حکمتیار ولي د بمونو د مور پر آزموینې خاموش دی؟!

شاهد (غزنیوال)
د امریکایانو لخوا د ننګرهار په اچین کې د بمونو د مور پر آزموینې باندې د یوشمیر افغان سیاست والو لخوا مثبت او منفي غبرګونونه ښکاره شول.
مثبت غبر ګونونه د هغو کسانو له لوري وو کوم چې اوسنی تمویل او تجهیز یې د امریکایانو لخوا د دې لپاره کیږي چې د دوئ د ا ډول کړنو ته توجیهات او مبررات پیدا کړي.

او منفي غبرګونونه د هغو له لوري وو کوم چې په افغانستان کې د امریکا له اشغال سره مخالفت لري او یا بالفعل د هغه په وړاندې مقاومت کوي.
د بمونو د مور د آزموینې د مؤیدینو او مخالفینو ترمنځ یوشمیر سیاسیونو د مصلحتي تذبذب موقف غوره کړی چې هغه یې نه تائید او نه هم غندلې ده.

د دغو ښاغلیو په ډله کې حکمتیار صیب هم دی چې معمولا به یې دغسي پیښې د ځان لپاره طلايي چانس ګاڼه او پر وخت به یې ترې ګټه پورته کوله.

که څه هم چې ښاغلی حکمتیار اوس نه په هغه موقف کې دی چې د دا ډول پیښو په اړه خپل دریځ ولري او نه هم تري په دې اړه د کوم ثابت دریځ لرلو هیله کیدای شي؛ ځکه نوموړی د شهرت طلبي او انانیت یوه داسې نادره غریزه لري چې د ده ټولې کړنې او مواقف د هغې په اشباعولو پوري مرهون دي.

د یبلګې په توګه کله چې د لومړي ځل لپاره امریکايي پروژې (داعش) په افغانستان کې ظهور وکړ او ټولو افغانانو یې له هماغه پیل نه له نامه سره حساسیت څرګند کړ، ښاغلي حکمتیار د یوه ځانګړي فرمان له مخې خپلو (خیالي ) مجاهدینو ته حکم صادرکړ چې د طالبانو او داعش ترمنځ د مقابلې په حال کې د داعش لیکي ټینګې او د هغوي حمایت وکړئ.

د ښاغلي حکمتیار د دې فرمان موخه دا نه وه چې داعش د طالبانو په نسبت په حق دی باید حمایت یې وشي؛ بلکي اصلي موخه یې خپل هدف ته ځان رسول و چې د دغه ډول فرمان په صدور سره به یې کم ترکمه یو دوې ورځې نوم د خبري رسنیو په سرخط ( headline) کې واوړي را واوړي.

څو ورځې وړاندې چې کله یې د څووم ځل لپاره په کابل کې احتمالي ظهور له موانعو سره مخ او نوموړی د سختي مایوسۍ ښکار شو په یوې بلې ناپړیتې کې یې د طالبانو په خلاف په لاندې شرحه د ((جهاد)) فتوی صادره کړه:

((د طالب په نامه زېږېدلى تحريك په اصل كي د اسلام دښمنانو د مجاهدينو د ځپلو لپاره وزېږولو، د هغوى لومړى مأموريت دا دئ چي مجاهد شخصيتونه په دوكې، غدر، خيانت، بې مروتۍ او غلچكيو بريدونو سره له منځه يوسي ، د دې فتنې په وړاندي بايد ټول مجاهدين او ټول افغان ولس داسي راپاڅي لكه چي د كمونستانو په ضد راپاڅېدل، بايد اسلام او هېواد د دوى له شر او ضرر وژغورو، د دوى شر هم تر كمونستانو زيات دئ او هم د اسلام له نورو كورنيو او بهرنيو دښمنانو)) . جناب حکمتیار صیب په دې فرمان کې خپلو نویو دوستانو او د هغوی ولي نعمتانو ته د خوش خدمتي په خاطر ډیر زیار کښلی و چې ګوندي له امله یې کابل ته د ور رسیدو خنډونه ورباندې له منځه یووړل شي، خو کله چې یې ګډ حکومت په خوش خدمتي ځان کوڼ واچاو نو بیایې سمدستي همدغو د ده په خبره تر کمونستانو او د اسلام تر داخلي او خارجي دښمنانو زیاتو شریرو( طالبانو) ته نا غوښتلې مشورې ورکړې چې که غواړي د ده په څیرله ګډ حکومت سره یوځای شي دی حاضر دی د جانبینو ترمنځ د وساطت تضمین وکړي.

د ښاغلي حکمتیار په دې ټولو ضد او نقیض مواقفو کې اصلي خبره د ده غریزه یې مشکل دی چې هم یې د هغه د اشباع په خاطر ځان تباه کړ، هم ولس او هم هیواد.

اوس داسې ښکاري چې له ګډ حکومت سره د تقرُب سوچ یې د غریزې هیجان څه اغیزمن کړی وي، ځکه یې په اچین کې د بمونو د مور پر آزموینې د غبرګون ښودلو په ځای د سیاسي تخنُث موقف غوره بللی دی.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

7 تبصرې

  1. خکمتیار ځکه په دی اتومی بمب جوپ پاتی دی چه دا بم د حکمتیار له راتګ د مخه چه داعشیانو ته شهرت ورکړ شوی وی او د داعشیانو منظمه قومانده حزب ته وسبارل شی دا بم وکارول شو نو حکمتیار لیونی نه دی چه له دغه رازه پرده پورته کړی هم مادی او هم معنوی ځانوژنه وکړی . مننه

  2. فدامحمد نومير

    بسم الله الرحمن الرحيم ط
    د بمونو د مور د غندلو په خاطر
    جهان سوځي
    مځکه سوځي ، غرونه سوځي ، بيابان سوځي
    د انسان په تناره کي انسان سوځي
    تور دودونه ، سرې لمبي دي په هر لوري
    د باروتو په اورو کي جهان سوځي
    نه پوښتنه ، ګرويږنه او نه سوال سته
    ښار ، کوڅه ، کلۍ ، بازار ، مسلمان سوځي
    د ادم و ورکيدو ته يې هو‌‌‌‌‌‌‌ډ کړئ
    بحر و بر ، پورته په هسک کي مرغان سوځي
    په اچين کي خواري ميندي يې کړې بوري
    فلسطين ، شام و عراق ، افغانان سوځي
    د بمونو موري اور کي لولپه سې
    چي اورو کي دي واړه ماشومان سوځي
    13- اپريل -2017

  3. د شاهد غزنیوال په نامه لیکوال تل په خپلو لیکنو سره هڅه کوي، چې هېواد لا هم د کړکېچ پر لور یوسي. هغه داسې چې د نوموړي ورور لیکنې تل د سولې پر ضد او د سولې د سبوتاژ کولو لپاره کیږي. پورتنۍ لیکنه یې هم له همدې ډول لیکنو څخه یوه لیکنه ده. زما په آند د دې اړتیا نشته، چې تل او همېشه دې حکمتیار په خپله د یوې موضوع او حادثې په اړه دریځ ښکاره کړي. همدا کافي ده چې په کابل کې د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند استازو افغانستان کې د امریکا وروستی وحشت په کلکو ټکو وغانده او ویې ویل، چې د امریکا دا ډول کړنې وضعیت لا پیجلی کوي او موږ دا کړنې په کلکه غندو. وروره تا او ستا نور ملګري خو په دې اړه بالکل پټه خوله پاته دې حتی ستا ملګرو خو دومره هم و نه ویل، چې موږ یې غچ اخلو، دوی خو لا ورته خوښ وو چې امریکا داسې وحشت وکړ. د دوی او هغو نورو ترمنځ څه توپیر دی، چې له مسکو سره یې تړونونه لاسلیک کول!!!

  4. رحمت الله رحمت

    شخصا حکمتیار اوس د سیاست له صحنې وتلی ، ټول مصروفیت یې له خپل ځان او کړنو څخه د هغو لیکنو په دفاع کې تیریږي چې په فیسبوک کې د ده په اړه لیکل کیږي.
    چې د څو لیکنو عنوانونه یې په لاندې ډول دي:
    كه په علمي ډگر كي د حكمتيار د مقابلې شوق لرئ چل به ئې زه دروښيم!!
    د حکمتیار د تالیفاتو په سیمینار کي څه وو چي ته یی و چیغولي ؟
    اگردرمیدان علمی شوق مقابله باحکمتیار را دارید چل آنرا من برایتان نشان میدهم ! –
    او نورې ډیرې لیکنې چې ځیني یې په خپل او ځیني یې په مستعارو نومونو لیکلي.
    نوموړی په هرڅه کې د اختلاف، منازعې ، او مجادلې د سیاست پلوی دی .
    په دې وروستیو کې یې د اسلامی امت د یوه تر ټولو ستر محدث حضرت امام بخاري رحمه الله په الجامع الصحیح باندې هم انتقادي لیکنې کړې چې غواړي له دې لاري هم په فیس بوک او ځیني نورو رسنیو کې شهرت تر لاسه کړي…
    زه غواړم حکمتیار صاحب ته پر امام بخاري رحمه الله د انتقادي لیکنې په ځواب کې فقط د سعدي رحمه الله دا بیتونه ولیکم :
    تــوانـم آنـکــه نـیـازارم انـدرون کــســی حسود را چـه کنم کو ز خود بـرنج درست
    بمیر تا برهی ای حسود کین رنجیست که از مشقت آن جز به مرگ نتوان رست
    شـــوربــــخــــتــــان بآرزو خــــواهـــنـــد مــقـــبـــلـــان را زوال نــعـــمـــت و جـــاه
    گــر نــبــیــنــد بـــروز شــیــره چــشــم چــــشـــمـــه آفـــتــــاب را چـــه گـــنـــاه
    راسـت خــواهـی هـزار چــشـم چــنـان کـــور بـــهـــتـــر کـــه آفـــتـــاب ســـیـــاه

  5. ساحل خانه اسلام علیکم !
    د حزب اسلامي غړي د کرزي په دولت کې وزیران او ورګډ وو اوس هم پ دولت کې ور ګډ او مشاورین دي هغوی خدای رسول او پښتو ته مخ نلري !
    یواځې ملا شلګري چې د اولسي جرګې غړی دی دغه لوی بم او جنایت ډېر کم وغانده خو د حکمتیار استازو د بم هر کلی وکړ !
    دا مخلوق دالرو ړوند کړی او د پيسو رنډۍ یې ترې جوړه کړې دغه حیوانات حق باطل او بر خلاف ګڼې !
    بیا وایې هم چې هلته دداعشیانو ښځې او کوچنیان هم وو چې ټول ټول له منځه لاړل !
    هغوی خو شهیدان شول خو دالر یان په دې جنایت خپل اتڼ کوي !
    داسې فاسد بې هویته کچه خرڅ شوي انسانان د بشریت په تاریخ کې ما ندی لیدلی !!
    نالت پر دې فاسدینو !

  6. د ساحل ورور په ځواب کې!
    لومړی :
    په افغانستان کې د واقعي سولې تأمین یواځې د اجنبي اشغال او د هغه د عوامو په له منځه وړلو کې ممکن دی .
    د اجنبي اشغالګرو په شتون کې که هرڅوک د سولې په نوم ډرامو کې ګدیږي دا د اشغلګرو اشغال او د هغوي تحت الحمایه رژیم ته له مشروعیت ورکولو پرته بله هیڅ معنا نه لري.
    د کابل له تحت الحمایه رژیم سره د ښاغلي حکمنیار یوځای کیدل یا سوله کول زمونږ د پورتنۍ ادعا ښکاره بیلګه ده.
    دوهم :
    ساحله وروره ما تل کوښښ کړی چې په خپلو لیکنو کې د یوه لیکوال په حبث د خپلې ټولنې ځینې واقعیتونه منعکس کړم ، دا واقعیتونه که د چا په ګټه او یا تاوان وي زما ورسره کار نشته ؛ بلکې زه هغه منحیث د یوه واقعیت له درنو لوستونکو سره شریکوم او د هغوی په اړه د سالم قضاوت حق هم درنو لوستونکو ته سپارم.
    پرته له دې چې زه د طالبانو پلوی یم او که نه یم ، هغوی رسما په اچین باندې امریکايي بم آزموینه وغندله او هغه یې یو امریکايي جنایت وباله.
    خو ښاغلی حکمتیار چې ځانته د ووجهادنو د قائد نسبت هم کوي د یاد جنایت په اړه سکوت غوره او نه یې د خپل ځان او نه هم د خپلې برخې حزب اسلامي په استازیتوب پر دې ستر جنایت کوم غبرګون و ښود.
    چې د ویلو په ځای کې نه ویل (سکوت ) پر تر سره شوي کار د رضایت معنی ورکوي.
    ما په خپلې لیکنې کې دا واقعیت را سپړلی او یواځې د ښاغلی حکمتیار د دې معنی داره سکوت لامل مي پوښتلی دی …
    والسلام

  7. غزنیوال صاحب او ټولو رشتونو مسلمانانو ورونو سلامونه می ومني اما بعد:
    ستاسی ټولی لیکنی شات او شدی دی، الله ج دی اجرونه درکړی د ساحل په خبرو خوابدی مه احساسوه، حکمتیار کله د ساحل او کله د حقمل او داسی نورو نومو تبصری او لیکنی لری .
    حکومتیار او حزب ته یی د داعشی ملیشو قومانده سپارل شوی ، د دوه جهادو ویاړنه نه لری له هغه وروسته چه د سوړ جنګ د غلامی تړون لاسلیک شو ( د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی وو ) حزب، جمیعت ، سیاف او نور د امریکا مامورین او مستخدمین جوړشو او دوهم اشغال کی سیاف او ربانی راسا حکومتی مقامونه او حزب یوه برخی ته یی په هماغه غلامه اداره کی سهمیه او بلی برخی ته یی د طالبانو ضد دوه مخیزه قومانده ورکړه چه شعارونه د امریکایانو په ضد او جنګ د طالبانو په ضد تر سره کوه ، حکمتیار صاحب یی مصنوعی تور لست او غیر بهیر یی ګوانتانامو ته د بندی ( میلمه ) په ډول ولیږلو . د حکمتیار بجیانو ته یی په اسلام اباد کی ښکلی بنګلی ورکړی په مرمی ضدو ګاړو کی د باډی ګاردانو سره د کابل د وزیرانو په شان ژوند ترسره کوی ، حکمتیار صاحب د باګرام هوای نظامی بیس کی د دی امله خوندی ساتلو چه د هغه لس میلونو دالرو جایزی له امله یی حتی خپل حزبیان مړ نه کړی ، د باګرام څخه به یی اربکانو ته قومانده ورکوله څه خو یی ځانګړی معاشونه او هم یی د اربکانو څخه سپموله تر ربانی او سیاف که یی بانګه زیاته نه وه کمه هم نه وه .
    غیرت بهیر چه کومه مهمانخانه کی څو میاشتی د ګوانتانامو د بندی په نامه تیری کړی له راتګ وروسته سمدلاسه په مرمی ضد ګاړو کی یی د اسلام اباد او کابل لیاری لنډولی په داسی حال چه یو ادنی طالب څه چه یو څوک د طالب په نامه وڅارل او ونیول شی بی مرګه یی نه پریږدی ، هلال د مرکزی شوری ریس د جمهوری ریاست ټاکنو کی نوماند شو همدغه انجینر کریم له فرانسی څخه حکمتیار د هلال د تآکنو د کمپاین د پاره راوغوښت ، څوک چه په ټاکنو کی ونډه اخلی که هلال بریالیتوب تر لاسه کړی وی یعنی حزب به د افغانستان سیاسی قدرت تر لاسه کوو چه بریالتوب یی ترلاسه نه کړو نو سوله کوی له جمهوری ریاست واپس سولی ته مخه کوی ؟؟؟؟؟؛؟؟؟؟؟؟؟؟
    مګر کوم ماشومان یا لیونیان د حزب او حکمتیار په دی څو مخیو خطا وځی .
    حتی دغه مور بم اتومی بم د داعشیانو د شهرت زیاتولو د پاره وکارول شو نور اهداف به هم پکی نغښتی وو مګر عمده هدف همدغه چه حزب اسلامی ته یی د داعشیانو قومانده ورکړه ، پخوانی نظامی بیسونه دداعشیانو د جهاد نمایی روزنی د پاره بیا عیار او د شهرکونو به نوم حزب ته وسپارل شو هغه بیسونو یا کمپونو کی به داعشیان استخدام کیږی ، جهادی شعارونه به زده کوی اوږدی څڼی او ږیری به پریږدی ، جهادی پکولونه او جاکتونه به ورپه سر کوی او وراغوندی او له هغه وروسته به د شبی له بیسو وځی شعارونه به یی د اشغالګرو په ضد او اصلی جنګ به د اسلامی مقاومت په ضد تر سره کوی د همدغه امله مور بم اتوم بم وکارول شو.
    غزنیوال صاحب !
    تاسی بیا هم له حکومتیار صاحب ( ساخل ، حقمل ….) او داسی نورو هیله لری چه د دغه بم په مقابل کی ولی چوپه خوله پاتی دی ؟؟؟؟؟؟؟

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.