نړۍ

امریکا: یو تورپوستي امریکايې څلور سپین پوستي امریکایان ووژل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ وري، ۱۳۹۶): د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې یوه تور پوستي امریکايي درې تنه سپین پوستې امریکایان په ډزو وژلي دي.

په امریکا کې تور پوستې امریکایان تل د خپل قانوني حقوقو د تر لاسه کولو په برخه کې د امریکا د حکومت او امنیتي ځواکونو څخه سر ټکوي.

پېښه د کالیفورنیا ایالت په فرینسو ښار کې را منځته شوې کله چې یوه تور پوستي مسلمان امریکايي په ځانګړي ډول پر سپین پوستو امریکایانو ډزې وکړې او له امله یې ۳ تنه ځای پر ځای ووژل شول. نوموړي څو ورځې وړاندي هم یو سپین پوستی امریکايي وژلی وو.

د امریکا د امنیتي ادارو ادعا کړې چې دغه تور پوستی بریدګر که څه هم مسلمان او د ډزو پر مهال یې د الله اکبر چیغې وهلې، برید پر مذهبي بنیاد نه دی کړی بلکي انګېزه یې د سپین پوستو امریکایانو سره د نفرت او کرکه وه.

ویل کیږي چې نوموړي بریدګر د برید پر مهال هم دغه خبره تکراروله او ویل یې چې زه د مذهبي اختلاف له وجې سپین پوستې نه په نښه کوم، بلکې د هغوی سره کرکه مې د هغوی وژنې ته هڅوي.

د بریدګر عمر ۳۹ کاله ښودل شوی، اصل نوم یې «کوري علي محمد» دی، د «بلېک جیسوس» مستعار نوم یې په فېسبوک کې ځانته غوره کړی وو.

امنیتي چارواکو ویلي چې هغه وتوانېد چې په دغه پېښه کې په ۱۶ ډزو درې تنه ووژني او یو شمېر نور چې ډزې هم باندي شوي وې، له بریده روغ ووتل. تر نني برید وروسته پولیسو هغه ژوندی نیولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x