افغانستان

طالبانو د بغلان لپاره د خپل والي وژنه تایید کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ وري، ۱۳۹۶): د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هغه خبرونه تایید شوي چې وایی تېره شپه د دولتي ځواکونو په چاپه کې د بغلان لپاره ددوی نومول شوی والي وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه دولتي ځواکونو د بغلان ولایت د ډنډغوري په سیمه کې چاپه واچوله، چې د طالبانو د سخت غبرګون سره مخ شوه او یو شمېر عسکر په کښي ووژل شوه، چې بیا دولتي ځواکونو په سیمه کې بمبار وکړ او د والي په ګډون څلور تنه نور طالبان ووژل شوه.

ددې تر مخه د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي وه چې د مولوي هلال په نامه د طالبانو والي ووژل شو، خو طالبانو یې نوم مولوي لعل محمد محمدي ښودلی.

په دې اړه نن ټکی اسیا ته رسیدلې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

د بغلان د والي صاحب مولوي لعل محمد محمدي د شهادت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

تیره شپه په هیواد کې میشتو اشغالګرو ځواکونو دخپلو مرتزقه غلامانو په ملګرتیا د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مجاهدینو په یو میشت ځای چاپه ووهله، د مجاهدینو په غبرګون کې ګڼ شمیر دښمنان ووژل شول، وروسته دښمن په سیمه بمبار وکړ چې له امله یې د بغلان ولایت لپاره د اسلامي امارت والي صاحب مولوي لعل محمد محمدي له خپلو ۴ ملګرو سره دشهادت لوړ مقام ته ورسید. انالله واناالیه راجعون

قربانۍ او د الله په لار کې سرښندنه د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره یو عادي او دلخواه حقیقت دی، موږ لکه څرنګه چې د الله تعالی په ربوبیت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت محکم ایمان لرو د الله تعالی په دې قول هم ریښتیني عقیده لرو چې فرمایي: ومن يقاتل في سبيل اللّه فيُقتل أو يغلب فسوف نؤتيه أجراً عظيماً ( ۷۴ – النساء) ژباړه : او څوک چې د الله تعالی په لاره کې جګړه کوي نو که ووژل شي او یا غالب شي زر ده چې موږ به عظیم اجر ورکړو.

د الله تعالی دغه قول موږ ته راښيي چې في سبیل الله مجاهد په هیڅ صورت کې هم تاواني نه دی؛ بلکې د شهادت او ژوندي پاته کیدو په دواړو صورتونه کې بریالی او د هغه اجر مستحق دی چې متعال رب جل جلاله یې (عظیم) بولي.

شهادتونه زموږ د جهاد لپاره د معنوي غذا حیثيت لري، که زموږ یو مجاهد شهید شوی الله تعالی یې ځای په داسې مجاهد ډک کړی چې له وړاندیني هغه په ښه طریقه د جهاد لاره تعقیبوي همدا لامل دی چې له شهادتونو سره سره زموږ جهاد د بریا پخوا ګام اخلي او د هرې ورځې په تیریدو مو د الله تعالی نصرتونه او فتوحات نصیب کیږي. بناء دښمن دې په دې نه خوشحاله کیږي چې زموږ مسئولین يې شهیدان کړل، برعکس به اوس دوی ته ثابته شوې وي چې د همدې مسئولینو دشهادت په انتقام کې به سلګونه نور سر سپارلي ځوانان د جهاد کرښو ته راځي او امریکايي اشغالګرو او دهغوی د قسم خوړلو مزدورانو په وړاندې به جګړه کوي. ان شاءالله

موږ د شهید مولوي صاحب لعل محمد محمدي او نورو ملګرو دشهادت له امله د شهیدانو کورنیو، ملګرو، د بغلان ولایت ټول مجاهد ولس او خپل مظلوم ملت ته تسلیت وايو، د شهیدانو لپاره د الله د کړې وعدې سره سم په جنت کې لوړ مقامات غواړو، دکورنیو، مجاهدینو او متعلقینو لپاره يې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو.

د افغانستان اسلامي امارت

2017/4/19م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x