افغانستان

هلمند کي چاودنې درې ډنمارکي عسکر سخت ژوبل کړل

نن ټکی آسیا: نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي ماین د ناټو درې عسکر ژوبل کړي.
ناټو او د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پېښي پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې چاودنه په یوه موټر کې د ځای پر ځای  شویو منفجره موادو له کبله رامنځته شوې.

د چارواکو په وینا له چاودنې سمدستې وروسته د پېښي له ځایه ټپیان په چورلکو کې د ناټو ځواکونو نږدې روغتون ته لېږدول شوي.
تر اوسه ایساف او یا د ډنمارکي ځواکونو سرچېنو د پېښي نور جزیات او د ټپیانو د روغتیايي حالت په باب څه نه دي ویلي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي، چاودنه یې د کمپرک په سېمه کې د کندهار-هرات پر لویه لار او د سنګین دوراهي سره خوا کې د یوه زرنج موټر سایکل په مټ ترسره کړې.
د ښاغلي احمدي په خبره ، په چاودنه کې له خورا قوي منفجره موادو کار اخستل شوی او د کره لومړنیو معلوماتو په اساس لږ تر لږه درې ډنمارکي عسکر یې ځای پر ځای وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x