شعـــــرونه

دسر سړي مو لكه ستوري لويږي

دسر سړي  مو رانه  يو يو لكه ستوري لويږي
شكر دى خداى ستادپاره ستاپه لوري لويږي
 
له يوه اړخه يې لوېدل دي راته كور نړېدل
له بله اړخه بريالي دي په زړه پوري لويږي
 
چي هم عالم وي هم غازي وي هم كوي ذكرونه
ستر رحمتونه بارانونه باندي اوري لويږي
 
څو مر په ناز درومي پتنګ جانان د اورغيږې ته
له خندا شني وي راته ګور  راته ګوري لويږي
 
دا بركت دى دغازيانو دغيرت الهامه !
چي له قلم نه دي زرين حماسي توري لويږي

2014/01/30سيد احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x