fbpx

ضیاء مسعود: زما ګوښه کېدل به د هیواد امنیت او ثبات ته خطر شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): تېره ورځ ناوخته د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان صادرلو په ترڅ کې د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې خپل ځانګړی استازی له دندې ګوښه کړ.

د ارګ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال څخه نقل قول رسنیو ویلي چې احمد ضیاء مسعود د خپلې بې کفایتي له وجې شړل شوی دی، خو د نوموړي د ګوښه کیدو د لاملو په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

بل خوا د تیرې ورځي راهیسي د احمد ضیاء مسعود پر کور د شمالي ټلوالي او جمعیت اسلامي ګوند مشران مشورې او مجلسونه کوي چې نن احمد ضیاء مسعود هم خپل دریځ د رسنیو په مخ کې روښانه کړ او هم یې یوه خبرپاڼه نشر کړې چې په هغې کې خپل موقف څرګند کړی.

نوموړي وویل چې د ګډحکومت د جوړښت پر اساس ولسمشر اشرف غني دا حق نه لری چې ما له خپلې دندې ګوښه کړي.

ویل کیږي چې نن د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتي چارو کې د احمد ضیاء مسعود د دفتر کارمندان هم دفتر ته نه دي پرېښودل شوي.

احمد ضیاء مسعود وویل چې ولسمشر که زما د ګوښه کېدو پرېکړه بیرته وانه خلي، په هیواد کې به بې امنیتي او بې ثباتي رامنځته شي چې په وینا یې دا د هیواد په ګټه نه ده.

نوموړي وویل: «د ملي یووالي حکومت یو مصلحتي حکومت دی، هره ډله چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی، که له حکومته لیري شي، د کورنۍ جګړې او سیاسي بې ثباتي زمینه به برابره شي».

نوموړي وویل چې ماته خپله تر اوسه د ګوښه کېدو لامل نه دی څرګند او نه هم له ډاکټر عبدالله سره د اجرائیه رئیس په حیث مشوره شوې.

ښاغلي مسعود د خپلې برطرفۍ پرېکړه «خندوونکې ننداره» بللې او زیاته کړې يې ده چې ولس ته د ده د خدمت تاریخي شالید تر هغه ډیر لوړ دی چې «د غني په څیر کسان او د ارګ ډلې ټپلې يې په اړه څرګندونې او پرېکړه وکړي».

نوموړي په خپله خبرپاڼه کې د تېر په څېر ولسمشر اشرف غني او پر هغه شاوخوا راټول چارواکي په قومي تعصب تورن کړي او ویلي یې دي چې د ده لیري کول هم پر همدې اساس شوي.

ضیاء مسعود ویلي چې د حکومت له چوکاټه د ده ایستل به په دې معنا وي چې هیواد یوه بل نوي بحران ته ولاړ شي، خو دی به تر سلا مشورو وروسته خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د مسعود ، دوستم لیری کول ، د نور سره تعاملات ، دعبدالله سره ناندری څه نوی خبره نه ده د ا هماغه هګیو چرګوړی دی چه د جان کیری په واسطه ارګ کی کیښودل شوی ، هغه هګی ګرمی شوی له هګیو راوځی هګی به خامخا ماتوی ، د روسانو له وتلو وروسته تاریخ او یا تر هغه هم بدتر تاریخ بیا تکراریږی . امریکایان د وتلو د پاره اوشانو باندی بارونه اړولی د وتلو په حال کی دی چاته حال نه وایی چه د کابل اداره ناڅاپه نسکوره نه شی ، د وتلو په ځای د نورو عسکرو… نور لوستل »

سلطان صالحی له قزوینه سخه
میلمه
سلطان صالحی له قزوینه سخه

دگدی اندیوالی دملی زعیم اویمین.اوشمال.اورئس اجراترمابین شخری راپورته شوی دازکه چه کاسه خوهغه کاسه ده خوداده پوسه کی خوند ئ ده سورکی دی دازکه چه داپله یوشل زره کیلوته لاره هواره کری دازکه .کله چه دگدی اندیوالی ملی زعیم ده دمشترکو دوستانوهیوادونوته سفردرلود اوهغه سه ئ چه له زانه سره راوری وه نوهغه ئ دخپلو ملی غتو غلو جیبانوته ور خالی کرل جیبان نه وه البته جهنم وه په یوه آند په کشی ورک شول .نو اوس .یمین.اوشمال .اورئس اجر اپه غوسه شول دازکه چه رئس اجرا هم په پام کشی وه چه دوی هم ده مشترکو صلیب دوستانو هیوا… نور لوستل »

سلطان صالحی له قزوینه سخه
میلمه
سلطان صالحی له قزوینه سخه

اولحاج استادبیانزی صاحب ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته وایم خدای دوه کری چه ده صحت په جاموکشی اوسی اوپس له سه دیره وخته ستاسی تبصره په صفحه وینم خوزمازره پری یخ سی .وسلام علیکم ورحمت الله ….

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

صالحی صاحب ، وعلیکم السلام ! الله ج دی اجرونه درکړی زمونږ د تبصرو یا لیکنو وزن ستاسی په شان مسلمانو ورونو د تشویق او شاباسی له امله دی، خپلی هڅی لرو کما حقه د حالاتو ارزونی هیوادوالو او د نړی نورو مسلمانانو سره شریکی کړو ، دجالی میدیا تر دحالی دالرو او مرمی زیاته ونډه او اغیزه لری. دا چه د نن ټکی اسیا په شان یوه نیمه خپلواکی پاڼی د مظلوم اولس حالات او رشتینی حقایق منعکسوی ډیری کمی دی ، حتی دی پاڼی ته هم وخت ناوخت خبیث وایروس رااستوی چه د دی پانی او لیکونکی تبصری… نور لوستل »