fbpx
ټویټر کې دا عکس نشر شوی او ویل شوي چې د احسان الله احسان د نیول کېدو وروسته اخیستل شوی

د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): دپاکستان د فوځ ویاند جنرال اصف غفور تېره ورځ په مطبوعاتي کانفرانس کې وویل چې دپاکستاني طالبانو پخوانی ویاند چې وروسته یې د جماعت الاحرار په نوم ځانته جلا ډله اعلان کړه، نن د پاکستان حکومت ته تسلیم شو.

جنرال غفور په داسي حال کي چې د فوځ لخوا څخه پيل سوي رد الفساد عملیاتو لاسته راوړنې یې بیانولې، دا تر ټوله ښه لاسته راوړنه وبلله چې یو سر سخته مخالف دښمن له دښمنۍ څخه لاس په سر شې او حکومت ته ځان تسلیم کړي.

باید وویل شي چې د جماعت الاحرار ډلې له ډېره وخته د اسد منصور په نامه کس د خپل ویاند په توګه معرفي کوي او د هغه په نامه خبرپاڼي رسنیو ته لیږي او هم یې پر ټولنیزو پاڼو نشروي. نوموړي تر اوسه د خپل ډلې مشر د تسلیمۍ په اړه څه نه دي ویلي.

نوموړي همدارنګه د خپلې وینا پر مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله باندي اغزن تار ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې خیبر پښتونخوا ایالت کي یې له وړاندي د اغزن تار د غځولو کار پيل کړی او ‌‌‌‌‌‌ډير ژر به یې بلوچستان ایالت کې هم له افغانستان سره پر پوله باندي پيل کړي.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي د پکتیکا قومي مشرانو او چارواکو ویلي وه چې د پاکستان پوځ د انګور اډې په سیمه کې یو ځل بیا نوي تاسیسات پيل کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د