افغانستان

کابل له ماسکو څخه د پوځي مرستو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ وري، ۱۳۹۶): د بهرنیو چارو په وزرات کې د ستراتېژیکو پالیسیو رئیس محمد اشرف حیدري په رسمي ډول له روسیې څخه په کلکه غوښتنه کړې تر څو له دوي سره په دغه هېواد کې پوځي مرستې زیاتي کړي.

د روسيې سیمیزو رسنیو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړ پوړي چارواکي له قوله وايي چې کابل دغه غوښتنې په روسیې کې د سولې په اړه جوړې شوې غونډې په څنډه کې مطرح کړې وې.

د راپورونو له مخې محمد اشرف حیدري له روسې څخه دا هم غوښتي چې هغه چورلکې هم ورغوي کومې چې د تخنیکي عوارضو له امله دوي ته ورسپارل شوې وې.

باید وویل شي چې یو شمېر خرابې شوې چورلکې په تېر څو کلونو کې روسې ته لیږل شوې تر څو ورغول شي، خو تر دې دمه پاتي دي او د رغولو چارې په ځای ولاړې دي.

دغه ژمنې د روسې هېواد د افغانستان حکومت سره کړې وې، چې دوی به له دغه هېواد سره د الوتکو د بیا رغولو او تخنیک په برخه کې مرستې کوي، خو هغه ژمنې لا تر اوسه نه دي عملي شوي او نه یې دلیل معلوم شوی چې روسیه ولې خپلې کړې ژمنې سر ته نه رسوي؟

دغه راز حیدري له روسې دا هم غوښتي چې دوي سره د پولیسو په روزنه کې مرسته وکړي.

باید وویل شي چې د روسي چورلکو د بیا رغوني او ساتنې تړونونه پر روسیې باندي د امریکايي اقتصادي بندیزونو له امله هم اغېزمن شول.

په تیرو څو کلونو کې روسې ۱۲ چورلکې دافغانستان په دولت پلورلي دي او د دغو چورلکو بودیجه افغان حکومت ته امریکا ورکړې وه.

همدا رنګه د ۱۳۹۴ کال د کب میاشتې په وروستیو کې ۱۰ زره میله کلاشینکوفونه هم د افغان دولت ته د پولیسو لپاره ورکړي وو ، چې دا د د روسې وروستۍ مرستې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x