نړۍ

د امریکې پخوانی ولسمشر جورج بوش په روغتون کې بستر شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ وري، ۱۳۹۶): د امریکې پخواني ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش (George H.W. Bush) چې د پخواني ولسمشر جورج بوش پلار دی، د ناروغۍ له امله روغتون ته داخل شو.

د بوش د کورنۍ ویاند مک ګرات رسنیو ته ویلي چې ۹۲ کلن جورج بوش د تیرې جمعې په ورځ د ټکساس په هیوسټن ښار کې په روغتون کې داخل شو.

نوموړي ویلي چې د پخواني ولسمشر ټوخی تر اندازې زیات شو چې له امله یې هغه په کور کې ارام نه شوای کولای، ځکه روغتون ته ورسول شو.

د رویټرز خبري اژانس د خبر سره سم دا په درو میاشتو کې دویم ځل دی چې نوموړی روغتون ته د سینه بغل ناروغي له امله وړل کیږي.

د بوش کورنۍ ویاند ویلي چې په همدې روغتون کې پخوانۍ لومړۍ میرمن «باربارا» هم بستر ده چې ۹۱ کاله عمر لري او هغه هم د سږو په ناروغي اخته ده.

جورج بوش د کال ۱۹۸۹ څخه بیا تر ۱۹۹۲ پوري د امریکا ولسمشر پاته شوی، نوموړی په ژوندیو پخوانیو ولسمشرانو کې تر ټولو ډېر عمر لرونکی دی، د نوموړی زوی جورج ډبلیو بوش (George W. Bush) د کال ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۰۸ پوري د امریکا ولسمشر وو.

پلار بوش پر عراق باندي لومړی برید وکړ، په سعودي او کویت کې خپل ځواکونو ته پوځي اډې جوړي کړې او د کویټ څخه یې د عراق پوځونه پر شا وتمبول، او زوی بوش بیا په خپله ولسمشري کې پر افغانستان او عراق برید وکړ او دا میراث یې اوباما او بیا اوباما ټرمپ ته پرېښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x