نړۍ

پاکستان وايي د افغانستان سره دیپلوماتیکي اړیکې هند را خرابوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ وري، ۱۳۹۶): مک مسټر چې د افغانستان او پاکستان وروسته هندوستان ته په سفر تللی تر څو په سیمه کې تر سلا مشورو او معلوماتو را ټولو وروسته د امریکا نوي ولسمشر ته د افغانستان د جګړې په اړه معلومات ورکړي او پر هغه اساس یوه نوې ستراتیژې جوړه کړي، په پاکستان کې یې د لومړي وزیر نواز شریف، د پوځ مشر جنرال قمر باجوه او د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز سره کتلې وه.

د پاکستاني رسنیو په وینا ددغه ملاقاتونو یوه برخه نن ورځ رسنیو ته را ووتله چې په هغه کې پاکستان د امریکې د امنیتي چارو سلاکار مک مسټر ته وویل، د افغانستان سره زمونږ دیپلوماتیکي اړیکې هندوستان را خرابه وي.

پاکستان همداراز نوموړي ته ویلي، که امریکا د افغانستان د قضیې حل په هندوستان کې ویني، نو پر غلطه دي، ځکه چې هندوستان غواړي پر افغانستان خپل کنټرول ولري او د پاکستان سره یې اړیکې خرابې کړي.

باید وویل شي چې د ټرمپ د امنیتي چارو سلاکار په افغانستان کې په یوې مرکه کې ویلي وه، پاکستان دي د پروکسي (نیابتي) جګړې څخه لاس واخلي او خپلې ګټې دي د دیپلوماتیکو لارو خوندي کړي.

پاکستان مک مسټر ته ورته شکایت کړی او ویلي چې هندوستان په افغانستان کې مېشت وسلوال او په بلوچستان کې وسلوالو سره مرسته کوي او هغوی سره مالي او وسلو کومک کوي.

د کتونکو په باور هندوستان او پاکستان دواړه په افغانستان کې د سیاسي نفوذ تر لاسه کولو په موخه هلي ځلي کوي تر څو د افغانستان خاوره یو د بل پر ضد وکاروي او افغانستان د خپلو سیمه ایزو سیالیو او دښمنیو ډګر وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

هغه وخت چه اشرفغنی نوۍ قدرت ته ورسید فوراً یی له هندستانه مخ واړاوۍ اودپاکستان سره یی اړیکی ټینګی کی، ولی حالات خراب پاته سول؟ – آیایوهوښیارفکرنیم افغانستان پاکستان ته پری ښوولای یعنی بخښلای سی ؟آیادکم حکومت په قدرت پوره ده چه نیم افغانستان وچاته وبخښی؟،دپاکستان قوی فوج له پښتنو اوبلوڅو جوړسوۍ دۍ ،آیاپه پاکستان کی به داسی څوک وی چه له دی حقیقته ناخبره وی؟ هرهغه څوک چه دافکرکوی چه پاکستان دافغانستان جوړیدل غواړی زه فکر کوم چه خوب وینی،افغانستان انشاءالله مخ پر جوړیدودۍ اودانګریزانو جوړکړۍ ملک مخ پر خرابیدو دۍ ،یوامکان سته لکه چه ضیاءالحق شهید نظر دیووالی… نور لوستل »

انعام

آڅکزی صاحب ! پخوا به خلکو د دوه مخو خبره کوله یا د صدر اسلام وخت کی د ځینو دوه مخو یادونه کیدله ما به چه هغه قیصی ویلی یا به می اوریدلی سودا به می وه چه هغه دوه مخی به څرنګه خلک وو ، ولی به یی دوه مخی کوله ګټی به یی اخر څه وی چه د دومره لوی اسلامی پانګی څخه به ورتیریدل په مقابل کی به یی مالی لاس ته راوړنه دومره وه چه معنویات به یی پری له لاسه ورکول او ….. په هر صورت ډیر حیران شوم ، اوس چه د ځینو تبصری… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

انعام صاحب اول سلامونه تقدیموم که غوروکی هرهغه ملک چه دځان دآزاده اراده وکړی اوقربانۍ ورکوی لکه دیلاوره افغانان هغه حطماً الله آزادوی ،وګوره روس ترانګریزانو ډیر قوی ووافغانانو څنګه وشاړۍ،که پخواتاریخ وګوری هم دغه رقم یی انګریزان پسی واخستل نوماوخت ندۍ ټاکلۍ اوداچه څونه افغانستان اوس آزاددۍ دایی هم نښانی ده اوهمدارنګه ویتنام امریکانه غوښته الله آزاد کړل ،الله په قرآن کی فرمایی زه دیوقوم حالت نه بدلوم چه دوی یی په زړوکی بدل نکړی پاکستان دانګریزانو جودایی نه غواړی اویوڅه طالبان هغه دی په جهادورسره اخته دی – زه دقرآنکریم دهدایاتومطابق هدایت لیکم تقریباً ۹۰٪-افغانان غواړی چه له… نور لوستل »

انعام

زما سلامونه هم ومنی ! خپلی مخکنی تبصری ته بیا مراجعه وکړی او حتی دی تبصره کی هم تاسی افغانستان خپلواک ګڼلی ، په داسی حال کی چه د ټولی استعماری نړی له خوا هر اړخیز غلامی کی دی زمکه یی د هغوی ټانګو او اسمان یی د هغوی الوتکو نیولی ، حکومت نشته د هغوی غلامه، فاسده او بی کفایته اداره چه د امریکایانو سفیر ورته د سرطان د ناروغی نوم ورکړی کرزی د هغوی په ټانکو سپور راوستل شو او د طالبانو رژیم که غریب هم خپلواک وو پاکستان زمونږ په پولو ګولی نه ورولی او نه یی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x