اسلامپالو ته یوه ترخه یادونه!!

جیلاني پښتون
اسلام پالو او خصوصا د فیسبوک جهادي او دعوتي مبارزینو!
تاسو به خبر نه یاست چې د مارچ په اتلسمه شپه په کابل کې د جنوبي اسیا د هیوادونو د سیکولر ځوانانو اوومه غونډه ترسره شوه، له بنګال، هند، پاکستان،سریلانکا، افغانستان او ګڼو نورو هیوادونو څخه تر سلو زیاتو نجونو او هلکانو په کې ګډون وکړ. د غونډې په وروستیو شیبو کې ددې ټولو هیوادونو د سیکولر ځوانانو او پیغلو یو ګډ مست اتڼ هم ترسره شوه،چې پاکستانی بې دینه زلمی په کې له هندۍ نجلۍ سره غیږ په غیږ شو او افغان سیکولر په کې له پنجابۍ سیکولرې سره نڅا وکړه. په غونډه کې د ټولو هیوادونواو نژادونو سیکولرانو پرته له سیاسي،وطني، قومي او نژادي تبعیضونو یوازې د فکري وحدت په معتبر بللو سره خپل یووالی ثابت کړ، په ګډه سره ونڅیدل، په ګډه یې د شرابو جامونه پورته کړل او بیا د صمیمانه اوښکو په بدرګه یو له بله رخصت شول. د غونډې په اړه د بي بي سي اریا احمدزۍ یو ویډیویي راپور جوړ کړ او ددغه مختلف النژاده خو متحد الفکره ځوانانو او پیغلو خپل منځي تړون او یووالی یې ټولې نړۍ ته وښود.

د فیسبوک اسلام پالو !
تاسو دې په دې خبر یاست چې د جنوبي اسیا د سیکولرانو تر منځ نه خو د ډیورنډ موضوع د ملګرتیا مانع شوه او نه هم د پاک – افغان دودیز اختلاف. نه خو دهند او پاکستان تاریخۍ دښمنۍ د هندي او پاکستاني سیکولر ترمنځ جنجال پیښ کړ او نه هم د بنګله دیش او پاکستان بې دینانو له یوه بل نه خار وخوړ. دوی ټولو د خپل فکر او عقیدې په درناوي سیاسي او تاریخي ملاحظات یوې خوا ته وغورځول نو ځکه یې د یووالي او همغږۍ یوه مثالي بیلګه موږ تاسو ته وښودله.

پنجابي او افغاني دغه راز هندي او پاکستاني سیکولرانو په داسې حال کې یو بل سره وڅټل،چې دوه اونۍ وړاندې کله چې د پیښور په زاخیلو کې د سیمې په سطحه د دینپالو تر ټولو ستره دری ملیوني غونډه جوړه شوې وه، هغه چې په سیمه او نړۍ کې ددین تر ټولو پیژندل شویو مراجعو ( له کعبې ونیسه تر دار العلوم دیوبند) پورې نږدې ټولو ملایانو، صوفیانو، تبلیغیانو، سلفیانو، مذهبیانو، اخوانیانو او نورو په کې ګډون کړی و موږ ددې په ځای چې د مسلمانانو دې لویې اجتماع ته د تفاؤل او حسن ظن له عینکو وګورو بالمقابل مو له سیکولرانو وړاندې په ټوله غونډه او راټولو اسلامپالو له استثناء پرته د لعن او طعن غشي وارول او د کعبې د امام د مرګ فتواګانې مو صادرولې.

زه دا نه وایم چې په دې مجلس کې به د محکومیت وړ څه یا څوک نه ول. خامخا به و بلکې ډیری به یې د نقد وړ ول ځکه چې په دې امت کې یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم کامل انسان او معصوم دی. نور له هر چا ګناه او انحراف محتمل دی.مګر غونډه په عموم کې ددین په نامه جوړه وه او ډیری ګډون کوونکي یې سیکولران نه بلکې د پګړیو او مسواکونو څښتنان وو. که تلاش شوی وای له نقدونو سره سره په غونډه کې مثبت ټکي هم پیدا کیدلای شوای او د دین او دینپالو په ګټه د امید بڅري هم په کې په لاس راتلای شوای.

نه پوهیږم د نړۍ د بیلابیلو جغرافیو اسلامپال ولې د خپل منځي خواخوږۍ او تمایل یو داسې تصویر نړۍ ته نه شي وړاندې کولای لکه وړمه شپه چې پنجابي او افغاني سیکولرانو وړاندې کړ؟ که پاکستانی سیکولر ملک امان الله کاسی په کابل کې مري نو افغان سیکولر غفور لیوال یې له جنازې سره تر کوټې پورې ځي. که پاکستانی کمونیست صادق ژړک د افغان کمونیست نور محمد تره کي د لیکنو کلیات چاپوي او بیا یې د مخ کتنې غونډې جوړوي نو هیڅ کیسه نه ده. مګر که د افغانستان کوم صوفي مزاجه مسلمان د پاکستان د جهنګ له پیر ذوالفقار صاحب نه د اسم ذات ( الله) وظیفه واخیسته نو باید له هرې خوا وټکول شي او تر افغان سیکولرانو وړاندې یې د فیسبوک مجاهدین باید سنګسار کړي.

که رښتیا ووایم تر پرونه پورې زه هم په همدې نظر وم، مګرکله مې چې د اریا احمدزۍ په راپور کې د پنجاب،کابل،پیښور، کوټې او ډیلي د بې دینانو ګډه نڅا، ملګرتیا او ګډون ولید. یو فکر را ولوېد. هغه دا چې معاصر اسلام پال به تر څو پورې د جغرافیو، مسلکونو او فرقو په کرښو سره ویشلي وي. ترڅو به تبلیغی مجاهد ته دهشت ګر او مجاهد به مدرس او صوفي ته د ( قاعد) پیغور ورکوي. آیا موږ نه شو کولای چې خپلې عظمی ګټې او لوړ اولویتونه سره وپیژنو. خپلې د اشتراک او اتصال نقطې سره پیدا کړو. او بیا د بې ګټې تعصب په ځای هماغه د اتحاد ټکي سره رابرجسته کړو.

لکه څرنګه چې بې دینان یوازې د سیکولرزم په عقیده سره تړون لري او بیا که سیکولر د چګوارا غوندې جنګیالی وي، که د مارکس په شان فیلسوف وی که د فیض احمد فیض غوندې شاعر وي که د مبارک علي غوندې لیکوال وي او که دامان الله خان غوندې سیاستوال وي دوی یې خپل بولي، ورباندې ویاړي او یوازې فکر ته داحترام په مخ یې قوم، وطن او ټول مشخصات هیروي. چې د دوی همدا بې سرحده پیوستون ددوی د بریا راز هم بلل کیږي. نو بناء اسلام پالو ته هم ښایي چې په نړیواله سطحه د پیالې ډکه خوا وویني ځکه که هدف مو نړیوال خلافت وي نو باید په ډیرو ځایونو کې د تسامح له آپشن نه کار واخلو. موږ چې په وړو محدودو کې له نورو مسلمانانو سره نه شو چلیدلای نو په نړیواله سطحه به څرنګه د اتحاد ارمان تر بري ورسوو.

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

پښتون صاحب ترخه نه ده ډیره خوږه یادونه ده:إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى ﴿۱۵﴾–۲۰سوره طه.معنی:بیشکه قیامت راتلونکۍ دۍ زه غواړم چه هغه پټ وساتم چه بدله ورکړه سی هرنفس ته دهغه څه چه دۍ یی کوښښ کوی.ددی مقصد دادۍ بدبختان کفار اصلحی جوړوی په دنیاکی قتلونه په کوی فساد خپروی ،منافقان دڅوورخودښه ژوندتیرول په خاطر رقم رقم فسادونه کوی ،یمانداران دالله درضایت په امیدترمال اوسرتیردی دمفسدینو په مقابل کی جهادکوی ددی دنیا دامتحان نتجه دټولودقیامت په ورځ الله ورته بیانوی ،چه دمفسدینو بد بختانوبه ډیربدحالوی الله دی موددوی دآینده سرنوشته وساتی عبدالرحمن بابا وایی: په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ګران پښتون صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! ستاسی له احساساتو مننه کوم ، تاسی خپله لیکنه کی د مسلمانانو یووالی ته بلنه ورکړی الله ج دی اجرونه درکړی مګر د ځینو ټکو سره مو د اسلام د سیاسی اړخ له ارزونو ورسره توافق نه لرم زه به یی یو څو مهمی دلته رانقل کړم ، خوابدی مه کوی چه ګوندی ستاسی د لیکنی یا نظریاتو سره په ځینو برخو کی موافق نه یم او هغه دا چه: لمړی : د اسلام د پاره د ( پال ) لغت ګارول داسی معنی لری لکه اسلام هم د ایزمونو… نور لوستل »

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه

الحاج استاد بیانزی صاحب ته بیا اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وایم اگرچه زه ستا مزاحم گرزم محترم اوستاد خوبیا هم عفوه درسخه غا رم خوپر هغه پیر اوشیر دسل ها ووزه له رحمت شه چه دغسی په ساده الفاظو درته وه وایم اوستاده ای کاش چه یوار ماته لیدلی وای چه ته سوک ی اوسه رنگه سری ی اوستادد خو زه دغه سی په یوه شی کشی وسواسی کیژم یو سه وخت ماآنلاین اسلامی ته املونه اوپوشتنی به می کولی شه جوابونه بئ راته را لیژل خو یووخت می ده دوی په باره کشی پوشتنه تری وه کره چه… نور لوستل »