د عمر بن عبد العزیز لوړ همتي

حامد افغان

عمر بن عبد العزیز رحمه الله ته د هغه غلام مزاحم د ده د اولاد په اړه وویل چې هغوی به ستا له مرګه وروسته هیڅ نه لري، ځکه تا هغوی ته هیڅ شی نه دې پرې ایښي، هغوی به اینده کې له لوږي او خورا سخت ژوند سره مخامخ شي، هغه ورته وویل: مزاحم! ما ته الله له میني او شوقه ډک زړه راکړی دی، چې یو دنیا کې څه ترلاسه کړم تر هغه لوړ شي ته مې زړه کې هیلې وټوکیږي. او غواړم هغه هم ترلاسه کړم.

ماشومتوب کې مې علومو سره مینه وه، لکه حدیث او د عربي علوم، هغه مې چې څومره غوښت ترلاسه مې کړ، بیا مې امارت ترلاسه کولو ته شوق پیدا شو او د مدیني امیر وټاکل شوم، امارت کې مې ښو جامو، ارزښتناکو عطرونو او د دنیا نورو ښکلاوو سره مینه وه هغه مې دومره تر لاسه کړل چې زموږ ټوله کورنۍ کې به چا دومره نه وي ترلاسه کړي.

دې مضمون ته ورته د عمر بن عبد العزیز رحمه الله صالح وزیر رجاء بن حیوه رحمه الله، نه یو روایت راغلی، هغه وايي: عمر بن عبد العزیز چې د مدیني والي و، ما ته یې وویل یو جوړ جامې راته راوړه، زه ولاړم په پنځه سوه درهمه مې خورا ګران بیه او نرمي جامې ورته واخیستلې، خو چې هغه ته مې راوړې هغه راته وویل: ښې جامې دي خو چې ارزانه نه وی! بل روایت کې راغلي: هغه وویل: ښې جامې دي خو چې یو څه ځېږې نه وی.

رجاء بن حیوه وايي: کله چې عمر خلیفه وټاکل شو یوه ورځ یې جامو ته ولیږلم، په پنځه درهمه مې ارزان بیه او زیږې جامې ورته واخیستلې، کله چې هغه ته مې راوړې او هغه وکتلې، راته ویې ویل: ښې جامې دي خو چې دومره ګرانبیه نه وی! بل روایت کې راغلي هغه وویل: ښې جامې دي خو چې دومره نرمي نه وی.

رجاء بن حیوه وايي کله مې چې د ده دا خبرې واوریدلې، هغه د مدیني د امارت د وخت د خورا ګرانبیه جامو په اړه د ده خبره
مې رایاده شوه، نو ورته په ژړا شوم، ده راته وویل: ولې ژاړې؟! ما ورته وویل: څو کاله مخکې مې چې مدینه کې تا ته کومې جامې اخیستې وې د هغو په اړه ستا خبره رایاد شوه. د هغو خورا ارزښتناکو او نرمو جامو په اړه تا هغه مهال ویل چې ښې دي خو چې دومره ارزانبیه نه وی، یا دومره زیږې نه وی.

عمر ورته وویل: رجاء! ما ته الله له میني او شوق ډک زړه راکړی دی، چې دنیا یو څه ترلاسه کړم تر هغه لوړ شي ته مې زړه کې هیلې وټوکیږي. ځواني کې مې مینه لرله چې خپلي د تره لور فاطمې سره نکاح وکړم، هغه مې نکاح کړه، بیا مې امارت ته مینه پیدا شوه هغه مې هم ترلاسه کړ، بیا مې خلافت ته اندېښنه شوه هغه هم راته ورسیده. رجاء! اوس مې زړه غواړي جنت ترلاسه کړم.

سیرة عمر بن عبد العزیز لابن الجوزي، الخلیفة الزاهد لعبد العزیز سید الاهل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.