fbpx
russian-foreign-minister-sergei

مسکو: شمالي کوریا باندي خپل سري عملیات به بدې پایلې ولري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لافروف له خبري رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل که چیري امریکا پر شمالي کوریا باندي خپل سري عملیات ترسره کړي، دوی به بې طرفه پاتې نشي، نوموړي زیاته کړه دا سمه ده چې شمالي کوریا د توغندیو په استعمالولو سره د نړیوالو قوانینو په مقابل کې بې احتیاطي ښودلې، خو دې خبرې ته مو هم باید پام وي چې امریکا هم نشي کولای چې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندي او پر دغه هیواد د سوریې په څېر خپل سری برید تر سره کړي.

د امریکا په خلاف د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر عکس العمل هغه وخت راڅرکند شو کله چې تیره ورځ د امریکا مرستیال جمهور رئيس ویلي وه، چې د شمالي کوریا د کړنو په مقابل کې د امریکا د ستراتیژيک صبر وخت نور په تیریدو دی، د شمالي کوريا په مقابل کې چې امریکا هر رنګه غوره وګڼله هغه څه به وکړي، نور به امریکا ددغه هیواد دخپل سري کړنو په مقابل صبر ونه کړای شي.

نوموړي زیاته کړه په تیرو دوو اونیو کې نړۍ زمونږ دنوي ولسمشر توان او حوصله ولیدله نور دي مونږ نه امتحانه وي. اوس اوس چې مونږ سوریه او افغانستان کې د دښمن په وړاندي کوم سخت عکس العمل وښود شمالي کوریا دي هم ورڅخه درس واخلي.

د ایټمي وسلو د سیالۍ او منډو په ډګر کې دوې ورځي وړاندي شمالي کوریا د یو بل توغندي د ازمایلو ناکامه هڅه تر سره کړه، که څه هم دشمالي کوریا له لوري توغول شوې توغندۍ په خپل هدف تر لاسه کولو ناکامه شو، خو وېره ښودل شوې چې کیدای شي شمالي کوریا نیژدې راتلونکي کې شپږمي اتومي ازموینې ته تیاري نیسي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دالله قهرچه پرچاکیږی نوداسی صدرورکی لکه ټرمپ چه هیڅ عقل اوفکرنه کوی چه ویی کړل هغه کوی ،اوس پخپل لاس دنیاځان ته پورته کوی تاسی انتظارکوی چه الله دافغانستان دبم انتقام څنګه له دوی اخلی – هیڅ امکان نلری چه پردی مظلوم اولس تجاوزبه بی نتجی پاته سی دامهمه نه ده چه موږفوجی طاقت نه لرو لاکن الله لرو هغه ډیرلوی قدرت دۍ هغه فرمایی ماته انتظارکوۍ زه ښه بدله اخستونکۍ یم،لاکن زه ټولووروڼوته دالله دعبادت خواست کوم چه الله په عبادت هم موږ کامیابه کوی:إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ… نور لوستل »