پښــــتو ادب

شپون لنډه کیسه

پرې غږيې کړل
:- لاټکه! دروازه درسره ځنځير کړه بچو!
خپله يې لکڼه دېوال ته اودروله، نېغ خونې ته ننوت.له لاسونويې لاسمغان لري کړل،دکوټ تڼۍ يې خلاصې کړي.په تاوخانه يې پلتۍ ووهلې، لاسونه يې تر ورنونو لاندې کړل، له ساړه اسويلي سره يې وويل
:- پټکه بچو! ته مې دا پټکى له سره در لري کړه، هلته يې په سوندک کېده.
لاټک د خونې له وره د پخلنځي په خوا غږکړ

:- ادې! لږچاى خو در سره راوړه.
بې له دې چې د مور د ځواب په تمه شي، خونې ته ننوت، ده ورته وويل
:- په تش نس به نوچاى څه خوند وکړي؟
:- يخ دى لالا! لږ به پرې تاوده شو، نن يې والله بېخې ستړي کړو.
 :- هو والله، زويه نن دې کار وکه؛ د ځينو کليوالو پسونه ډېر شيتان دي، که ته نه واى مابه له کومي خوا راګرځولې واى؟

د لاټک مور له کوچنۍ تورې چاى جوشې، دوو پيالو او د ګوړې له قندانۍ سره خونې ته ننوته؛ لاټک سوکه وويل
:-  ادې!لږمړۍ نشته؟
:- مړۍ له کومه شي؟ قران که يوه ګوله هم وي، نه يې وينې زڼکي لا  لوږې ماښام ويده شول ،هغه دى پټک هم لکه چې ويده شو.تراوسه خو ويښ وو.
لاټک څه ونه ويل، خو ده سوړاسويلى ويوست اوپه سوچ کې يې د خپل څنګلوري په کورکې د تېرې شپې_ چې دى يې ميلمه و_ د ډوډۍ خوړلوحال ور وګرځيد چې ماشومانويې ډوډۍ يوې بلې خواته سره اړوله
(زه دانه کوم ،ټوله سوځلې)
(بو! دلته ورته ګوره ! ټوله اومه خېشته ده)…
 ژړغونې سترګې يې ورو خپلې کوچنۍ لورته ور واړولې، چې کله – کله به يې په خوب کې خوله خلاصه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x