نړۍ

يمن: د چورلکې په نسکورېدو کې د سعودي ۱۲ تنه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): په یمن کې د سعودي ځواکونو یوه چورلکه را نسکوره شوې چې له امله یې ۱۲ تنه عسکر وژل شوي دي.

د راپورونو سره سم د سعودي ځواکونو چورلکه د یمن په مآرب ښار کې د حوثي ملیشو له لوري په نښه شوې، چې له امله یې څلور تنه پوځي افسرانو په ګډون ۱۲ تنه سعودي عسکر وژل شوي دي.

د سعودي ځواکونو تر اوسه منلې نه ده چې ددوی چورلکه دي د مخالفینو له لوري ویشتل شوې وي خو ځیني خبرې سرچینې وايي چې چورلکه د جګړې پر مهال د ځمکې څخه ویشتل شوې ده. بل اړخ ته داسي راپورونه هم شته چې چورلکه به د تخنیکي عوارضو له امله غورځېدلې وي.

د پيښې تایید د سعودي د پوځ ویاند کړی او د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره یې ویلي چې پېښه نن په مآرب ښار کې هغه مهال را منځته شوه چې سعودي ځواکونه په خپل پوځي عملیاتو بوخت وه.

د چورلکې نوعیت امریکايي «بلیک هاک» ښودلی شوی چې د پوځ د لیږد او لوژستیک لپاره عموما کاریږي او په جګړه کې هم برخه اخیستلای شي.

باید وویل شي چې له ډېره وخته د سعودي په مشري اتحادي ځواکونه په یمن کې د حوثي ملېشو پر ضد جګړه پیل کړي، چاچي د سعودي په ملاتړ جوړ شوی حکومت ړنګ کړ او پلازمینه صنعا په شمول یې د یمن لوی ښارونه تر خپلې ولکې لاندي را وستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x