افغانستان

ډاکټر عبدالله وايي د اچین خلکو هم د «مور بم» هر کلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ وري، ۱۳۹۶): د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو په شورا کې یو ځل بیا پر ننګرهار باندي د امریکا د ستر بم «مور بم» ازموینه وستایله او وې ویل چې دا د امریکا یو پر ځای اقدام وو.

نوموړي وویل چې حتی د اچین خلکو د امریکا ددغه بمي ازموینې څخه هر کلی کړی.

اجرائیه رئیس وویل چې د امریکا په ستر بم هغه وسلوال په نښه شوه چې په کابل او ټولو ښارونو کې د ملکي وژنو مسؤولین دي.

د یادوني وړ ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډحکومت مشران پر ننګرهار د امریکا «مور بم» د هرکلي له امله په ملي خیانت تورن کړي وه او ویلي وه چې دوی نور د ملت نمایندګي نه کوي.

باید وویل شي چې تر اوسه دقیقه شمېره نه ده مالومه چې په دغه پېښه کې به څومره کسان وژل شوي وي خو د دفاع وزارت په دې اړه په لومړۍ خبرپاڼه کې د ۳۲ داعشي وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړی وو، خو وروسته یې دغه شمېر ۹۲ ته پورته کړ، خو دولت وزیري په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې نن ورځ کمانډويي ځواکونو په هغه سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

بل خوا د داعش رسمي خبري اژانس «اعماق» د امریکايانو په ستر بم د خپلو تلفاتو په اړه ټول خبرونه رد کړي او درواغ یې بللي دي.

باید وویل شي چې د همدې برید سمدستي وروسته داعش وسلوالو په خوست ولایت کې د ځان په ګټه پراخ کمپاین پیل کړی او هلته یې د خپل تنظیم اهداف او تګلاره پر ورقو لیکلو او پر خلګو یې تقسیم کړې چې د ځینو په باور پر داعش باندي د ستر بم غورځول، او هغه په دومره لوړه کچه تشهیرول دداعش لپاره د یوه کمپاین حیثیت لري چې داعش هم په پوره توګه له دغه موقع څخه استفاده پورته کول غواړي.

تر اوسه هم د دفاع وزارت چارواکي د اچین ولسوالۍ ته د ژورنالیستانو ورتګ او له هغه ځای څخه د لیدني لپاره اجازه نه ورکوي چیري چې د نړۍ تر ټولو ستر بم کارول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

دی بم کی د داعشیانو د وژلو نه بلکه په تشهیرولو سرثیره دیر مهم اهداف نغښتی وو ، امریکا لیونی نه ده چه د یو څو جعلی او خود ساخته کسانو د پاره د ۱۴ میلونه بیه د نړی تر ټولو لوی بم چه د ډیپلیت یورانییم پکی خلط شوی وو ، وکاروی چه له امله یی د ټولی نړی مخه ځانته راواړوی او ځان بدنام کړی د دی بم ځینی لوی اهداف لاندی دی : لمړی : داعشیانو ته شهرت ورکول چه د حکومتیار حزب سلامی به یی قومانده په لاس کی لری د اشغالګرو خالی شوی نظامی بیسونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x