افغانستان

د طالبانو د بغلان والي وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ وري، ۱۳۹۶): د بغلان لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی والي د دولتي ځواکونو په چاپه کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتی څانګې اجرائوي مشر نجیب دانش په وینا تېره شپه پر یولس بجې دولتي ځواکونو د بغلان په «جوی نو» او ډنډ غوري ولسوالۍ په ځینو سیمو کې چاپې واچولې، چې په ترڅ کې دطالبانو له لوري نومول شوی والي د ۴ تنو نورو جنګیالیو په ګډون ووژل شو.

نوموړي وویل چې د طالبانو والي مولوي هلال نومیدی، هغه د څلور تنو نورو قومندانانو په ګډون ووژل شو چې حاجي سحر عالم، قاري جانباز، قاري شهاب الدین او قاري اسماعیل نومېدل.

د نوموړي په وینا د بغلان په جګړو کې دغه پنځه تنو مشرانو مهم رول درلود.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي. خو طالبانو ته یوې نیژدې سرچینې د بغلان د والي وژنه تایید کړې.

باید وویل شي چې په شمالي ولایتونو کې د کندوز او بدخشان تر څنګ بغلان یو د هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې طالبان په کښي لوی قوت لري. دوه ورځې وړاندي طالبانو د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې پر عمومي سړک د یوه کمین په ترڅ کې د همغږۍ د قومي مرکز مشر جنرال عبدالحی عطايي د یو شمېر ساتونکو په ګډون ووژل شو.

نوموړی د شمالي ولایتونو د زون په سطحه د دولتي ځواکونو د همغږي کولو عمومي مشر وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x