اشرف غني خپل د ښې حکومتولی استازی ضیاء مسعود له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان صادرلو په ترڅ کې د ښې حکومتولی او اصلاحاتو په برخه کې خپل ځانګړی استازی له دندې ګوښه کړ.

د ارګ څخه رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې د نوموړي ګوښه کېدل تایید شوي او د اشرف غني په فرمان کې راغلي چې د غوره حکومتوالی او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ګوښه کېدل منظور شوي دي.

د نوموړي د ګوښه کېدو عوامل تر اوسه څرګند نه دي، خو ویل کیږي چې احمد ضیاء مسعود او اشرف غني تر منځ وروستي اختلافات او ضیاء مسعود له لوري پر حکومت نیوکې ددې لامل شوي چې بالاخیره هغه د ولسمشر له لوري ګوښه کړل شي.

احمد ضیاء مسعود د ګډ حکومت له پیله د ولسمشر له لوري د غوره حکومتولی په برخه کې ځانګړی استازی ټاکل شوی، نوموړی د جمعیت ګوند مرستیال هم دی چې په ګډحکومت کې نیم په نیمه برخه لري.

د جمعیت ګوند مخکښ مشر او د بلخ والي جنرال عطا محمد نور د ضیاء مسعود د ګوښه کېدو په اړه غبرګون ښودلی او د ډاکټر عبدالله څخه یې غوښتي چې د جمعیت ګوند او «قهرمان ملي» احمد شاه مسعود د کورنۍ د غړي د ګوښه کېدو پوښتنه دي وکړي، ځکه چې دی هم د جمعیت ګوند له لوري اجرائیه رئاست ته رسیدلی دی.

نوموړي د ډاکټر عبدالله څخه غوښتي چې ولس ته دې روښانه کړي چې ددې نوي پرمختګ سره څرنګه چلند کوي او په دې اړه دي خپل موقف ژر تر ژره څرګند کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د