ټولنیزه برخه

هو، غریب یم خو بی غیرته نه یم (د پند نه ډکه کیسه)

قاري عبدالرشید عالمي

ملنګ د در وازي تر څنګ څادر غوړولي وو،د کچکول شړنګا او د خلکو ګڼي ګوڼي د جمات ښکلا څو چنده کړي وه، سیلانیانو د لرغوني جمات په اړه د ملنګانو پوښتنې کولې او هغوي به په ډير ادب او لیوالتیا ورځوابولي.

يو سور پوستی ، سپین سری انګريز ، چې دی ښار ته د تجارت لپاره راغلي وو، د ملنګ سره څو شيبي کښيناست ، د پټاکيدانې (بټوى) څخه څو سيکي را ووستی اود ملنګ کچکول ته ور واچولي، ورپسی دجمات په لور رهې شو، خو په ناستځاي کې یی کيڅه )بټوه( هيره شوه، دا دی، چی ملنګ پري ور سم شو، بټوه یی را واخیسته تر مازديګره د تجار هيڅ درک ونه لګيد، هغه د جمات په بله دروازه وتلي وو، ملنګ د پيسو ډکې بټوى سره کورته راغی، دومره پيسي په کې وې، چې د ملنګ ټول عمر لپاره بس وو، ښه کاروبار او روزګار پري کيده، خو ملنګ داسي ونه کړل او بټوه یی د کور په يوه خوندې ځاي کې کيښوده.

په دي کې ډيره موده تيره شوه، پوره یو کال وروسته تجار بياپه دي ښار را سم شو، جمات ته راغي، د ملنګ سترګې پري ولګيدي، ورغږ یی کړد غږ سره سم انګريز شاته وکتل ځاي په ځاي هک شو، ملنګ هم ور نيږدي شو، ويل ښاغليه:که وخت لرئ يوڅه مودی لپاره تم شئ، ستاسو يو امانت راسره دي اوس یی درته راوړم،دا بټوه دتجار له ياده وتلي وه، ملنګ د ژمنې سره سم بیرته راغي، انګريز ته يي امانت ورکړ ويل ښاغليه: دا ستاسو بټوه ده پوره يوکال وړاني له تاسو څخه هيره شوي وه او ما په خپل کور کي د امانت په تو ګه ساتلي وه ،انګريز بټوه پرانیسته ، پیسي راوخستي او د عادت سره سم یی وشمارلي، انګريز د ملنګ سپيڅلتوب ته هک پک شو، کله به یی خپلي بټوى ته وکتل او کله به یی د ملنګ شډل لباس، ګګر سر او خيرن څادر ته کتل.

د ملنګ صداقت ته انګريز ګوته په غاښ وو، ملنګ ته وويل: تاسو ډير بيوځله ښکارئ دا بټوه د پيسو ډکه ده کيداشي ستا ټوله بيوځلي در ختمه کړي واي، مناسب کاروبار او تجارت پري هم کیده، ولي مو داسي ونه کړل؟

ملنګ موسکی شو، وويل: الحمدالله زه یو مسلمان يم او ته یو عيسوي يي،هو زه یو غریب یم خو بی غیرته نه یم، که چيرته د قیامت په ورځ ستا پيغمبر عيسي عليه السلام زما غیرتي پيغبر محمد صلی الله علیه وسلم ته ووايي: چي ستا اومتي زما د حواري سره غدر کړي دهغه مال یی خوړلي، په امانت کې خيانت کړي ، حال داچي ته په عربو کې په امين مشهور وي………. چي زما په څير د يوغریب ګدايګر د خیانت له کبله زماخوږ پيغمبر ته داسي خبره کيږې نو بيا ولي خيانت وکړم؟

د دي خبرو په اوریدو سره انګريز سخته اغیزمن شو او په اوچت غږ يي وويل : (لا اله الا الله محمد رسول الله) اود تل لپاره منسوخ شوې عيسوت پريښود او د اسلام مبارک دين ته کډه راوړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x