دیني، سیرت او تاریخ

بې عنوانه!!! شپږمه کړۍ

د ټولنې اداب
د مسلمان په مسلمان یو دا حق هم دی، چې کله ورسره مخامخ شي، نو ورته سلام وکړي، چې دعوت ورکړي، نو دعوت یې ومني، چې غږ ورته وکړي، نو ځواب ورکړي، چې پرنجی وکړي، نو یرحمک الله ورته وايي، که هغه الحمدلله ویلې وي؛ چې ناروغ شي، نو پوښتنې ته یې ورشي؛ که مړ شي، په جنازه کې یې ګډون وکړي، او څه چې د ځان لپاره خوښوي، د نورو لپاره یې هم خوښ کړي. ۲۸

     کور ته د ننوتو په وخت کې کوروالاوو ته سلام واچوئ.
    له خپلو وړو ماشومانو سره مینه کول، په ثواب کې راځي.
    په مجلس کې د چا په خوا پښې مه غځوئ.
    له چاسره چې یو ځای کېږئ، یا ورسره ملاقات کوئ، په پراخه ټنډه ورسره ملاقات وکړئ، او که نری تبسم هم په شونډو ولرئ، نو بهتره او ښه خبره ده.
     له ټولو ښه نومونه عبدالله او عبدالرحمن دي.
    داسې نوم هم مه ږدئ، چې کبر او غرور ترې پیدا شي، او مه داسې نوم ږدئ، چې بده مانا ولري.
    د بې ځایه خبرو په وخت کې اکثره خلک وایي، چې خلک داسې وایي، او اورېدونکی ورته په معتبره سترګه ګوري، نو په دې اساس په خپلو خبرو کې مه وایي، چې خلک داسې وایي، غرض دا چې بې ځایه او بې سنده خبره مه کوئ.
    بد شعر لوستل خو هسې هم بده خبره ده، ښه شعر هم پرېږدئ، که چېرې د دین او  دنیا په کارونو کې مو له کاره باسي.
    د ګناهګارو او بدو خلکو لپاره ډېر د درناوي او لویوالي توري مه کاروئ.
    په ډېر تکلیف سره ژوولې ژوولې خبرې مه کوي. یعنې په خبرو کې له تکلفه کار مه اخلئ.
    په خبرو کې د میانه روۍ څخه کار واخلئ، نه دومره مختصرې خبرې کوئ، چې اورېدونکی پرې پوه نه شي، او نه دومره اوږدې خبرې  چې خلک په تنګ شي او ووېرېږي.
    
د خبرو کولو اداب

د خبرو کولو هم څه اداب دي. او سړي د هغه له خپلو خبرو څخه پېژندل کېږي.
حضرت علی کرم الله وجهه فرمایي: (( انسان د هغه د ژبې شاته پټ وي.))
یعنې تر څو چې خبرې نه کوي، د هغه خامیانې او کمزوریانې پټې وي، غلی اوسېدل یوه ښېګڼه ده، نو په دې توګه دانسان دا ښېګڼه نورو ته په ډېره اسانۍ معلومېږي. ۲۹
 راځئ! چې اوس د خبرو کولو په ادابو وغږېږو…

1.     خبرې اترې تل په نرمه لهجه کول په کار دي، وایي، چې الله په ژبه کې ځکه هډوکی نه دې پیدا کړی، چې دا نرمه وي او نرمې خبرې پرې وشي.
یو عالم او مشر سړی په یوه ځوان دومره غوسه شو، چې هغه ته یې بدې او سختې خبرې وکړئ. هغه ځوان ورته وویل: (( ښاغلیه! تاسو زما د کوتاهۍ( نیمګړتیا) په وجه له ماسره نرمي وکړئ، زه نه له فرعون څخه بد یم، او نه ته له موسی علیه السلام څخه بهتره او ښه یې.))
الله موسی علیه السلام د فرعون خواته ور ولېږه، او ورته ویې فرمایل: (( ته له هغه سره په نرمۍ خبرې وکړه.))
2.    الله چې په نرمي باندې څومره خوښېږي، هغومره په سختۍ نه خوښېږي.
3.    داسې خبره وکړئ، چې یا مو په کې خپله ګټه وي، یا د بل ګټه وي، او یا د ټولې ټولنې ګټه وي، د الله مبارکه وینا ده: (( خلکو سره ښې خبرې وکړئ.))۳۰
4.    داسې خبره باید ونه شي، چې په هغه کې پېغور وي، او یا یې بل واوري، نو ځان ورته کم ښکاره شي.
5.    خبره باید تل رښتیا او حقیقت وویل شي، که ډېر خلک ددې خبرې خیال وساتي، نو د خلکو تر منځ به جنګونه او جګړې کمې شي. دالله مبارکه وینا ده، چې مفهوم یې داسې دی: (( اې دایمان لرونکو! له الله څخه ووېرېږئ، او رښتیا خبره وکړئ، الله به ستاسو کارونه سم کړي، او ستاسو ګناهونه به وبښي. ۳۱
6.    ښه او نرمه خبره کول د صدقي هومره اجر لري.
7.    د بې ځایه خبرو څخه ځان ساتنه د لویۍ او درناوي ښکارندوی ده. انسان چې څه وایي، پرښتې په هغې شاهدې او مقررې وي.
8.    په یوه حدیث شریف کې راځي: (( څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان ولري، هغه ته په کار دي، چې ښه خبره وکړي، که نه نو غلی دې شي.۳۲
9.    ځینې وخت په یوه خبره الله تر قیامته له انسان څخه خوښېږي، او کله نا کله په یوه خبره تر قیامته ناراضه وي.
10.    نبي کریم به ځینې وخت د خلکو د پوهولو لپاره خبرې درې ځله تکرارولې۳۳….. د رسول اکرم خبرې به بالکل ښکاره او واضع وي، چې هر اورېدونکی به پرې پوهېده. ۳۴
11.    خبرې تل لنډې او واضح کول په کار دي، چې په اورېدونکي بوج( بار) نه شي.

د ځنګل قانون

دا دیوه مهذب ځنګل کیسه ده، لکه څنګه چې د هر ځنګل خپله خپله کیسه وي. یا داسې وګڼي، چې ( د چا لښته د هغه مېښه) والا قانون په دې ځنګله کې دی. په دې ډول به په دې ځنګل کې زورور او لوی ځناور په ارام سره اوسېدل. په داسې حال کې چې وړو او کمزور ځناورو به په وېرې او ترس سره ورځ پیلوله، ټوله ورځ به په ډار سره ګرځېدل، او د شپې به یې د خوب او ارام په وخت کې د سلامتي دعاګانې کولې، چې خوب ورشي، او په خپل کور کې په ارام ویده شي.

په دې ځنګله دا وخت د شادیانو پاچاهي وه. شادیانو زمري په څه چل او ول سره ارام طلبه او لټ اموخته کړی وو. نو هغه ځکه د ځنګله په حکومت کې نه زړه لګوه او نه يې ورسره مینه درلوده. نو په دې صورت کې د ځنګل اصلي پاچا د شادیانو د لاس اله وو.

ماشومانو….! اوس مونږ ددې ځنګل په یوه شخصي ټولګي کې داخلېږو، چېرته چې د ځنګل د ځنارو واړه واړه ښایسته بچي سبق وايي. او اغلې(مي مي) اوزه په سترګو سترګۍ ایښې هغوې ته سبق وایي.
(( ګډو…..( سوی)…. ته دا ووایه، چې اوم لوی جنګ(نړېوال جنګ) ولې وشو؟))

(( د ځنګله په تاریخ کې اوم لوی جنګ د سپي او پیشو تر منځ شوی وو، په دې جګړه کې دواړو خواوو ته ډېر مالي او ځاني تاوانونه واوښتل. )) وړوکي سوی دا وویل او غلی شو، نو اغلې ( مي مي) اوزې په لاس ټنګو( فیل) ته اشاره وکړه.
((ټنګو…..! ته ددې جګړې په باره کې ټول تفصیلات ووایه.!))
(( های زه دې مړه شم. دا چیکو(اوزه) وه، چې په ډېر زور یې چغه کړه.))
مس بکري بد مخ جوړ کړ، او د جارج لور ته یې وکتل:
((اغلې…… ددې فیل ځوی زما په پښه خپله پښه ایښې ده.))

ټنګو د جارج پښه پرېښوده، د مسئلې د حل کېدو په صورت کې اغلې اوزې ته وویل:
(( اوس ووایه.))
ټنګو فیل په ویلو شروع کړه:
(( داسې کیسه وه، چې مانو(پیشو) ټوني(سپی) په پنجو شوګارې کړی وو، او ټوني د مانو غوږونه ورته څېرې کړي وو، او بیا له دې وروسته مانو د ټوني د هډوکو په فابریکه کې اور لګولی وو، چې په نتیجه کې دوه سپي په عین وخت کې هلاک(مړه) شول.))

(( نه …… نه.. اور مونږ نه وو بل کړی، دا خبره دورغ ده.)) درې دانې د پیشو بچیانو په یوه اواز د فیل د بچي په خبره کې ور ولوېدل.))
اوس نورو ځناور ته هم دشرارت او ملنډو وخت په لاس ورغی، هغوی د پیشو تقلید کاوه، او میاو میاو یې پیل کړل، نو له ټولګي څخه سم د چنګړیانو بازار جوړ شو.
(( او هو… دا څه مصیبت دی.)) اغلې اوزې خپلې سترګۍ ښکته کړې، او په ویلو یې پیل وکړ……..
(( د پیشو ماشومانو! ټولګي کې تاسو دا څه مصیبت پيل کړي دي، نو تاسې دلته راشي، او ستاسو سزا دا ده، چې دلته راشئ، د ټولګي په مخکې چرګان شئ. او ټنګو فیله! ته خپله خبره جاري وساته.))
(( بله ورځ سپیانو د پیشوګانو د مرغیو ګودام تباه کړ، د دې نه وروسته سنګريز جنګ شروع شو.))
ټنګو لږه اندازه سا واخسته……… توبي هیلۍ او بي چرګ نخري پیل کړې.

اغلې اوزې په ډېر دقت سره چرګ او هیلۍ ته وکتل:
(( دلته راشئ، تاسو دواړه هم چرګان جوړ شئ.))
(( اغلې..! دا خو له مخکې څخه چرګ دی.)) په دې سره ټولو ټولګیوالو وخندل. اغلې اوزې دوی په ډېر تکلیف سره غلي کړل، او ټنګو بیا په خبرو پیل وکړ.

(( له دې جنګه وروسته د شادیانو ډلې له غټو غټو سپیانو او پیشوګانو سره وکتل، هغوی ته یې د جګړې زیانونه بیان کړل، هغوی ډېر کوښښ وکړ، او د ځنګل لوی لوی او خونخوار او څېرونکي حیوانات یې له ځانه سره یو ځای کړل. د ځنګل د پخوانی مشر زمري په حکومت یې قبضه وکړه، او د ((حیوانات متحده اقوام)) یې جوړکړ، او د هغې مشر یې الو په سمبولیکه ډول کیناوه. چې د هغې مرکزي دفتر یې له اووه سمندره اخوا وټاکه.))

(( اقوام متحده حیوانات))( د حیواناتو متحدقومونه). په اصل کې لویو ځناورو د ځان د ګټې لپاره جوړ کړی وو، ځکه د هغوی ټولې ګټې د وړو حیواناتو په خلاف وې. (( د حیواناتو متحد قومونه)) په سلامتي کونسل کې یې پړانګ، فیل، شرمخ(لېوه)، ګیدړ او سورلنډی شامل وو.))
هر یوه د رخصتۍ ټالۍ ووهله، د ځناورو وړو وړو بچیانو د خوښې چغې شروع کړې، په خندا او سندرو له ټولګي څخه ووتل.

ماشومانو……..! تاسو په دې کیسه کې د ځناورو د بچیانو غیر اخلاقي حرکات په ټولګي کې ولیدل… لکه …..
1.    د ټولګي استاد په تنګول…
2.    د استاد پورې ملنډې وهل….
3.    د هغه پېښې کول….
4.    شور ماشور کول….
5.    یو له بل پسې ملنډې او خندل….
6.    د چا په خبره کې ور ولېدل….
7.    د ښوونځي په رخصتۍ کې شورماشور او ګڼه ګوڼه جوړول….

ماشومانو! تاسو ته په کار دي، چې له دې ټولو کارونو څخه ځانونه وساتئ، ځکه چې دا د انسانانو حرکتونه نه دي، ښه خلک هغه دي، چې له دې ډول کارونو څخه ځان وساتي، او خپل ملګري هم پوه کړي.
پاتې لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x