په امریکا کی دزهرجن خټکی دخوړلو له امله ۱۵ کسه مړه شول

الشمام(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۱)دامریکي په متحده ایالاتوکي دزهرجنو خټکیانو دخوړلو له امله ۱۵ تنه مړه شوي او زیات شمیرنور په روغتونونوکی داخل کړل شوی دي، روغتیایی پوهان وایی ژړرنګه خټکیان چي دلیستریا په نامه سره بکتریا باندي ککړکړل شوی دي، په امریکه کي له تیري یوي لسیزه څخه زیات وخت کیږي چي په خورکي موادو کی دارنګه مرګوني بکتریانه وه لیدل شوي.
ویل کیږي ددغه خبرله خپریدو څخه سمدستی وروسته دامریکی دکالیفورنیا په ایالت کی یوه شرکت ددی لپاره چي خورکی مواد یی دلیسترا په بکتریا سره مسمم شوی نه وي له خپل شرکت څخه ۱۵ زره دکاوو بستي لري کړی.
خبري کی راغلي دلیسترا په نامه سره بکتریا څو واري په امریکا کی خورکی مواد په خپلو زهرو سره ککړ کړی دي، له دی څخه مخکی هم په خوښو اوپنیرکی دارنګه جراسم راښکاره شوی دي، خوداچي لیسترا پرتازه خورکی موادو بریدکوي لکه میوي، دا په امریکاکی یوه نوي خبره ده.
د هغه راپور له مخي چي دناروغیوپه وړاندي دمبارزي له دفترڅخه نشرشوی ویلي چي دلیسترا بکتریا په جراسموباندی ککړو خټکیانو ۱۵ کسه وژلي او دامریکي په ۱۹ ولایتونوکی ۸۵ نور کسان په اخته شوی دي.
دناروغیو په وړاندي دمبارزي دفتروړاندی وایی کیدای شي دزهرجنو خټکیو دخوړولو له وجي نور خلګ هم ژوند له لاسه ورکړي، نوموړی زیاته کړه ځکه لیستریا یو دارنګه زهرناکه جراسم دي چي له خوړلو څخه وروسته تردوو میاشتوپوري هم دانسان به بدن کي بغیرله کوم اثرڅخه پاته کیږي اودوی میاشتي وروسته بیا اثرکوي،نوکیدلای شي دوخت په تیریدو سره دغه ناروغي په نورو خلګو کی هم ښکاره شي.
روغتیا پالانو دلیستریا په نامه سره بکتریا یوه ډیره خطرناکه بکتریا بللی دي، وایی دایوه داسي بکتریا ده چي دانسان دبدن ټوله وینه زهرجنه کوي، دمنانجایتس دناروغي سبب کیږي، چي دناروغ غاړه کږه اوکلکه شي بدن یی حرکت پریږدی، اوهمدارنکه په میرمنوکي ددارنګه بکتریا موجودیت ډیرژر دماشوم دضایعه کیدو سبب کیږي.
سرچیني وایی له دي څخه مخکي په کال ۱۹۹۸ کي په یوه ورته پیښه کی په امریکه کی دسالمونیلاپه نامه سره زهرجنه بکتریا دپستو په خمیره کي لیدل شوی وه، چي له ۷۰۰ څخه زیات کسان یی مسمم کړی وو، چي دهغو له جملي څخه ۷ کسانو ژوند له لاس ورکړی وو.
بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.