افغانستان

زابل: د شینکۍ امنیه قومندان د طالبانو په چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ وري، ۱۳۹۶): د زابل ولایت د شینکۍ امنیه قومندان د یو شمېر ساتونکو په ګډون تېره شپه وژل شوی دی.

د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان چې سیف الله نومېدی، په اړه یې ویل کیږي چې د اربکیانو عمومي قومندان هم وو.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال میرویس خان نورزي د قومندان سیف الله وژنه تایید کړې او ویلي چې تېره شپه ناوخته پر یولس نیمو بجو د شینکۍ ولسوالۍ د سیوري په سیمه کې پر یوې پوستې برید وشو چې نوموړی یې د مرستې لپاره روان شو او پر لاره یې پر ټانګ باندي د طالبانو بم وچاودېد او له یوه ساتونکې په ګډون ووژل شو، څلور تنه عسکر نور ټپیان شول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي له لوري پر ټویټر باندي نشر شوي خبر کې ویل شوي چې نوموړی د خپل ۴ تنه ساتونکو په ګډون وژل شوی دی.

نوموړي وویل چې د قومندان سیف الله ټانګ د «کم کاریز» په سیمه کې پر ماین برابر شو چې له امله یې د څلور ساتونکو په ګډون هغه ووژل شو. او زیاته کړې چې یو بل ټانګ هم په راکټ وویشتل شو او تخریب شو.

ددوهم ټانګ خبر د زابل امنیتي چارواکو نه دی تایید کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x