نړۍ

بنګلادیش: د جماعت اسلامي د مشر په ګډون ۱۴ تنه په اعدام محکوم شول

په بنګلادیش کې يوې محکمې د جماعت اسلامي ۷۰کلن مشر مطیع الرحمن نظامي په ګډون څوارلس تنه په اعدام محکوم کړل. يو حکومتي وکيل کمال الدين احمد ويلي چې مطيع الرحمن سره له څوارلس ملګرو يې لس کاله وړاندې د وسلو د قاچاق په تور نيول شوي وو. په اعدام محکوم شویو کې د بنګلادیش د کورنيو چارو پخوانی وزیر لطف الرحمان او د استخباراتو دوه پخواني مشران شامل دي. د يادونې چې د جماعت اسلامي مشر مطيع الرحمن چې په ۲۰۰۴ م کال کې د صنعت او توليدي چارو وزير و، د محکمې لخوا د لسو ډکو لاريو سلا په قاچاق تورن شوی و

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x