fbpx

سپین بولدک د وسلو په ډیپو کي اور لګیدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): تېره د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د وسلو په ډیپو کې اور لګیدلی، د سیمې اوسیدونکو خبري رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي چې له څو ساعتونو د لویو او وړو ډزو اوازونه اوریدل کیږي او په ډیپو کې چاودیدونکي راکټونه شا او خوا کورونو باندي دباران په څیر را پریوزي.

د افغانستان له پولي سره څیرمه چمن ښار کي هم خلګ د ډزو له امله له کورونو څخه د باندي را وتلي.

تر اوسه پوري په پیښه کې دلسو کسانو د ژوبل کیدو خبر ورکول شوی، خو اور او ډزي لا تر اوسه پوري هم په پوره زورکي دي، کیدای شي د سیمې خلګو ته نور زیات مالي او ځاني زیاونه ور واړوي.

امنیتي چارواکو ویلي چې پېښه د وسلو په ډیپو کې د اور د لګېدني له امله رامنځ ته شوې خو تر اوسه پوري يې نور معلومات نه دي ورکړي چې ډیپو ته اور څنګه او دچا لخوا ورکړل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د