هندوستان: دنریندر مودي دګوند مهم غړی د بابري مسجد دپیښې په تړاو محاکمه کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ وري، ۱۳۹۶): بابري مسجد چې دهندوستان په اترپردیش ایالت فیض اباد ولسوالۍ ایودا نومي سیمه کې واقع ده او داترپردیش دایالت په کچه تر ټولو ستر مسجد وو، له ۱۵۲۸ څخه بیا د ۱۵۲۹ زیږدیز کال پوري د هندوستان د هغه وخت د امپراتور بابر په امر د میرباقر لخوا جوړ شوی، نو ځکه خپله مسجد هم دهغه وخت دمسلمانانو دامپراتور بابر په نوم نومول شوی دی.

د ۱۹ نولسمي پیړۍ له پیل څخه د بابري مسجد پر سر په هندوستان کې دمسلمانانو او هندوانو تر منځ سخته شخړې رامنځته شوي دي، څرنګه چې مسجد د رامکوټ په نوم یوه غونډۍ باندي جوړ شوی، دهندوانو یوه ډله وايی چېري چې مسلمانانو مسجد جوړ کړی دا ځاي د رام یا (راما) دزوکړي ځاي و، مسلمانانو هغه ویجاړ کړ او پر ځاي يې مسجد جوړ کړ، خو د هندوانو دغه دعوه نه یواځي دهغه ځاي مسلمانانو بلکي دنورو مذاهبو پیروانانو هم په کلکه رد کړې.

د ۱۹۹۲ زیږدیز کال د دیسمبر په میاشت کې هندو مذهبي بنسټ پالانو بابري مسجد باندي برید وکړ او ویجاړ یې کړ، چې دغې زړه بږنوونکي پیښې د ټول هندوستان په کچه د هندوانو او مسلمانانو تر منځ خپلمنځي جنګونو او شخړو ته لاره هواره کړه چې له امله یې له دواړو خواوو څخه له ۲۰۰۰ دوه زره څخه زیات کسان ووژل سوو.

د هندوستان سترې محکمې دچهار شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د دغه هیواد د حاکم ګوند درې غړي چې دهغو له جملې څخه یو تن اوس مهال د حکومتي کابینې فعال رکن ده د بابري مسجد د ویجاړولو دپیښې په تړاو باید محاکمه شي.

د دغه هیواد دسترې محکمې له لوري ویل شوي چې د کابینې وزیر اما بهارتي، پخوانی مرستیال لومړی وزیر ایل کې ایډواني او ایم ایم جوشي له دي امله باید محاکمه شي چې هغه وخت کې يې هندو مذهبه بنسټ پالان دي ته هڅولي وه چي بابري مسجد باندي برید وکړي او ویجاړ يې کړي، چې له امله یې ټول هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ خپل منځي فساد ته لاره هواره کړه او د دغه فساد په پایله کې له دواړو لورو څخه له ۲۰۰۰ دوه زره څخه زیات کسان ووژل سوو.

د هندوستان د پریس ټرسټ په نوم رسنۍ لیکي که څه هم سمیزې محکمې د (بي جي پي) دګوند دغه درې سره لوړ پوړي چارواکي بري کړی وه، خو د دغه هیواد ستري محکمې یو ځل بیا ددوي د محاکمه کولو غوښتنه کړې، پریس ټرسټ آف انډیا لیکي د (بي جي پي) ګوند له له لوري پوره هڅې وشوې ترڅو دغه کسانو ته برائت ورکړي، خو دا چې په مقابل کې یې شواهد ډير قوي وه د هندوستان ستره محکمه اړسوه چې دوي درې سره یو ځل بیا محکمې ته را وبولي او د بابري مسجد د ویجاړلو په پیښه کې يې محاکمه کړي.

باید وویل شي چې ددغه ګوند یو بل غړی چې د بابري مسجد د پیښې پر وخت اترپردیش ایالت کې مهم مشر و، هم د ستري محکمې له لوري دجنايې دسیسې په تور محاکمه کیږي، خو دا چې نوموړی اوس مهال فعاله حکومتي وظیفه لري او د راجستان ولایت والي دی، محاکمه به یې تر هغو پوري وځنډیږي تر څو چې رسمي دنده يې پای ته رسیږي ځکه د نوموړي حکومتي رسمي دنده هغه ته دقضا او محکمي په مقابل کېی مصؤنیت ورکوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.