افغانستان

بدخشان: اوسېدونکي يې وایي،ممکن په ځینو سیمو کې ټولټاکنې ونه شي

د بدخشان د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وايی، ممکن د دوی په سیمو کې ټولټاکنې بېخې ونه شي، د بدخشان د ولایتي شورا ریس عبدالواحد طیبي د خلکو دغه ستونزه مني او په خبره يې په ځینو سيموکې خلک رښتیا هم د ناامنیو له ويرې راتلونکو ټولټاکنو ته په اندېښنه کې دي.
د جرم ولسوالي ځینې اوسېدونکي لا اوس په ډاډ وایي چې دلته به د نا امنیو له وېرې ټولټاکنې ونه شي. د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن هم د خلکو خبرې مني او وايي موږ به په با امنه سيموکې د ټولټاکنو د مرکزونو پر ډېرښت غور وکړو. تر څو د ناامنو سيمو خلک دلته رايې ورکړي.
د اپه داسې حال کې ده چې د غزني، لوګر او پکتیکا خلک هم راتلونکو ټولټاکنو ته زړه نه ښه کوي، او ځینو خو يې لا آن تراوسه کارتونه هم نه دي اخيستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x