د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

واشنګټن وايی له ایران سره یې اتومي تړون ناکام سو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ وري، ۱۳۹۶): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسون وايی دامریکا او ایران ترمنځ د اتومي وسلو پر سر تړون ټاکل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او ناکام شو.

نوموړي یوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، پر ځاي ددې چې ایران په رښتیني توګه د اتومي وسلو له تر لاسه کولو څخه لاس په سر شي، بې ځایه بهانې لټوي، تر څو مهلت تر لاسه کړي او هیواد یو اتومي قوت جوړ کړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې ایراني سمندري ځواکونو په عربي خلیج کې د کښتیو ازاد ګښت او حرکت ته ګواښ رامنځته کړی او دلته يې امریکایې جنګي بیړیو ته هم ستونزې ایجاد کړي دي.

باید وویل شي چې د امریکا د پخواني ولس مشر بارک اباما د حکومت پر وخت ایران او امریکا یو بل ته نیژدې شوي وه، او امریکا د ځینو لویدیځو هیوادونو په شمول له ایران سره د دغه هیواد د اتومي وسلو د شخړې پر سر یوې هوکړي ته رسیدلي وه.

خو له هغه راهیسي چې د بارک اباما د حکومت دوره پاي ته رسیدلې، د ټرمپ په راتګ سره داسي ښکاري چې د ایران او امریکا تر منځ اړیکې یو ځل بیا د ترینګلتیا په لور روانې دي او امریکا په سیمه کې د ایران په پرتله له سعودي سره نژديوالي ته لومړیتوب ورکوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.