افغانستان

پاکستان-امریکا ستراتیژیکې خبرې او ګوښی افغانستان – ذاکر جلالي

د سړې جګړې پر مهال چې نړۍ پر دوو قطبونو وېشل شوې وه، افغانستان سره له دې چې د ارواښاد داوود خان په مشرۍ او بیا د شهید موسی شفیق په صدارت کې هڅې وکړې، چې خپل ستراتيژیک تړښت د پخواني شوروي پر ځای له امریکا سره وکړي، چې تل د امریکا له خوا کله رد او کله هم د یو لړ داسې شرطونو په وړاندې کولو سره چې د افغانستان د وخت حکومتونو ته یې منل ستونزمن وو، ستراتیژیک اتحاد ونه شو. کله چې شوروي عملاً پر افغانستان یرغل وکړ، بیا امریکا له مجاهدینو نه د جګړه مارو په توګه کار واخیست تر څو خپل رقیب وځپي.

د مجاهدینو د حکومت پر مهال بیا هم په یو ډول نه یو ډول امریکا د دسایسو يو لوری پاتې شوی. بیا د طالبانو د حکومت پر مهال امریکا کله هم د سولې په تړاو رښتینې هڅې ونه کړې. ایله یې د سختو بندیزونو له لارې افغانستان او افغانان وکړول او وځپل. ۲۰۰۱م کال کې چې بیا امریکا عملاً د لوبې ډګر ته راغله، دلته یې بلا وعدې او ژمنې وکړې. د دوی ډنډوره‌چیان هم ښه ګډ وو، چې نور به افغانستان پرمختګ کوي، سوله به وي، ښه حکومتداري به وي، د قانون حاکمیت، اقتصادي وده او داسې بلا نور…. زه دلته د یوه افغان ژورنالیست یو خبره را اخلم. صدیق منصور انصاري، افغان ژورنالیست او مدني فعال په یوه مرکه کې وویل، چې له امریکايي پخواني سفیر، نیومن څخه مې په کابل کې وپوښتل، چې که ستاسو راتلونکی نسل له تاسو وپوښتي، چې تاسو افغانستان ته څه ورکړل، یا له ما زما راتلونکی نسل وپوښتي، چې تاسې له امریکا سره له اتحاده څه ترلاسه کړل، ځواب به مو څه  وي؟ انصاري وايي، نیومن دوې دقیقې چوپ و او کښته یې کتل، وروسته یې وویل، «Unfortunately Nothing» (له بده مرغه هېڅ!). انصاري په پای کې زیاته کړه، چې نیومن وویل، چې د افغانستان پرمختګ او سوکالي زموږ د ستراتیژۍ برخه نه وه. موږ افغانستان ته یوازې د تروریزم پر ضد جګړې او د مخدره موادو پر ضد مبارزې لپاره راغلي یو. ښه چې د پرمختګ او سوکالۍ ستراتيژي نه لري، نو دلته یې دا دیارلس کلن له غمیزو ډک شتون د څه لپاره، دا دومره تلفات د څه لپاره! د ځینو لا هم زړونه ساړه نه دي، د ستراتیژیک تړون ذوق لري او د امریکايي پوځیانو یوه لسیزه نور شتون هم غواړي.

افغانستان کله هم د امریکا باوري متحد او یا امریکا زموږ ستراتیژیک متحد نه دی پاتې شوی. د دې پر خلاف، امریکا او پاکستان تل سره متحد وو او دي. د دې دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو دا نوی پړاو دا مسئله ډېره ښه په ډاګه کوي، چې افغانستان د امریکا په ستراتيژۍ کې ګوښی دی او یوازې د یوه ابزار کار یې ترې اخیستی او که تړون لاسلیک شو، دې کار ته به دوام ورکوي بس.  

د تېرې دوشنبې پر ورځ د امریکا او پاکستان ترمنځ ځنډېدلې ستراتيژیکي خبرې له سره پیل شوې. د پاکستان له خوا د دې هېواد امنیتي او سیاسي سلاکار، سرتاج عزیز او د امریکا له لوري د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا مذاکرات پر مخ وړل.

جان کېري د خبرو اترو پر لومړۍ ورځ وویل، چې هیله‌من دی پاکستان د «اسیايي پړانګانو» په کتار کې وویني. «اسیايي پړانګان» اصطلاح هغو اسیايي هېوادونو (هانګ ګانګ، سنګاپور، تایوان، سویلي کوریا) ته کارول کېږي، چې په دې وروستیو کې يې پاموړ اقتصادي وده کړې. درې کال مخکې په ۲۰۱۱م کال کې ځینې داسې پېښې وشوې چې د امریکا او پاکستان اړیکي يې تر اخري بريده ترینګلې کړې. د ۲۰۱۱م کال په جنورۍ کې د امریکايي استخباراتي کارمند (رېمنډ ډیوس) له لوري په لاهور کې د درېوو تنو پاکستانیانو وژنه، د مۍ په درېیمه په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر استوګنځای برید او بیا د یاد کال په اکتوبر کې د امریکايي ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوستې برید او تر پنځلسو د پاکستاني پوځیانو وژنه، هغه لاملونه وو چې دغه ستراتيژيکې خبرې يې وځنډولې.

سرتاج عزیز، چې پوخ دیپلومات دی، په دې خبرو اترو کې د پخوا په پرتله له امریکا ډېرې غوښتنې لري. دی اوس پر دې ښه پوهېږي، چې هېواد یې امریکا ته څومره مهم دی. عزیز وویل دی غواړي چې د دوو هېوادونو اړیکي له «معاملاتي» ډول نه «ژور مشارکت» ته بدل کړي، چې متحده ایالات به پاکستان ته د افغانستان او تروریزم له سترګو نه ګوري. عزیز په خبرو کې د خپل هېواد اندېښنې بربنډې کړې. ده وویل: «زه ډاډه یم، چې تاسې ټول به راسره موافق یاستئ، کله چې امریکا په ۱۹۹۱م کال کې سیمه پرېښوده او بیا په ۲۰۰۱م کال کې چې بیا سیمې ته راغله، د پاکستان ملي امنیت په پام کې نه دی نیول شوی». سرتاج عزیز له امریکایانو دا ګیله هم وکړه، چې د هند په پرتله د ده د هېواد اندېښنې جدي نه دي نیول شوي. عزیز له امریکایانو وغوښتل چې په ټولو سطحو کې دوه اړخيز باور منځ ته راشي. د پاکستان ملي امنیت سلاکار په زغرده وویل، چې «د افغانستان جګړه باید په مسئولانه ډول پای ته ورسول شي او تېرې غلطۍ ښايي تکرار نه شي».

اوس چې بیا حالات څه نا څه د ۱۹۹۱م کال په څېر دي، پاکستان یو ځل بیا د امریکا په بهرني سیاست کې پاموړ ارزښت خپل کړ. د امریکا زیات شمېر ځواکونه به د روان کال تر پایه افغانستان پرېږدي، چې د دغو ځواکونو د هغو تجهیزاتو په لېږد کې چې کباړ کوي يې نه، د پاکستان ځمکنۍ لار تر ټولو لنډه او ارزانه ده. پاکستان ته هم دا پېښه ارزښتناکه ده. لکه څنګه چې سرتاج عزیز وویل، چې امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې تشه رامنځ ته کوي. نو پاکستان هم غواړي په دې «تشه» کې د خپل رول لوبولو لپاره د امریکا باور ترلاسه کړي.

په پاکستان کې عامه افکار او په خېبرپښتونخوا ایالت کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند حکومت چې امریکايي‌ضد دریځ خپل کړی او په همداسې د امریکا په زیان وضعیت کې له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو وتل، هغه لاملونه دي، چې امریکا یې بیا اړوېسته چې له پاکستان سره ستراتيژیکې خبرې اترې بیا پیل کړي. د خبرو په دې پړاو کې د امریکا هڅه دا ده، چې پاکستان ته د امتیاز ورکولو له لارې د دې هېواد له ځمکې خپل پوځي تجهیزات وباسي. د پاکستان سرتاج عزیز هم د خپل هېواد اوسنی ارزښتناک رول ښه درک کوي، پوهېږي، چې له امریکا د امتیاز ترلاسه کولو ښه موقع ده، نو خپلې غوښتنې په جرئت سره مطرح کوي.

په پاکستان کې د عمران خان په پرتله د نوازشریف ګوند اوسمهال امریکا ته نېک نظر او طالبانو سره په جګړه کې پرېوتی، چې دا دریځ یې ښايي په پاکستاني ولس کې محبوبیت ته زیان واړوي. د نوازشریف حکومت هڅه هم دا ده، چې له امریکا سره د ستراتیژیکو خبرو اترو د بیا پیل او د انرژۍ، امنیت، دفاع، قانون حاکمیت او اقتصاد برخو کې د امریکا مرستې راخپلې کړي، چې له دې لارې کولای شي د پاکستان ملت عامه افکار د ځان په ګټه بدل کړي.

دلته بیا هم خبره له خپلې لومړنۍ ادعا سره تړم. امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون مسئله دمګړۍ ښه توده روانه ده. د تړون پلویان د خپلې ادعا د توجیه لپاره یو دلیل هم دا وايي چې امریکا ته د پوځي اډو ورکړه ځکه مهمه ده، چې ګاونډیان زموږ امنیت له خطر سره مخ کوي. دا په دې معنا چې د افغانستان او پاکستان اړیکو کې «zero-sum game» واکمن دی. دا په نړیوالو اړیکو کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې د یوه هېواد ګټه د بل په زیان وي. اوس له پاکستان سره د امریکا هره معامله د افغانستان او له افغانستان سره هره معامله د پاکستان په زیان ده. له پاکستان سره ستراتیژیکې خبرې او په مختلفو برخو کې له افغانستان سره بیا د ستراتیژیک تړون اړتیا(؟) منتفي کوي.

له افغانستان سره چې کوم تړون تر بحث لاندې دی، هلته هسې تشې خبرې دي. هسې لفظي ژمنې، چې هېڅ ډول ګرنټي نه لري. که پاکستان د امریکا په سیمه کې باورمن پارټنر دی، نو بیا له افغانستان سره د تړون اړتیا څه ده؟!   

لیکوال: ذاکر جلالي، کالم: تم شه!، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x