تر زرو زیاتو فلسطيني زندانیانو دنه خوړلو اعتصاب کړی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): نن ورځ په فلسطین کې له زندانیانو سره دخواږۍ ورځ لمانځل کیږي او په ورته وخت کې اسرائيلي زندانونو کې له زرو څخه زیاتو فلسطيني زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی دی، ویل کیږي زندانیانو اعتصاب په زندانونو کي د اسرائيلي امنيتي کسانو له لوري له زندانیانو سره د ناروا سلوک له امله پيل کړی.

اسرائيلي حکومت ویلي چې په زندانونو کې د نه خوړلو د اعتصاب کونکو شمیر یو زر یو سل او اوه اتیا (۱۱۷۷) تنو ته رسیږي، همدارنګه ویره څرګنده شوې که د فلسطني زندانیانو غږ وا نه وریدل شي کیدای شي د احتجاجونو لمن تر لودیځي تړانګي پوري ورسیږي.

فلسطيني چارواکي وایې چې تر اوه زره پوري فلسطنیان اسرائيلي زندانونو کې زندانیان دي، که څه هم اسرائيلو په دي تور نیولي ګواکي اسرائيلي امنیتي کسانو باندي یې بریدونه کول، خو فلسطني چارواکي اسرائيلي دعوې په کلکه ردوي او په اسرائيلي زندانونو کې ټول فلسطنیان سیاسي زندانیان معرفي کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د