشبويي له بدبوييو سره بوينه ښکاري !

مامور : ستا څه قسم نظام خوښيږي ؟

زه : اسلامي!

مامور : آيا د افغانستان اوسنى نظام اسلامي نه دى ؟

زه : نه

مامور : ته طالباني نظام ته اسلامي نظام وايې ؟

زه : نه ! : بلکې اسلامي نظام په خپله يو ځانګړى شکل لري ؛ چې هغه مطابق د قرآن او حديثو جوړ شوى دى !

مامور : ((خو طالبان هم داسې نظام غواړي !)) نو بس ته هم د طالبانو نظام غواړې ؟

زه : طالبان نه وو چې دا (اسلامي قانون) موجود ٶ !

مامور : ((داسې طالباني نظام ؛ چې ته يې غواړې ناکام دى))

زه : هو … ځکه چې ډېرى خلک تش په نوم مسلمانان دي !

مامور : اوس د دې وخت را رسېدلى دى چې ؛ د تورې پر ځاى قلم ته لاس کړو !

زه : اما تاسو خو د قلم پر ځاى تورې چلوئ ، هغه هم په ناحقه ؟

مامور : پوه نشوم ؟

زه : دا کفري نړۍ (ستاسو د وحشي قومندانانو او مشرانو په ملتيا سره) ولې بې ګناه انسانان وژني او بنديانوي يې ؟

مامور :(بچم پيشتر ګفتم کې طالب استي)

زه : ګوره مامور صيب !

زه طالب مالب نه يم ؛ هسې چې د حق خبره وکړم نو طالب رانه جوړ شي ؛ داسې ښکاري چې دا طالبان (پر حق دي ؟)

مامور : طالبان د امريکې او پاکستان روزونکي دي ، هر جنګي طالب ته د مياشتې (3000) ډالره تنخوا ورکوي !

زه : څه وايې ؟

مامور : به خدا قسم!

زه : نو دا عساکر بيا ولې طالبانو ته نه ورځي ؛ هغوى ته خو آمريکايان صرف (10000) افغانۍ تنخوا ورکوي ، هغه هم پر خپل وخت

نه ؟

مامور : عسکر د چا غلامي نه کوي ؛ يوازې د افغانانو له ناموس ، خاورې ، او دين څخه دفاع کوي .

زه : اما دا درې واړه خو مو اوس له لاسه وتلي ؛ بې ناموسي خو همدې خلکو راوړه او اوس اوج ته رسېدلې ؛ خاوره خو اشغال وه
مګر اوس خو مو هغه ده رسماً ورسره قرارداد هم کړه او دين خو هسې پرېږده : ځکه چې اساسي قانون مو لا له اسلام سره ټکر دى !

مامور : به خدا تو طالب استي

زه : ما مخکې درته وويل مامور صيب !

مامور : اساسي قانون د قرآن مطابق جوړ دى ، ته تر قيام الدين کشاف ، پرفيسور برهان الدين رباني ، شيخ الحديث استاد
سياف ، پرفيسور حضرت صبغت الله مجددي ، پير سيد احمد ګيلاني ، نورو جهادي رهبرانو ، جهادي قومندانانو او ديني علماوو څخه پوه نه يې !

زه : خو هغوى سره له پوهې هم اسلام ، جهاد او اسلامي قوانينو ته شا کړه !

مامور : (اسلام که شما ميخواهيد اسلام نيست )

زه : مګر موږ خو کوم نوى اسلام نه غواړو ؟

مامور : تاسو اسلام نه بلکې وحشت غواړئ ؛ تاسو د بين المللي قوانينو خلاف عمل کوئ ؛ مسلمانان وژنئ ، ښځې په تيږو ولئ ،
ښځې درسونو ته نه پرېږدئ ، په کورونو کې يې بنديانوئ ، له چاسره يې نه پرېږدئ ؛ چې حتى ورسره و هم خاندي ؛ تاسو په خپلو ښځو باور نه لرئ : ځکه يې يوازې بيرون ته نه استوئ ، تاسو خپلې لورانې مخکې له کوزدې څخه له چا سره دومره هم نه پرېږدئ چې : د خپل راتلونکي ژوند انتخاب وکړي !

تاسو د (عشر او زکات) په نوم له خلکو پيسې اخلئ ، د جهاد په نوم خلک وژنئ ، په آذانونو مو ټول عالم تنګ کړى ، نيمه شپه نارې وهئ ، د غرمې د خوب په وخت کې نارې وهئ ، ځوانان خپلو خوښيو ته نه پرېږدئ ، د خلکو وادونه (چې بايد رقص پايکوبي پکې وشي) تاسو يې د جنازې په شکل لمانځئ ؛ همدا ټول وحشت دى !

زه : استغفرالله !

مامور صاحب دا ټول د الله احکام دي ګوره ! په همدې خبرو باندې ته هم کافر شوې ، توبه وباسه ؟

مامور : بيا هم وايم چې دا وحشت دى نه اسلام ( بلکې که دا اسلام هم وي موږ مسلمانان يې نه غواړو) کافر هغه څوک دى چې

مسلمان ته کافر وايي.

پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.