نادري ناولده

په قرآن کې د ذکر شوو ونو پارک

د دوبۍ ښاروالۍ وايي چې د “دوبۍ  قرآن پارک” چې یواځې هغه ونې چې په قرآن کې يې ذکر شوی، د ۲۰۱۵ کال تر  ستمبره  به جوړ شي. دغه پارک  ۱۳ باغونه لري او تمه ده چې په  ۶۴ هکتوره ځمکه کې به ورغول شي.
سیاحان که  غواړي، ټولې هغه ونې چې په قرآن کې ذکر شوي وګوري نو د دوبۍ په لور دې مخ کړي، چېرې چې  ځايي چارواکي د هغو ونو چې په قرآن کې ذکر شوي  پراخه پارک په جوړولو بوخت دي.

د راپورونو په اساس  ددغه پارک جوړونکي وايي چې قرآن کریم کې ټولې ۵۴ ونو او ګلانو ذکر شوی چې  په هغه کې انار، انګور، زیتون، انزر او نور شامل دي، ددوی په وینا دغه پارک په ۱۵۸ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې اوسمهال په کې ۳۱ ډوله ونې او ګلان لګېدلي او پاتې  ۲۱ ډوله ګلان او ونې به په درېيمه مرحله کې ولګول شي. ددوی په وینا په قرآن کې درې ذکر شوي ګلان اوسمهال د نړۍ به هيڅ ځای کې موندل کیږي.

 ښاروالۍ وايي چې همدا راز د پارک په منځ یو جهیل هم جوړیږي او تمه ده چې د لیدونکو پر مخ به په راروان کال کې پرانیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x