افغانستان

اداري فساد: د سالنګ په روغتون کي تازه زيږېدلي ماشومان د ویالو په اوبو مینځل کیږي

نن ټکی آسیا: د افغانستان بیارغونې لپاره ځانګړی عمومي مفتش (سیګار) مشر “جون ايف سپوکو” وایي چي د پروان ولایت د سالنګ په روغتون کي چي تازه د امریکا په مرسته جوړ شوی، په هغه کي نوي زیږدیلي ماشومان د ویالو په ناپاکو او غیر صحي اوبو باندي وینځل کیږي. 
نوموړي د تیري چارشنبې په ورځ 29-1-2014 په یوه راپور کي ویلي چي د دغه روغتون بريښنا دومره کمزورې ده چي یوازې ۳ عادي ګروپونه نه سي لګولی،

او زیاته کړې چي د پروګرام سره سم به ۳ جلا جلا یو پوړیز تعمیرونه جوړیدل، خو اوس یوازي یو دوه پوړیزه کمزوری تعمیر جوړ شوی، چي کیدای شي د زلزلې د اول تکان سره ونړیږي.

جون سوبکو چي د سیګار مشري کوي، وايي چي دوی چارواکو ته 600 زره امريکايي ډالره لګښت ټول سپارلی، د پروګرام سره سم به هلته د اوبو لپاره څاه او برمه کښل کیدل، او هم به هلته د برق تولید کیدی، او د روغتون لپاره به درې تعمیرونه جوړيدل، خو اوس یو کمزروی دوه پوړیز تعمیر جوړ دی، د اوبو ګوزاره یې د ویالو په اوبو ده، او تازه زیږدلي ماشومان په همدې اوبو لمبول کیږي، او همداسي د بريښنا له اسانتيا بې برخې دی.

نوموړي زیاته کړې چي د روغتون په جوړولو کې ډېره درغلي شوې او ودانۍ يې دومره کمزورې ده، چې کیدای شی د زلزلې د اول تکان سره ونړیږي، او زیاتوي چي په روغتون کي د کار کولو لپاره چي د څومره پرسونل اټکل شوی وو، د هغه څخه یوازي 20 سلنه کارکونکي په روغتون کي ګمارل شوي دي.
باید وویل شي چي د افغانستان بیارغونې لپاره ځانګړی عمومي مفتش (سیګار) اداره د امریکا د کانګریس څخه مستقیم اداره کیږي، هغه په افغانستان کي د امریکا لخوا لګول شویو پیسو او کومک جاج اخلي، او کانګریس ته یې لیږي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړۍ پيښه نه ده چې د بيارغونې په يو کار کې په لويه کچه دومره درغلي کيږي، بلکې د بيار رغونې ډېری کارونه له درغلۍ ډک او ټيکې يې تل هغو زورواکو ته ورکول کيږي چې له خارجيانو سره مستقيمې اړيکې لري. او په ډېره ټيکو کې بهرني سوداګر او امريکايي جنرالان هم پراخه ونډه لري.

له دې مخکې په کابل د جمهوريت روغتون هم د همداسې ټيکدارانو په لاس جوړ شوی و چې له جوړيدو څه وخت وروسته ټوله ودانۍ ونړيده او هغه مهال هم ولسمشر کرزي ويلي و چې د پيښې عاملين او ټيکدارانو ته به سزا ورکوي، خو تر پايه د هغې پيښې د څېړنو درک ونه لګيد، ځکه چې داسې ټېکې عموما د زورواکو چارواکو سره وي.

 

د (سیګار) له خوا خپور شوی بشپړ راپور، په لاندي پي ډی ایف (pdf) فایل کي موندلای شئ.

http://www.sigar.mil/pdf/inspections/SIGAR_14-31-IP.pdf

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x