
ګد حکومت بله سوړه وکړه
نن ټکی اسيا سرليکنه
له کله چې د جان کیري په لاس ګډ حکومت ایجاد شوی تر اوسه یې ډیری فعالیت د حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ په داخلي اختلافاتو او غورځو پرځو کې تیر شوی.
د تأسیس له لومړۍ ورځې یې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ د کابینې د غړیو د ټاکلو پرسر ناندرۍ پیل شوې چې دا لړۍ تر دوو کلونو پوري وغځیده او له امله یې د حکومت کابینه هم نیمګړې پاتې شوه.
ترهغه وروسته یې بیا د ولسمشر او لومړي مرستیال ترمنځ جنجال پیل شو چې په ترڅ کې یې د احمد ایشچي شرموونکې قضیه هم رامنځته او بالاخره د حکومت لومړی مرستیال جنرال دوستم د هیواد د لومړۍ میرمنې (بي بي ګُل) په حواله له دندې ګوښه او په خپل کور کې نظر بند شو.
د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال ترمنځ ناندرۍ لا نه وې ختمې شوې چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ د جنرال عطاء د خپلولو پر سر مسابقه پیل شوه چې بالاخره نوموړی ته دولسمشر لخوا د بلخ ولایت د سپارلو په عوض کې دا مسابقه د غني په ګټه پایته ورسیده.
له دې څو ورځې وروسته اوس دادی ګورو چې ولس د یوې بلې ډرامې شاهد دی.
دا ډرامه هم د سهامي حکومت د مشر له لوري د یو بل سهیم ښاغلی ضیاء مسعود له دندې ګوښه کول دي چې نوموړی یې له امله په ټول هیواد کې د کورنۍ جګړې د پیلولو ګواښ کړی.
اوس که د ښاغلی غني په مشرۍ د ګډ حکومت له چارواکو وپوښتل شي چې هغوی د حکومت په تقربیا دری کلنې دورې کې د هیواد او ولس لپاره څه کړي ښايي د مثبت ځواب لپاره به هیڅ و نه لري.
یواځې هغه څه چې ګډ حکومت ورباندې ویاړي او مهمه لاسته راوړنه یې بولي هغه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول دي چې له امله یې په ټول هیواد کې د نا امني ، بي ثباتي او بي نظمي ګراف تر ټولو اوچتې کچې ته لوړ شوی دی.
امریکایانو له پیله ګډ حکومت له دې امله پر قومي او سیاسي تقسیماتو ایجاد کړ چې د هغه د سهیمو لوریو ترمنځ قومي او لساني اختلافات تحریک او له دې لارې څخه په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لاره پرانیزې .
هماغه ده چې د پښتون ولسمشر لخوا د تاجک ضیاء مسعود تر ګوښه کیدو سمدستي وروسته نوموړي د هیواد د بي ثباتي او کورنۍ جګړې د پیلولو ګواښونه کوي.
ولسمشر غني په خپل صلاحیت د دې توان نه لري چې د دوستم او مسعود په څیر مهم سهامیان دي له ګډ حکومته ګوښه کړي ، بلکې ګډ حکومت او په هغه کې ټول راتلونکي تغیرات د حکومت د ایجاد وونکو(امریکایانو) په توافق پوري اړه لري.
له یاد حکومت څخه د ازبک جنرال دوستم او تاجک مسعود حذفول د امریکایانو په دستور په هیواد کې د یوه بل سازش او فتنې را پورته کولو لپاره تر سره شوي.
څښتن تعالی دي زمونږ ولس او هیواد د دې فتني له شره وژغوري.