طالبان: لس کلنه جګړه کي مو ۴۸ زره بهرنیان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ وري، ۱۳۹۶): د طالبانو په عربي ژبه خپریدونکي «الصمود» مجلې په خپله نوي ګڼه کي د طالبانو د تېرو لسو کلونو بریدونو او تلفاتو ته کتنه کړي.

الصمود مجلې لیکلي چي زموږ له لوري نشریدونکي معلومات هغه ارقام دي چي زموږ مجله یې په میاشتنۍ ګڼه کي نشروي، الصمود مجله هره میاشت په نوي ګڼه کي د طالبانو د بریدونو، خپل او د دښمن د ځاني او مالي تلفاتو غورچاڼ خپروي.

د الصمود مجلې په خپل راپور کي لیکلي چي د ۲۰۰۶م کال څخه بیا تر ۲۰۱۷م کال پوري طالبانو د هیواد په لر او بر کي «۱۰۳۹۲۷» بېلابیل بریدونه تر سره کړي چي په هغه کي «۱۰۷۵» سرتیري بریدونه دي.

الصمود نور ارقام په لاندي توګه وړاندي کړي:

  • د بهرنیو او داخلي ځواکونو «۵۰۷۳۳» وسایط لکه ټانګ، شوبله، او موټر ویجاړ کړي
  • د بهرینو او داخلي ځواکونو «۵۵۱» الوتکي راغورځولي
  • «۴۸۱۵۲» بهرني پوځیان وژل سوي
  • «۳۲۰۱۰» بهرني پوځیان ټپيان سوي
  • «۱۵۵۰۸۰» داخلي عسکر لکه ملي اردو، پولیس او اربکیان وژل سوي
  • «۹۷۶۳۱» داخلي عسکر ټپيان سوي
  • «۱۱۹۷۴» طالبان وژل سوي
  • «۱۳۲۶۱» طالبان ټپيان سوي
  • «۱۲۷۶» د طالبانو وسایط ویجاړ سوي دي

طالبان وایي دغه بریدونه یې د بهرنیو ځواکونو پر لویو او کوچنیو اډو، د افغان ځواکونو پر مراکزو او د هغوی پر کاروانونو او ګزمو باندي په بېلابیلو تکتیکونو سره ترسره کړي، دوی زیاتوي چي راټول سوي ارقام شاید تر دې هم زیات وي ځکه ډیر ځله د بهرنیو او افغان ځواکونو په مرکزونو کي د سرتیرو بریدونو له امله زیاته مرګ ژوبله رامنځته کیږي خو  موږ ته پوره معلومات نه وي رارسیدلي.

د یادوني وړ ده چي تېرکال سیګار په خپل یوه راپور کي د ۶ میاشتو په دوران کي د افغان ځواکونو مرګ-ژوبله تر لس زره ډیره بللي وه او دایې د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ کال بللی و.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.