نادري ناولده

د پنجابي جرګې پریکړه: “ناموس دې د ناموس په بدل کې لوټ شي”

نن ټکی آسیا: د پاکستان د پنجاب آیالت په یوه لرې پرته سیمه کې د پنچایت (پنجابي جرګه) په حکم  پنځو کسانو په یوې   بې ګناه ښځې اجتماعي جنسي تیری کړی.
د پاکستاني رسنیو د قوله دغه پېښه په مظفر ګړ کې پېښه شوې .  ددوی په وینا په” اجمل” نومې کس باندې ددې تور و چې د “نواز”  د لور سره يې غیرشرعي اړیکې درلودې، د جنورۍ په ۲۴مه د انجلۍ کورنۍ پنجایت (پنجابي جرګه) ته خپل قضیه وړاندې کړه او د ناموس په بدل کې د ناموس لوټولو غوښتنه يې وکړه، پنچایت (پنجابي جرګه) د دواړو فریقینو د خبرو د اوریدلو وروسته  پریکړه وکړه چې د انجلۍ  کورنۍ ۵ کسان  باید د هلک د کورنۍ د ۴۵ کلنې بې ګناه  “فضلان بي بي” نومې  ښځې ناموس څه ډول چې هغوی لوټ کړی لوټ کړي.

راپورونه وايي چې په رسنیو کې ددې خبر تر خپریدو وروسته پولیسو د پنچایت درېیمګړی او ټول هغه کسان چې د ښځې سره یې اجتماعي جنسي تیری کړی نیولي.

یاده دې وي چې د پاکستان سترې محکمې د پنچایت پریکړې غیرقانوني ګرځولي خو ددې سره سره هم زیات شمېر پنجابیان خپلې پریکړې د پنچایت په توسط حل و فصل کوي چې د انصاف او عدل څخه ډیرې لرې وي.

پنچایت د پښتنو  تر جرګې ډیر فرق لري، فیصلې له یوې مخې غیر شرعي وي، همدا راز پریکړې يې دیکتاتوري وي،  پریکړه کوونکي کسان عموما   هغه وي چې څوک يې خبره نشي ماتولی، پریکړه عملي کیدل حتمي وي ولو که په سلو مذهبو ناروا وي.

  پاکستان کې اوسمهال دې ته ورته پېښې معمول ګرځېدلی. تر دې دمخه په کوهستان نومې سیمه کې ځایي خلکو د یو هلک د ګډا او د ښځو د چکچکو وهلو په سبب هلک او ښځو ته د مرګ سزا اورولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x