10اکتوبر ۲۰۱۱ درواني ناروغیو نړيواله ورځ

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۰) دروغیتا نړیواله ټولنه یا (WHO) وایی په نړي کي هرڅلورم کس دخپل ژوند په اوږدو کی د رواني ناروغي په اړه یوځل درملني ته اړتیا لري، خوپه ډیرو هیوادونو کي دروغتیا لپا ره له ځانګړ کړل شوی بودیجي څخه یواځي دوه په سلوکی درواني ناروغیو لپاره لګول کیږي.

راپورکی راغلي چی اوسطا په نړي کی دروانی ناروغیو دمخنیوی لپاره یواځي ۳ ډالره دیو شخص پرسر باندی دیوه کال لپاره خاص کړل شوی دي، اودغه رقم یواځي په پرمختللو هیوادونوکی دي، په پاتي اوغریبو هیوادونو کی یواځي ۰.۲۵ ډالره دیوه کال لپاره فی کس ته دروانی ناروغي لپاره خاص کړل شوی دي.

دغه راپور دنړیوالي روغیتیایی ټولنی له لوري نن ورځ دټولنی له مرکزي دفترڅخه جاري کړل شوی دي، راپورکی داهم رواړل شوی دی چی دغه رقم هم دځینو خاصه کسانو ددرملنی لپاره لګول کیږي ټول ناروغان ورته رسیدګي نه شي کولای.

ټولنه وایی ډیر هیوادونه کوښښ کوی چی دروانی امراضو لپاره پیسي خرڅی کړی، خوهغه هم پرداسي ځایونو باندی خرڅوي چی عامو ناروغانوته یی کومه پرځای فایده نه رسیږی، ځکه اکثره هیوادونه دروانی ناروغیو ددرملني لپاره سترستر روغتیایی مرکزونه جوړوي، چي دارنګه روغتیایی مرکزونه عامو روانی ناروغانوته ډیره ګټه نه رسوی.

هیوادونه پرځای ددی چي لوی لوی روغتیایی مرکزونه جوړ کړي باید ددارنګه ناروغیو دمخنیوي لپاره اساسی کاروکړي، په سیمیزه توګه دي دخلګو لپاره پروګرامونه ترلاس لاندي ونیسي اوبه خلګو کی دی ددغو ناروغیو دمخنیوي لپاره داګاهي اوخبرتیا پروګرامونه پیل کړی، ترڅو دي ته اړیتا پیدانه شي چی درواني ناروغیو ددرملنی لپاره دی سترستر مرکزونه جوړ شي.

ټولنه وړاندی وایی درواني ناروغیو لپاره دلویو روغتونو جوړلو په صورت کی په یواځي څه محدود اوبډایه خلګ کولای شي چي تردغو مرکزونو پوري ځانونه ورسوي، بی وسه اوناداره خلګ به بیاهم نه شي کولای چي دغو روغتونوته رسیدګی وکړی. اوکه به سمیزه اوکلیواله سطحه درواني ناروغیو دمخنیوي لپاره کاروشي، ورڅخه به هرڅوک په اساني سره ګټه پورته کولای شي، حال داچي ددارنګه پروګرامونه جوړول اوپرمخ بیول دلویی روغتونو په پرتله کمو مصارفوته ضرورت لري.

دروغتیا نړیواله ټولنه وایی که څه هم په دی وروستیو کی ځیني هیوادونو لکه نایجریا او ایتوپیا دروغتیا دنړیوالي ټولنی په مرسته سره دروانی ناروغیو دمخنیوي لپاره ځيني اساسي اوبنیادي پروګرامونه ترلاس لاندی نیولي دی، چي تراوسه پوری یی په دغو هیوادونو کی ښه پایلي لرلي دي، راپور وایی دغو دواړو هیوادونو، دروغتیا دنړیوالي ټولنی په مرسته په ښارونو اوکلیوالو سیموکی ځیني ابتدایی روزنیز پروګرامو ترلاس لاندی نیولي دی، ترڅو په ښارونو او دهیواد په لرو پرتوسیمو کی ډاکټرانو، رنځورپالانو اوعامو خلګو ته درواني ناروغیو دعلایمو اوکیفیت په اړه څه ناڅه مالومات ورکړي ترڅو ددارنګه ناروغانو دناروغیو په ابتدایی مرحلو کي مخنیوي وشي.

دروغتیا نړیواله ټولنه وایی دریم هیواد چین دي چي درواني ناروغیو دمخینوي په ډګرکی یی ډیرښه پروګرام ترلاسه لاندي نیولي دی، دچین هیواد تراوسه پوري دهیواد په ۱۹ ولایتونوکی وخلګوته درواني ناروغیو په اړه دهمه پوهاوي لپاره مرکزونه خلاص کړی دي، چی تراوسه پوري یی په هیواد کی له ۴۰ ملیونو څخه زیات وګړي تردغه پروګرام لاندی راوستلي دی.

داردن هیواد هم دروغتیا دنړیوالي ټولني په مرسته دروانی ناروغیو دمخنیوي لپاره ځیني لومړنی پروګرامونه پیل کړی دي.

اوهمدارنګه ځینو نورو ترقي کونکو هیوادونو لکه هندوستان، برازیل او تایلنډ هم دخپلو دولتی موسساتو له لوري ددغو ناروغیو دمخنیوي لپاره پرمختللي او اساسی کارونه پیل کړی دی.

 ژباړه:     بخت الرحمن بخت   (نن ټکی اسیا)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.