شمالي کوریا د نورو توغندیو د ازمایلو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): دشمالي کوریا دبهرنیو چارو مرستیال وزیر هانګ سانګ رویال د دغه هیواد په پلازمینه پیونګ یانګ کي له خبري رسنیو سره دخبرو پر مهال وویل، هیواد به یې دتوغوندیو دازمایلو پروګرام په وړاندي بوزي، «مونږ غواړو په اونۍ، میاشت او کال کي ازموینې وکړو ترڅو ایټمي ځواک مو نور هم پیاوړی کړو.»

دشمالي کوریا دبهرنیو چارو دمرستیال وزیر څرګندونې وروسته له هغه څخه راښکاره سوې کله چې تیره ورځ دامریکا دجمهور رئیس مرستیال (مایک پینس) دشمالي کوریا په ګاونډ سویلي کوریا کې دخپلو خبرو پر مهال ګوت څنډنه کړي وه، چې د هیواد د صبر او زغم کاسه يې نوره ډکه شوې، د پیونګ یانګ په مقابل کې دامریکا دستراتیژیک صبر وخت نور په تیریدو دی دشمالي کوریا په خلاف به له هر هغه عمل څخه کار واخلو کوم چې مونږ يې غواړو.

خو د نوموړي له وینا څخه سمدستي وروسته شمالي کوریا خبرداری ورکړی و چې هیواد یې امادګي لري چې د امریکا دتیري په مقابل کې هغه امریکا باندي اتومي برید ترسره کړي.

شمالي کوریا په دي وروستیو کلونو کي د نړیوالي ټولنې له مخالفت او او اقتصادي بندیزونو سره سره د اتومي وسلو د تر لاسه کولو لپاره هڅې تیزي کړي دي، نړیوال ویره لري، چې دغه هیواد غواړي داسي توغندي تر لاسه کړي چې د نړۍ تر هر کونجه پوري اتومي سرګلوله ورسوي، حال داچې شمالي کوریا دعوه کوي چې هیواد يی لا له وړاندي داسي توغندي جوړي کړي چې دنړۍ هره ګوښه په ځانګړې توګه امریکا په نښه کړي، دشمالي کوریا حکومت تېره ورځ ویلي وه چې مونږ پر خپلو ایټمي وسلو باندي ډاډ لرو او باوري یو چې د امریکا دبرید په مقابل کې به د خپل هیواد څخه کلکه دفاع وکړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د