پاکستان ۳۰ تنه زندانیان اعداموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ وري، ۱۳۹۶): د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په راتلونکو څو ورځو کې به د پوځي محاکمو څخه په اعدام محکوم سوي ۳۰ تنه زندانیان اعدام کړي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د اعدام حکم تایید کړی دی.

پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اعدامیدونکو زندانیانو په قطار کې هغه کسان شامل دي چې پر پوځي ښوونځۍ یې برید کړی و، دوی همدارنګه ویلي چې پر سیدو شریف هوایي ډګر او ملیشه ځواکونو په بریدونو کې د ککړو تر څنګ په ځینو نورو جرمونو کې پړ کسان دي.

د پاکستان پوځ په اساسي قانون کې حق نه لري چې په پوځي محاکمو کې زندانیان محاکمه کړي خو دا ۲۱م ځل دی چي دوی په دغه ماده کې ترمیم کوي او پوځ ته اختیارات ورکوي تر څو خطرناک مجرم کسان محاکمه کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.