ټولنیزه برخه

افغان ستوری حافظ ابن حبان

عبدالحمید”اخندزاده”

امام علامه حافظ محمد بن حبان بن احمد بن حبان بن معاذ بن معبد بن سهیل بن هدیه بن مرة بن سعد بن يزيد بن مرة بن زيد بن عبد الله بن دارم بن حنظلة بن مالك بن زيد مناه بن تميم الدارمي أبو حاتم البستي القاضي شیخ خراسان، کنیت يې ابي حاتم نسبت يې د هلمند د بست علقې ته کیږي.

نوموړی عالم په ۲۷۰ هق بست ښار کې پيداشوی، ستر محقق شعیب ارناووط ویلي چې حافظ ابن حبان په اصل کې عربي دتمیم د قبېلې څخه دی، تولد يې په سجستان بست علاقه کې شویدی ( بست داوسني افغانستان د هلمند د ګرمسېر ولسوالی په نامه یادیږي) بست هغه ځای دی چې خپله غېږ(سینه) کې يې د امام ابن حبان رحمه الله په شان نور علماء هم را لوی کړي. لکه ابو سلیمان الخطابي رحمه الله د سنن ابي داود مشهور
او کره شارح ، اسحاق بن ابراهیم بن اسماعیل ابو محمد القاضي رحمه الله ، ابو الفتح بستي رحمه الله د (تجنیس)مصنف.

ابن حبان رحمه الله د علم لپاره مختلفو ځایونو ته سفرونه کړي لکه : بصره، مصر، موصل، نسا، جرجان، بغداد، دمشق، نیشاپور، عسقلان، بیت المقدس، طبریه، هرات او داسې نور علمي سفرونه.

یاد عالم له حدیثو پرته په فقه، طب، علم النجوم، علم اللغة، هندسه او فلکیاتو کې مهارت درلود.

د ابن حبان رحمه الله ټول زر (۱۰۰۰) استاذان و، ځينې مشهوراستاذان يې په لاندې ډول دي : ۱- ابو عبدالرحمن عبدالله بن محمود سلیمان، ۲- ابو علي
الحسین بن محمد السنبجي، ۳-محمد بن یوسف النسائي ۴-محمد بن اسحاق بن ابراهیم السراج۵- ابو الحسن محمد بن عبدالله الجنید البستي۶-قاضي اسحاق بن ابراهیم بن عبدالجبار البستي ۷-عمران بن موسی بن مجاشع الجرجاني ۸-العباس بن الفضل بن عاذان المقري ۹-محمد بن احمد الرقام محمد بن حفص البزار ۱۰-فضل بن الحباب الجمحي۱۱- ابو عبدالله بن زیدان البجلي۱۲-علي بن سعد العسکري۱۳ – ابي یعلی الموصلي ۱۴- عبدالله بن محمد بن مسلم الخطیب المقدسي.

شاګرادان يې : ۱-ابو عبدالله بن مندة، ۲-حافظ ابو عبدالله محمد بن عبدالله نیشاپوري دمستدرک حاکم مصنف، ۳-ابو الحسن محمد هارون الزوزني، ۴- حافظ علي بن عمر الدار قطني د سنن دار قطني مصنف ، ۵-ابو عبدالله محمد بن احمد بن عبدالله الشروطي د( روضة العقلاء) راوي.

د حافظ ابن حبان رحمه الله تصنیفات: بعضو علماو (۶۳) او بعضو نورو بیا (۷۸) ذکر کړي دي.

بالآخره په کال ۳۵۴ هق د شوال میاشت کې د سجستان په ښار کې له دې فاني دنیا د تل لپاره سترګې پټې کړې .
روح دې ښاد یاد دې تل وي.

مأخذونه: ۱- سیر اعلام النبلاء ۲- التذکرة ۳- العبر في تاریخ من غبر ۴- لسان المیزان ۵- الکامل في التاریخ او داسې نور .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x