هېواد بدلېږي!

دادمحمد ناوک ‏

د بيان بې قيده يا هم ناڅاپي ازادي دا تاوان هم لري، چې رسنۍ د خپل مالي ملاتړي هر ډول رښتيا په دروغو بدلولی ‏شي، يا هم دروغ رښتيا ثابتوي، چې په داسې حالاتو کې د عادي خلکو لپاره د حقايقو درک سختېږي او هڅه کوي ‏داسې مرجع پيدا کړي چې حد اقل د حق څرک پکې وويني.‏

« له طالب مشرانو سره شپږ ورځې» د انجينر صاحب نظر محمد مطمين هغه ليکلی اثر دی، چې ښايي د هېواد اوضاع ‏بدله ‏کړي او دا باور هغه وخت لا غښتلی کېږي، چې لوستونکی کتاب داسې ولولي چې خلاصې سترګې ولري، دغه کتاب ‏چې زه ‏يې يونليک بولم، د اوسنۍ اوضاع اړوند پکې بېخې بې سانسوره بحث شوی، ليکوال د خپلو ملګرو په ‏ملګرتيا ‏قطر ته تللی له طالب مشرانو سره يې بحثونه کړي، کابل ته راغلی، د ملي امنيت مشر، د امريکا سفارت ‏او ‏طلوع تلویزن مشرانو سره يې خبرې شريکې کړې، کندهار ته تللي او د سولې چيغه، يې پورته کړې!‏

د کتاب له لوستو وروسته مې دا حس کړه، چې ليکوال خورا لوی جرئت کړی او د هر چا د نظر له اخيستو ‏وروسته ‏يې په پوره زړورتیا خپل نظر ويلی، چې لوستونکيی له ذهني کږېدا ساتي، ليکوال چې د خپلو ملګرو ‏په ملګرتيا له طالب ‏مشرانو سره څه ويلي او څه ترې اورېدلي، نېغ يې تر معصوم ستانکزي، د امریکا سفارت، ‏طلوع تلویزون تر مشرانو او ‏د کندهار تر امنيه قومندانه رسولي، که څه هم دا کتاب ښاغلي مطمین په سختو ‏خواريو لیکلی، ځينو ناستو کې يې ‏دقیق يادښتونه اخيستي، د ځينو ناستو د ګډونوالو خبرې يې له ويډيو یا ‏اډيو لیکلې چې ښه خواري غواړي، خو په دې ‏ټولو منډو ترړو کې يې ملګري هم ورسره شریک و، ښاغلی فيض ‏محمد ځلاند، استاد اسد وحيدي، دکتور لطيف ‏نظري، ميرويس ستانکزی او شاپور بختيار، چې بختیار لا په قطر کې خونده نه وه، له تصويرونو ډارېږي، چکر ته نه ‏وځي او لوستونکی داسې انګېري چې دا سړی په زور بيول شوی، خو د کتاب په وروستيو کې سړی پر راز پوهېږي.‏

‏ښايي پوښتنه وشي چې لوستونکی نو څه خبر دی چې ایا ټولې یا هم رښتيا خبرې هم دا دي؟ د لوستونکو لپاره د دې ‏کتاب د تللو لپاره یوازې دا تله شته چې دوی دلته هغه څه لولي چې رسنيو کې نه دي راغلي، پر دې سربېره په کتاب کې ‏دقیق وخت يادول، د هرې خبرې لپاره پر خبره کوونکي حواله ورکول دا ثابتوي چې دلته دروغو ته ځای نشته. ‏

د کتاب نوم چې ښايي تر دې هم جذاب ورته ټاکل شوی وای، ځينو لوستونکو ته دا برداشت ورکوي، چې پر شپږو ‏ورځو بحثونو نو ولې دومره ذخیم کتاب وليکل شي؟ خو موږ د هر ډول کتابونو لپاره مقابل کې کټه ګوري شوي ‏لوستونکي لرو، دا ډول پوښتنه کېدای شي هغه لوستونکی وکړي چې یوازې يې له عمومياتو سره کار وي او نه غواړي ‏جزييات هم ولولي، یا هم له موضوع سره چندان دلچسپي ونه لري او د مطالعې عادت يې برابر نه وي، خو ماته د دې ‏اثر يوه ښه ځانګړنه دا ښکاره شوه، چې جزييات يې مفصل را اخیستي، حتی هغه صحنې هم پکې شته چې له طالب ‏مشرانو سره پکې اړيکه نه ده ښوودل شوي، بلکې خپل ملګري کوم ځای ته په چکر وتلي، لکه د کتاب په ۱۶۰ مخ کې، ‏د تفريح لپاره د دوی وتل او د هغې بیان ته ځانګړی عنوان ورکړل شوی دی. په دغسې يونليکونو کې د دا ډول جزيياتو ‏يادول دوه ګټې لري، یو دا چې لوستونکی پر معلوماتو سربېره د تفریح او خوند تمه هم لري چې دا ډول صحنې د ګرمو ‏بحثونو تر منځ لوستونکي ته خوندوره وقفه ورکوي، بله دا چې د جزيياتو دا ډول مفصل يادول د پېښو پر واقعیت، د ‏ليکوال پر دقت او د موضوع پر کره توب لا لوستونکی باوري کوي، بله دا چې کتاب یوازې له طالب مشرانو سره شپږو ‏ورځو ته نه دی ځانګړی شوی، په کتاب کې د ملي امنيت په مقيده فضا کې د دوی خبرې، د امريکا سفارت کې د ‏امريکايي چارواکو له لوري د يو مفتیش په توګه پوښتنې، طلوع تلويزون ته د شاپور بختيار ناسم رسېدلي معلومات ‏بېرته په سمو بدلول، کندهار کې د امنيه قومندان نادرې، هم را اخيستل شوې دي او اوږد بحث پرې شوی.‏

د کتاب ارزښت:‏

که پوښتنه وشي چې ایا دا کتاب به ولوستل شي؟ ځواب يې اسانه موندل کېږي، کتابونه د دوو علتونو څخه د يو په ‏لرلو لوستونکي لولي، يا يې موضوع ارزښتمنه وي، يا يې ليکوال مشهور څوک وي، ياهم کله کله دواړه علتونه پکې را يو ‏ځای شوي وي، دلته موضوع ځکه مهمه ده چې طالب د اوسنيو مسايلو یو خورا مهم او مطرح اړخ دی، پر دې سربېره ‏طالب هغه څوک دی چې لا يې هم سیاسيون په اړه یوازې رسنيز قضاوت کوي او نږدې ټول ولس ته يې د تلویزون له ‏کيمرې ور پېژني، پردې سربېره د سولې اړوند هغسې رازونه چې پکې ویل شوي، چې ډېر لوی زړه ورته پکار دی، بله دا ‏چې لیکوال هغه څوک دی چې رسنیزو بحثونو کې ګڼ مينه وال لري او ځينې نور ځکه د دې کتاب لوستو ته اړ کېږي ‏چې غواړي پوی شي چې طالب مشران څوک دي؟ څنګه خوی لري؟ له ژورنالیستانو او فعالانو سره يې چلند څنګه ‏دی؟ استدلال يې څه ډول دی؟ …‏

د کتاب نوم، هم د لوستونکو د کشش لپاره یو څه اغېز لري، خو پر دې سربېره د يو اثر تر ټولو ښه بریا داده چې ‏مخالف لوری يې هم ولولي او فکر تر مخالف لوري ورسول شي، خو د دې نوم په لوستو ښايي ځينې چې له طالب سره ‏په مخالف اړخ کې دي ممکن د عقدې له مخې دې کتاب ته لاس ور ونه غځوي، خو که داسې نوم چې هم لنډ او هم يې ‏کشش لرلی ښايي د لوستونکي په جذب کې ښه واقع شوی وای، مثلاً: «سوله څوک نه غواړي؟»، «طالبان څنګه فکر ‏کوي؟»، «رښتيا څه دي؟» يا هم «له کابله تر دوحې» ما ته تر اوسني نوم مؤثر برېښي.‏

په دې ډول اثارو کې لوستونکی د قضاوت لپاره په جرئت څه نه شي ویلی، ځکه چې په داسې مسائلو کې د رښتيتوب د ‏موندلو لپاره بايد پراخه مطالعه وشي، که څه هم په کتاب کې مطمئن صاحب هڅه کړې چې ځان بې طرفه وښيي خو ‏د مسلمانانو په توګه د ځينو شريکو نقطو لرل، لوستونکي ته دا ذهنیت ورکوي چې ليکوال د کوم لوري د څرګندونو ‏تر تاثير لاندې راغلی دی، که څه هم په سريزه کې ليکوال يادونه کړې چې ده هڅه کړې بې طرفه پاتې شي، خو د ‏ګډونوالو د نظرونو له شريکولو وروسته که د ليکوال تبصرې وکتل شي، سړی دوه ډوله برداشت ترې کولی شي، يا دا ‏چې ليکوال د دې لپاره چې ځان بې طرفه وښيي د طالب مشرانو پر څرګندونو يې مخالفې تبصرې کړې، په داسې حال ‏کې چې دی پخپله د مجلس ګډونوال و، د دې پر ځای چې کتاب کې هغه مخالفه تبصره ور زياته کړې، مخامخ يې هم ‏ورسره سپينولی شوای، لکه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ږېرو د خرېيلو او پرېښودلو اړوند بحث کې، د ليکوال تبصره ‏‏۸۴ يم مخ کې، چې ګڼ نور مثالونه يې هم لوستونکي موندلی شي، يا هم له طالب مشرانو سره د خبرو پر مهال يې ځان ‏ډاډه نه احساساوه.‏

په ځينو ځایونو کې يې بیا موافقه تبصره که څه هم د ليکوال خپل نظر دی، خو ممکن لوستونکي ته دا برداشت ‏ورکړي چې ليکوال په لوی لاس پر لوستونکي د طالب مشر خبره مني، خو په داسې حال کې چې ليکوال عادي کس نه ‏دی، د نظر خاوند دی او د نظر د څرګندولو حق لري ا و د ده له نظره مثلاً د نعيم وردګ له لوري د دې خبرې کول ‏چې دی په افغاني پاسپورټ قطر ته تللی او د دوی په منځ کې پاکستانيان نشته، د دې وړ وه چې د دې خبرې اړوند د ‏مقابل لوري اندېښنه، چې خالد پښتون له بې بې سره کړې، هم یاده کړې، دا موضوع د کتاب په ۹۹ یم مخ کې ياده ‏شوې ده. ‏

مګر پر دې سربېره يې کتاب کې د دولتي چارواکو پر نظرونو هم څرګندې تبصرې کړې دي، له معصوم ستانکزي سره ‏په ناسته کې داسې ښکاري چې ګډونوال ځان ارام نه احساسوي، چې د مجلس په پای کې د ملي امنیت يو غړي ته اسد ‏وحيدي دا ګيله هم کوي، چې د امنيت وياند صديقي د مجلس په جريان کې یو ډول تمسخر اميزه خندا کوله، چې له ‏سپکاوي پرته بله مانا نه لري، خو ليکوال د هغه پر خبرو هم زړوره تبصره کړې، چېرته چې يې د طالب مشرانو سره د ‏نظر اختلاف راغلی ښکاره يې لیکلی، لکه د ښوونځيو د بندولو په برخه کې چې طالب مشران ترې منکر دي، خو ‏ليکوال وايي چې طالبانو د جګړې په لومړيو کې ان د دوی د کلي ښوونځی هم ور بند کړ.‏

کتاب کې څه دي؟

دا مهم، فکر او هېواد بدلوونکی اثر په اوس وخت کې پخپل ډول کې یو بې ساری اثر دی، دلته د افغانانو د لوی ارمان ‏‏– سولې ۰ اړوند بحث شوی، د طالبانو نظر غوښتل شوی، چې د هغوی تر ټولو ډېر تاکيد پر دې دی چې بهرنیان بايد ‏د وتلو لپاره مهال وېش له يو تضمین سره وټاکي، دوی اوربند ته تيار دي او له افغان لوري سره بیا د حکومت پر ډول، ‏اساسي قانون، د ښځو حقونو او نورو برخو کې خبرې کېدای شي، کله چې سړی د طالبانو اړوند د حکومتي چارواکو ‏خبرې لولي، هغوی د طالب په پرتله چندان رڼه تګلاره نه لري، دوی هڅه کوي طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې وښيي ‏او د طالب پر ځای له پاکستان سره خبره وکړي، پاکستان همدا موقع غواړي او پر طالبانو د فشار له لارې غواړي په ‏سوله کې خپل امتیازات ولري، خو په ورته وخت کې طالبان پر افغان حکومت چې هغوی يې – کابل اداره – بولي، د ‏لويو مسئلو لکه، تور لیست، له هېواده د وتلو مهال وېش د خبرې کولو تمه هم نه لري او د واحدې ارادې په نیستي يې ‏تورنوي، دوی وايي چې د جګړې مهم لوری امریکا دی چې زموږ نظام يې را نړولی او زموږ خاوره يې نیولې ده، قطر ته ‏تللې د خبريالانو او شنونکو دا ډله چې ښاغلی مطمین هم پکې دی د طالبانو دا پیغام له يو څه نورو جزياتو سره د ‏معصوم ستانکزي مخې ته ږدي، خو له ستانکزي سره تر خبرو وړاندې، د دې ډلې ځينو غړو ته د ملي امنیت له لوري ‏زنګونه وهل کېږي او ليکوال ګمان ښيي چې ښايي ملي امنيت ته هم شاپور بختيار د دوی د سفر په اړه ناسم معلومات ‏ورکړي وي، لکه د طلوع ادارې ته يې چې هم ښکرور دروغ ويلي و. ‏

مسئله کې ډېرې داسې خبرې شوې، چې په رسنیو کې نه دي راغلي، ولس ترې نه دی خبر او د ښاغلي مطمئن دا لوی ‏احسان دی چې په داسې حالاتو کې يې د ځوان نسل د سترګو خلاصولو لپاره دا توره وکړه، خو د يو عادي لوستونکي په ‏توګه هم سړی پوهېږی چې، دا ډله له طالبانو سره خبرو کې ډېر جدي پر مخ ځي او ځان ډېر ډاډمن احساسوي، خو د ‏ملي امنیت له مشر سره خبرو کې، یا هم د امریکا سفارت کې ورته ډول احساس نه کوي او خبرې يې ډېرې محتاطې ‏ښکاري. ‏

په کندهار کې د سولې چيغه، چې امنيه قومندان عبدالرازق پکې ډېرې خوږې شکرې شيندلې وې او ليکوال يې هم ‏پرلپسې مننې ته اړ شوی، خو د دې غونډې اړوندې موضوع په وروستيو پاڼو کې واضح ښکاري، چې د کندهار له امنيه ‏قومندان سره لکه نور چارواکي چندان د سولې هيله نه ده پاتې، صرف هڅه کوي د طالب او روسیې هغه اړيکي چې ‏رسنۍ يې تبليغوي، تیتې کړې او کوشش وکړي، د خلکو په وساطت طالب د دې وړ نه کړي چې د خپلواک لوري په ‏توګه له چا سره اړيکه ټینګه کړي او له روسيې سره د طالب انډيوالي طبعاً د کندې پر ژۍ ولاړ حکومت لپاره د مرګ ‏کرېږه ده!‏

دې کتاب کې لوستونکی پيدا کولی شي، چې د سولې پر وړاندې لوی خنډ څوک دی؟ جګړه ولې اوږدېږي؟ نړیوال کوم ‏پلانونه لري؟ د پردې تر شا څه روان دی؟ د سولې شورا حیثیت څه دی؟ حکومت څومره واکدار او په منځ کې څومره ‏سره وېشلی دی؟ طالب څومره د پاکستان له نفوذه وتلی؟ د طالب ايديال نظام يعنې څه؟

د دې يونليک نثر:‏

له ادبي برخې پرته که په نورو برخو کې زموږ ليکوال کار کوي، دوی بيا نثر ته چندان پام نه کوي، خو د سخت نثر ‏خامي داده چې د لوستونکي ذهن د مانا پر ځای په لفظونو کې نښلي او په لوی لاس د لیکوال د هدف او لوستونکي د ‏اخذ تر منځ خنډ پیاوړی کېږي، خو د مطمین صاحب په دې کتاب کې نثر په خورا عالي ډول لیکل شوی، عالي ډول ‏ځکه ورته وایم چې سخت پېچلي استخباراتي موضوعات ( لکه په شمال کې د داعش په نوم د وسله والو د فعالیت، ‏خنډ، دوستم د ټپي کېدو، طالب او روس اړيکي، د عبدالرازق قومندان په شاتو کې زهر…) هم پکې راغلي دي، چې که ‏يې نثر خوندور، ورځنۍ محاورې ته نږدې نه وای ښايي لوستونکي د لوستو حوصله بايللې یا کمزورې کړې وای. ‏

د نثر په ښکلا کې يې د ګډونوالو مستقیم نقل قول هم ښکلا پیدا کړې، لکه لوستونکی چې د کوم خوندور ناول کوم ‏ډایلوګ لولي، او د دې مستقیم نقل قول بله ګټه دا هم ده، چې د ځينو اصطلاحاتو ګوته لیکوال ته نه، بلکې خبرې ‏کوونکي ته ممکن ونیول شي، مثلاً ۶۹م مخ کې يې د شاپور بختیار له خولې ليکلي: « طالب یوازې نظامي برخې ته متوجه ‏دی، نورو برخو کې هم کار کول پکار دی، ټول افغانان د امریکا جاسوسان نه دي، عام خلک ګروګان نیول شوي، ‏بېچاره شوي او له ستونزو سره مخ دي، له لرو پرتو سیمو کې د افغان ځوانانو اردو کې د جذب زمينه قصداً برابره ‏شوې»‏

دا خبرې که کټ – مټ نه وای را اخيستل شوې، نو ممکن لیکوال د یو راوي په توګه داسې ليکلي وای: شاپور بختیار ‏طالبان له نظامي فعالیت پرته په نورو برخو کې هم پام ته وهڅول او ويې ویل چې خلک ګروګان شوي دي، ټول خلک د ‏امریکا ملاتړي نه دي…‏

دلته به یو لو تاوان دا و، چې د خبرې کوونکي خبرې ممکن ناسمې واخیستل شي، بله دا چې پر لیکوال باور کمزوری ‏کېده، ممکن لوستونکي انګېرلي وای، چې بختیار به داسې لفظونه نه وي کارولی، هغه به دا خبره دا ډول نه وي کړې. ‏

کتاب له هنري اړخه په دومره مهارت لیکل شوی، چې لوستونکی پکې د طالب مشرانو کرکټرونه او د هغوی د مخالفينو ‏شخصیت ډېر ښه درک کولی شي، د طالب مشرانو په خبرو کې پخواني جهادي قومندان چې اوس يې په مخالفت کې ‏ولاړ دي، کله هم په بدل نامه نه دي ياد شوي، دلته لوستونکی پوهېږي چې طالبان څنګه فکر کوي؟ د مسایلو په اړه ‏څه نظر لري؟ د ښځينه و د حقونو، له بهرنیو هېوادونو سره د اړيکو، د روانې جګړې او د خپل ايډيال نظام په اړه څه ‏وايي؟

دا کتاب، چې د روانو ناندريزو حالاتو اړوند، د ځوان نسل سترګې پرانیزې، باید ولوستل شي، خو له هر کتاب سره بايد ‏بحث وشي او هره خبره يې په پټو سترګو ونه منل شي. ‏

مطمين صاحب د همدې کتاب په خپراوي سره، د ځوان نسل پر وړاندې خورا دروند مسوولیت ادا کړی، چې موږ به ‏يې د احسان پور وړي يو. ‏

‏۱۳۹۶-۱-۲۸‏



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

4 تبصرې

  1. یاره ناوکه الله دي روغ خوشحاله او پیاوړی لره، په داسي انداز کې دي تبصره ورباندي کړي، چې ته به وا دمخکتني په پروګرام کې شریک يې.

    یاره کتاب خو مي لاندی کتلی، که څه هم ډیره مي ورته سودا ده، خو ستا له تبصري نه ښکاري چې له دقندهار له باچا رازق خان نه يې کوتک او له شاپور نه روښتیا دشا پور جوړ کړی دی.

    بل دا چې زما په آند دکتاب اوسنی نوم ستا تر هغو ډیر جالب راته ښکاري، ځکه اوس ټول په دي پوهیږي، چې حق څه دی، نو که په نس کې مریض وي، ستا له نامه نه ورته ښکاري، چې په دننه کتاب که به څه وي، سمدستي دالرژي په مرض اخته کیږي.

    خو ناوک بیا هم په ډیر درناوي

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    ناوک صاحب اسلام اعلیکم حقیقت خو هرچاته معلوم دۍ که ټرمپ دۍ که غنی دۍ که یوشپانه دافغانستان دۍ،مطمین صاحب هم پدی ترهرچاښه پوه دۍ ،پدی ځای کی دمطمین صاحب اونورودعقل دخاوندانو کوښښ دادۍ چه بعضی هغه خلک چه تشویش لری چه شایدطالبان دبل دلاس آلی وی اواشغال ګروهم داکوښښونه کړی دی چه دخپلو ایجنټانو حکومتو(لکه داشرفغنی اونوازشریف ) په ذریعه یی ددووملتو لکه افغانستان اوپاکستان نفرتونه اچولی دی،دمطمین صاحب کتاب اوکوښښ داتشویش لیری کی دحل دلاری خبره دکفاروزورزیاتۍ اوددوی سره دوطن فروشانو ملګری ده ددی چاره بله هیڅ نسته بیله جنګه ،وطن زموږ واک دامریکا اوپه زوره یی واک هغه خلکوته ورکړۍ دۍ چه مجرمان دی آیا امریکا پخپل ملک کی یو ورځ دوستم دجیله دباندی پریږدی آیاپه امریکاکی دچا لوڼی اوزامن په زوره څوک بیولای سی آیاچه خپل ملت یی دلوږی مری صدر یی ۵۰۰۰۰زره ډالر امریکا ته دخپلی خوښی دحکومت دکامیابۍ دپاره استولۍ سی داټول حقیقتون هم ټرمپ اودکفارو هر حاکم ته معلوم دی ،وایی دایی قواله په چایی منی بله څه لار سته بیله قربانۍ اوشهادته ؟په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  3. Assalam u alaikum…….
    where i will get this book. i need it.

  4. الحاج استاذ بیانزی

    دروند ورور مطمن صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !
    تر ټولو لمړی درته د دی کتاب د لیکلو او نشرولو مبارکی تاسی او ټول مظلوم ولس ته ډالی کوم .
    زړه می وو چه په اړه یی لیکنه یا تبصره ولیکم ، غوښتل می د نورو مثبت او یا منفی نظریات هم ترلاسه کړم په اړه به یی څه ولیکم چه مثبتو خلکو ته به تشویق او منفی کسانو ته به د قناعت وړ څه ولیکم ، تر اوسه لا وختی دی چه د خلکو نظریات تر لاسه کړم تر اوسه ټول مثبت نظریات دی زه به خپله لیکنه د ځه وخت د پاره وځنډوم که منفی نظریات هم ترلاسه کړم بیا به کومه لیکنه ددغه کتاب به اړه ولیکم
    د کتاب په اړه مونږ هم هیله کړی وی ، ځانله زما د پاره نه بلکه د ټولو هیواد والو دپاره ددی کتاب له محتویانو چه په پوره حقایقو بنا لری خبرول اړین دی که انلاین کی یی نشر کړی ډیر ښه به وی فکر کوم ښه به نه وی چه دا کتاب یواځی کاغذی پانو کی نغښتی او کمو خلکو ته ورسیږی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.