
د شهید مولوي عبد الله ذاکري جنازه په انځورونو کي 2014-1-30
کوټه : نن ټکی اسیا (۳۰/۱/۲۰۱۴) نن د پاکستان د کوټې په ښارکې د شهید مولانا عبد الله ذاکري رحمه الله د جنازي او خاک سپاري مراسم د هغه د لسګونو زره مینه والو او شاګردانو په ګډون تر سره شول .
شهید مولانا ذاکري تیره ورځ ماسپښین مهال د کوټې ښار د سبزل چوک په سیمه کې له مسجد څخه دراوتو په مهال د نامعلومو کسانو لخوا وویشتل شو او ځای پرځای شهید کړای شو.
نوموړی چې د افغانستان اوسیمې په کچه مشهور دیني عالم او سیاسي شخصیت وه نن یې د جنازې مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې په هغوکې د افغانستان او پاکستان مشهورو علماوو ، سیاسي شخصیتونو او د نوموړي شاګردانو او لسګونو زره د ده مینه والو ګډون کړی وه .
د جنازې تر لمانځه له مخه د کوټې د مرکزي جامع مسجد امام او خطیب قاري فضل الحق حقاني او یوشمیر نورو مشهورو علماوو د نوموړي دعلمي او جهادي شخصیت او د ده دعلمي او ټولنیزو خدمتونو په اړه خبرې وکړې او همدا راز د ده شهادت په اړه د افغانستان د طالبانو هغه تعزیتي اعلامیه ولوستل شوه چې تیره ورځ د هغوئ لخوا صادره کړای شوې وه .
وروسته د مازدیګر په څلور نیمې بجې د شهید علامه ذاکري د جنازې لمونځ دهغه دمشر ځوي احمد ذاکري په امامت سره اداء او بیایې جنازه د لسګونوزره مینه والو په بدرګه د ده مدرسې ته نیږدې د سبزل چوک په هدیره کې خاورته وسپارل شوه .
د ده دخاک سپارې تر مراسمو وروسته د ده ګڼ شمیر شاګردانو ، مینه والو او دپاکستان د ځینو مذهبي ګوندونو د پلویانو لخوا مظاهره هم وشوه چې له امنیتي چار واکو څخه یې د دیني عالمانو د امنیت خوندې ساتلو غوښتنه کوله .
شهید مولانا ذاکري رحمه الله د افغانستان او سیمې په کچه مشهور علمي او جهادي شخصیت وه .
نوموړي ۲۷ کاله مخکې د شوري اشغال په مهال د افغانستان د علماوو ټولنه تاسیس کړې او تراوسه پوري مسؤلیت د ده په غاړه وه .
که څه هم چې ځینو محلي رسنیو شهید مولاناذاکري رحمه الله د افغان طالبانو پلوی عالم یاد کړی خو حقیقت دا دی چې شهید علامه ذاکري نه د شوري اشغال په مهال او نه هم اوس د امریکايي اشغال په همال په تنظیمي لحاظ د هیڅ سیاسي او تنظمي ډلې غړی او پلوی نه دی پاتې شوی ، بلکې هغه مهال یې هم د افغانستان دیوه مشهور عالم او جهادي مطرح شخصیت په توګه دبهرني اشغال په خلاف خپل علمي او جهادي فعالیت کاوه او اوس یې د امریکايي اشغال په خلاف هم د یوه مستقل علمي او جهادي شخصیت په حیث د ټولو بهرنیانو دتیري په خلاف خپل فعالیت کاوه .
نو موړي تر خپل شهادت له مخه هم داویلي وه چې ښايي امریکایان زما دوژلو هڅه وکړي .
لاندي د جنازې د مراسمو یو څو انځورونه او ویډیو ده، چی زمونږ همکار جمال ترکي، او محمد الله احساس رالیږلي.
{dailymotion}x1am9q6_shaikh-zahkiri-janaza-in-quetta-pakistan_news{/dailymotion}
ویډیو: حلیمار فطرت
{dailymotion}x1b0vdk_%D8%AF-%D8%B4%D9%87%DB%8C%D8%AF-%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88%D9%8A-%D8%B9%D8%A8%D8%AF-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%B0%D8%A7%DA%A9%D8%B1%D9%8A-%D8%B5%D8%A7%D8%AD%D8%A8-%D8%AF-%D8%AC%D9%86%D8%A7%D8%B2%DB%90-%D8%A8%D8%B4%D9%BE%DA%93-%D8%B1%D8%A7%D9%BE%D9%88%D8%B1-%D9%86%D9%86-%D9%BC%DA%A9%DB%8C-%D8%A2%D8%B3%DB%8C%D8%A7_news{/dailymotion}