د بمونو مور رښتيا پر داعش وغورزول شوه؟

حماد الله نیازی

د روانې اپرېل مياشتې پر ۱۳ تاریخ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د مامند درې په سیمه کې امریکایانو تر ټولو غټ بم وغورزاوه.

دا بم چې په غیر اټومي بمونو کې تر ټولو ستر بم دی او د بمونو د مور په نوم ياديږي، نیږدې ۱۱ ټنه وزن لري، چې د ټي ان ټي په نوم ۸۰۰۰ کیلو ګرامه بد غږ لرونکي او ویجاړونکي باروت پکې ځای پرځای شوې.

د بمونو مور په ۲۰۰۳ ع کال کې د لمړي ځل لپاره امریکا جوړ کړ چې هغه وخت پرې ۳۰۰ میلونه ډالر لګښت راغلی و، خو اوس دا بم د ۱۶ میلونه ډالرو د لګښت په بدل کې جوړیږي، امریکا دا ډول ۱۷ بمونه لرې.

د بمونو مور په لمړي ځل په امریکا کې وازمایل شو 

دا بم د عراق لپاره جوړ شوی و، ترڅو یې هلته وکاروي، خو د امریکایانو له لوري د نامالومو عواملو له کبله هلته ونه کارول شو.

د غیر اټومي تر ټولو ستر بم تخریب: لکه مخکې چې مو وویل د دې بم زیاته برخه ویجاړونکي مواد او باروت تشکلیوي، ۸۰۰۰ کلو ګرامه ټې ان ټې بد غږ لرونکي باروت پکې ځای شوې، چې دوه کلومټره مربع ځمکه او پر ځمکه ټول ژوندي او غیر ژوندي شیان له مینځه وړي، د یوولس ټنه ټې ان ټې باروتو په اندازه ویجاړی رامينځته کوې.

سمڅې د خپل زور له کبله نړولای شې او ځمکې ته سخت ټكانونه ورکوي

ویل کیږي چې د بمونو مور د دوو کلومترو په شاوخوا کې د ژوندي شیانو زړونه پټاووي، له دریو نه تر څلورو کلومترو پورې د خلکو د غوږونو پردې پرې کوي.

همداراز رواني کارپوهان وایي چې دا بم ګڼ زیانونه رامينځته کوې، چې تر سلګونو کلومترو پورې د دې بم د اثراتو له کبله د خلګو تنفسي سسټم، ینې، سږو او اعصابو ته زیان رسولای شې، همداراز د هر ډول سرطان ناروغۍ سبب کېدلای شې.

دا بم د همدې لپاره په لمړي ځل جوړ شو چې په عراق کې یې په کارولو سره د امریکا پر ضد جګړه کونکي وویرول شې او په روانې لحاظ دښمن ته ماتې ورکړې.

د دې بم مجموعي زیانونه څومره دې؟ تر کومې اندازې او په څومره ساحه کې روانې زیانونه لرلای شې؟

په کومه ساحه کې چې وکارول شې تر څو کلومترو پورې زهري اثرات پر ژوندیو او نباتاتو باندې لرلای شې؟ تر اوسه مالومه نه ده او نه شاید له دې روسته څوک پیدا شې د دې ستر بم هر اړخیز زيانونو په اړه پلټنه وکړې، ځکه دلته د افغان حکومت او امریکایانو له لوري دې کار ته اجازه نه ورکول کېږي.

په اچین کې یې د تلفاتو په اړه ویل کیږي چې پنځه مسجدونه او ۵۰ کورونه یې په بشپړ ډول تخریب کړې دې.

آیا دا بم رښتيا پر داعش وکارول شو:

د امریکا دفاع وزارت او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د بمونو د مور له کارولو روسته سمدستي مطبوعاتو ته اعلامیه ولېږله چې د دوی ځواکونو په اچین کې پر داعش غیر اټومي ستر بم کارولی.

نړیوالو او کورنيو رسنيو یواځې د همدې اعلاميې پر مالوماتو شخوند وواهه او ټولو رسنیو پر یوه غږ وویل چې امریکایانو په اچین کې پر داعش وسله والو غیر اټومي ستر بم غورزولی دی او هېڅ یوې رسنۍ هم د دې کوښښ ونه کړ چې حقیقت مالومات راټول کړي.

په لمړي سر کې د تلفاتو په اړه هېڅ جزیات د رسنيو له لوري نشر نه شول، ځکه چې رسنیو یواځې د پنټاګون او ناټو ځواکونو پر اعلاميې شخوند واهه چې په لمړنۍ اعلامیه کې د تلفاتو جزیات نه و ورکړل شوې، خو روسته ټولو رسنیو د ناټو او افغان چارواکو له ادعا روسته چې ویل یې په دې برید کې د داعش د ۴ قومندانانو په شمول د دې ډلې ۳۶ تنه وژل شوې دې، په یوه غږ خبر ورکړ چې په دې برید کې ۳۶ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خلګو فکر کاوه چې شپه ده، شاید سهار به رسنۍ او خبریالان سیمې ته ورشې او د برید په اړه به له عیني شاهدانو سره مرکې وکړې، د ويجاړې کچه به مالومه کړې او نړۍ ته به د دې ستر بم انځوریز راپورونه وړاندې کړې.

خو د خلګو له تصوره خلاف دا دی نن د برید څلورمه ورځ ده خو نه کوم خبریال او نه هم هیڅ رسنۍ هلته سیمې ته ورغلې او نه هم د ناټو له لوري یې کوم انځور یا ویډیو نشر شوې.

په رسنیو کې له ځینو کسانو سره د عیني شاهدانو په ډول مرکې وشوې، چې هغوی یواځې همدا ویل دا ډېر ستر بم او ستره بمباري وه، بس! خو تر ننه پورې هېڅ رسنۍ داسې پیدا نه شوه چې داسې عیني شاهد دې پیدا کړي چې هغه دې د دې بم غورزیدل او هلته یې ویجاړی په سترګو لیدلی وي.

اصلا له امریکایانو پرته د دې بم عیني شاهد هیڅوک نشته، ځکه په همدې سیمه کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د امریکایانو او افغان عسکرو له لوري عملیات روان ول، چې څو ورځې مخکې یو امريکايي عسکر هم په دې سیمه کې ووژل شو، نو امریکایانو ټوله سیمه د دې ستر بم د ازمایلو لپاره تخلیه کړې وه او دلته نه ولسي خلګ وو او نه هم داعش وسله وال.

د بې بې سې له راپور سره سم د دې بم تر غورزولو پنځلس ورځې وړاندې امريکايي الوتکو د سیمې خلګو ته کاغذونه وشيندل چې له سیمې ووځئ، دلته خونړي عملیات ترسره کېږي، چې له دې خبرداري روسته ټول ولسي خلګ له سیمې وویستل شول او همدا لامل و چې ولسي خلګو ته دې بم د سر زیان نه لاره.

اوس پوښتنه دا ده چې کله سيميزو خلګو ته ۱۵ ورځې وړاندې امریکایان خبرداری ورکوي چې له سیمې ووځئ، آیا د داعش جنګيالي دومره کم عقل دې چې له دې خبرداري روسته دې بیا هم په سیمه کې پاتې شې او د مرګ لپاره دې د انتظار شیبې وشماري؟

که رښتيا هم دا بم پر داعش وار شوی وې، ولي خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې سیمې ته ورشې او له نيږدې خبر جوړ کړي؟

که څوک وایي چې دغه سیمه اوس هم د داعش په لاس کې ده، ځکه خبریالان نشې ورتللای، نو سمه ده د یوې شیبې لپاره به یې ومنو خو د ناټو عسکر چې هر ډول وسایل لري ولي د دې سیمې انځورونه او ویډیو نشې نشرولای؟ امریکا او ناټو همیشه داعش خپل دښمن معریفي کوې او د له مینځه وړلو لاپې یې وهې، نن ولي خپله بریا نه رسنيزه کوې؟ ولي په دې اړه له رسنیو سره انځوریز راپورونه او ويډيوګانې نه شريکوي؟

ما چې تر کومه ځايه رسنۍ وكتلې د هغوی له خبرونو داسې مالومیږي چې سیمه د افغان او ناټو عسکرو له لوري محاصره ده چې خبريالان نېږدې نه ورته پریښودل کیږي، خو دلته پوښتنه دا ده چې هره رسنۍ پرمختللې ډرون کامرې لري چې له څو کلومتره لرې واټن نه د همدې کامرو په مټ عکاسي کولای شې، ولي خبریالان د دې دومره لویې پېښې عکاسې نه کوې؟

که د عسکرو له لوري اجازه نه ورکول کیږي، نو د رسنیو مسولیت دی چې دومره خو ووایي چې سیمې ته د تللو اجازه نشته، په داسې حال کې چې له ځینو کورنیو رسنیو پرته هیڅ رسنۍ د دې یادونه هم نه ده کړې؟

د خندا وړ خبره خو دا ده چې په لمړيو کې د داعش ډلې تلفات ۳۶ تنه ښودل شوي و، خو تېره ورځ دا تلفات نيږدې سلو تنو ته پورته شول، چارواکو ادعا کوله چې ګواکي د داعش ۹۰ تنه یې له سمڅو نه راکښلې او شمار کړي دې.

دلته پوښتنه دا ده چې دا ستر بم په نېږدې واټن کې هرڅه سوځوي، چې دا د داعش د جنګالیو جسدونه ولي نه دې سوځول شوې؟

که څوک وایي چې د هغوی جسدونه تر خاورو لاندې و، ځکه نه دې سوځول شوې، نو سمه ده د یوې شیبې لپاره به یې ومنو، خو امریکایان وایي داعش ژورې سمڅې جوړې کړې وې، چې له دې ستر بم نه پرته هیڅ بم ورته زیان نشوای رسولای، ځکه یې د همدې بم د غورزولو اړتیا پیدا شو، ښه نو! د داعش د جنګالیو جسدونه چې ترڅو ټنه خاورې لاندې وو، چا راوكښله؟

ولي یې انځورونه او ویډیوګانې نشر نه شوې؟

دې ورته نورې پوښتنې هم شته، بالآخره ویلای شو چې تر اوسه هیڅ داسې ثبوت نسته چې دا ستر بم دې پر داعش غورزول شوی وي او امریکایانو دې خپله پروژه پخپله بمبار کړې وې.

بل پلو داعش هم خپل تلفات ردوي او وایي چې دوی له وړاندې لا خبر ول، ځکه ورته هیڅ تلفات نه دې رسېدلي.

داعش رښتيا اچین کې سمڅې جوړې کړې وې؟

نه یواځې دا چې د دې هېڅ ثبوت نشته چې دا بم دې پر داعش غورزول شوی وې، بلکې تر اوسه د دې خبرې ثبوت هم نشته چې ایا داعش وسله والو رښتيا هم اچین کې ژورې سمڅې لرلې؟ تر کومه ځايه چې ما د عیني شاهدانو خبرې واورېدې هیڅ کوم عیني شاهد د داعش د سمڅو خبره نه ده کړې او نه هم د چارواکو او رسنیو له لوري د داعش د سمڅو په اړه قانع کونکی خبر او دلیل شته.

فکر کوم دا هسې یوه غلطه اوازه وه چې د امریکایانو له لوري خپره شوه، که نه وې داعش څه اړتیا لري چې په اچین کې دې ژورې سمڅې وکاږي؟ په داسې حال کې چې اچین او د هیواد نورو ولسوالیو کې په ځنګلو پوښلې غرونه شته چې د داعش د وسله والو لپاره تر هرډول سمڅو ښه پټنځایونه کېدلای شې.

که داعش عراق کې سمڅې جوړوي، یو عمده لامل یې دا دی چې هلته دغسې غرونه او ځنګلونه نشته، بلکې عراق کې هم داعش دغومره ژورې او دښمن ته زیان لرونکې سمڅې نه لري چې د بمونو د مور د کارولو اړتیا دې ورته پیدا شې.

رښتيا خبره دا ده چې داعش نه په اچین کې او نه هم د هیواد په کومه بله برخه کې ژورې سمڅې نه لرې، البته هغه سمڅې چې افغانانو د شورویانو له بمبار نه د پټېدلو لپاره کېندلې وې، شاید اوس یې هم یوه برخه وې، خو هغه په کورونو او ولس میشتو ځایونو کې وې، چې بیا هم داعش وسله وال ترې پوره ګټه نشې اخيستلای.

د بمونو د مور تر شا د امریکایانو اهداف:

امریکایانو د څو عمده هدفونو لپاره پر اچین باندې د بمونو مور وغورزوله چې یو په بل پسې یې لیکو:

۱_ د امریکایانو هدف دا و چې په روسیه کې څو ساعته روسته د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه بې اثره کړې، او همغسې وشول د بمونو د مور له غورزېدلو روسته د ټولو کورنیو او نړیوالو رسنیو پام ورواوښت او د ټولو رسنيو سرليک جوړ شو، چې په روسیه کې جوړه شوې غونډه یې بې اثره کړه او چندان په رسنیو کې ونه ځلول شوه.

۲_ امریکا د دې ستر بم په کارولو سره روس، چین، ایران او شمالي کوریا په غیر مستقیم ډول وګواښل، له یوې خوا یې د یوې زورورې وسلې نمونه ورته وړاندې کړه، له بله پلوه یې ورته وښودله چې د افغانستان له خاورې هره شیبه کولای شې چې په هیواد دننه او بهر کې ستر_ستر بمونه وار کړې، چې نه یې څوک مخه نیولای شې او نه یې څوک د مخې نیول کېدو شته.

۳_ امریکا که څه دا بم تر دې وړاندې په امريکايي صحرا کې ازمایلی و، خو بیا هم امریکایان اړ ول، چې په ولس میشتو سیمو کې هم د دې بم ازموینه وکړې، ترڅو یې د روانې زیانونو کچه هم مالومه کړې او ثابته کړې چې د څومره وخت لپاره د بمونو مور کولای شې چې سیمه تر زهري اثراتو لاندې وساتي. خو دې کار پلټنه غوښتنه، د پلټنې لپاره یې خلګ غوښتل او د داسې ولس میشتې سیمې اړتیا وه، چې د زرګونو خلکو ژوند دې له ګواښ سره مخ شې، ځکه د امریکایانو لپاره بې څښتنه هیواد افغانستان په نړۍ کې يواځينۍ نمونه وه، چې د بمونو مور پرې وغورزوي، ترڅو یې له هره پلوه ازموینه وکړې.

۴_ امریکا متهمه ده چې داعش د دوی پروژه ده، چې د امریکا په اشاره ناڅي او په مرستو یې چلیږي، د همدې تهمتونو د لري کولو لپاره امریکایانو پر هغه سیمه چیرته چې داعش فعال و، د داعش له تخلیې روسته تر ټولو ستر بم وغورزاوه.

۵_ امریکا د دې بم په غورزولو سره طالبانو ته هم په غیر مستقیم خبرداری ورکړ چې که د سولې له پروسې سره يوځای نشې او د امریکا غوښتنې ونه مني دا ډول بمونه به پرې وغورزول شې.

ډېر امکان شته چې امریکا د دې ډول لوبې له جوړولو روسته غواړي د طالبانو په نوم پر ولس میشتو سیمو د ورته بمونو غورزولو لړۍ پیل او قتل عام وکړې.

همداراز شاید نور واړه او لوی اهداف وې چې امریکا یې د دې ډول بم غورزولو ته مجبوره کړې وې.

نتیجه:

امریکا په خپل تاریخ کې ماتې ته له نېږدې کیدو روسته، خپل ټول زور ازمایلی او چې څومره یې په وسه شوې هومره قتل عام یې کړی، چې پر جاپان یې اټومي برید ښه بېلګه ده.

که افغانان امریکایان له خپلې خاورې ونه شړي شاید نور ورته بمونه هم پر دې خاوره وغورزول شې یا له دې خاورې پر نورو هیوادونو وغورزول شې، چې په هر صورت یې په اور کې افغانان سوځول کیږي، همغه وخت به بیا اوبه له ورخه تېرې وې.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.